تشه پنجره

نصرت ارمان

1,611

عبدل شنه وړه چاينکه چې ځای، ځای يې رنګ تللی او پټ زنګ وهلی مخ يې ترې ښکارېده راجيګه کړه، تشه وه خو بيا يې هم د بې کونډې پيالې چې له لاندې اړخه پرې د سور رنګ ټاپه وه، د ډکولو هڅه وکړه. له څوښکي په شمار څو څاڅکي پیالې ته توی شول چې پياله کې پاتې يو غړپ کې يې خوځښت راوست، چاينکې پسې په سيم نښتي سرپوښ ټالۍ وخوړې.
پياله يې په سر واړوله او بيا يې له چاينکې سره يو ځای لرګينې وړې تاخچه کې کېښوده، په شونډو له ژبې تېرولو وروسته يې د واسکټ ډډ شوي جېب ته لاس ننويست، يوه کپه نصوار يې د ژبې لاندې کړل او بيا دوکان ته د راننوتو مچانو په سيل شو.
عبدل د خپل عمر شل کاله په همدې دوه متره دوکان کې تېر کړي وو، دوکان يې د ښار لوی چوک ته نېژدې يوه تنګه کوڅه کې و چې د مرغانو په کوڅې مشهوره وه، هره ورځ سلګونه خلک دې کوڅې ته راتلل، چا پنجرې اخېستې، چا د مرغانو دانه، چا مرغان او چا به بيا مرغان خرڅ ته راوړل، د دې کوڅې په وړو پنجرو ته ورته دوکانونو کې رنګارنګ لوی او واړه، ښکاري او زرين مرغان پيدا کېدل او د جمعې په ورځ به په کې د پښې د اېښودو ځای نه و.
د عبدل د دوکان په لرګينه دروازه چې پلې يې کت کېدې يوه وړه پنجره ځړېدلې وه، چې زيړ او ابي رنګه وزر لرونکي مرغۍ په کې په ټوپونو وه او په ښاېسته غږ چغېده.
همدا څو ورځې وړاندې د عبدل دوکان کې هم لکه د نورو دوکانونو ډېرې له مرغانو ډکې او تشې پنجرې راځړېدلې وې، خو اوس يې دوکان تش شوی و او همدا وروستۍ پنجره او مرغۍ ورسره پاتې وه چې خرڅه شي، نور مال يې ځکه نه راوړه چې غوښتل يې پاتې ورځې شپې کور کې په ارام او دمه تېرې کړي.
د وروستۍ پنجرې او مرغۍ د خرڅېدو په هيله هغه درېيمه ورځ وه چې دوکان خلاصوه او نن چې جمعه او کوڅه کې ښه رش هم و، فقط څو کسان د مرغۍ د سيل او غږ اورېدلو لپاره ودرېدل او څو کسانو تشه بيه وکړه، خو خرڅه نه شوه.
عبدل کوڅې ته سر اوږد کړ، دواړو خواوو ته يې لنډ نظر وکړ، کوڅه له خلکو په خالي کېدو وه، د لمر سترګه سره بخنه شوې او په پرېوتو وه، د هغې د مرغۍ غږ د نورو مرغانو له غږونو سره خوږ شور جوړ کړی و.
راجيګ شو، نصوار يې تف کړل، جامې يې وڅنډلې، کور ته يې لار ډېره وه، ځکه يې تل له ماښام کېدو مخکې دوکان تړه، تشه چاينکه او پياله يې د دوکان د دېوال بېخ ته کېښوده، پيسې يې خلاصې کړې وې او وړل يې د ثموار په شاګرد وو. پنجره يې له دروازې راکوزه کړه، د دروازې پلې يې راخلاصې، اوږد سيخ يې اوسپنيزو کړيو کې وروست او قلف يې ورواچوه.
پنجره يې له لاستي ونيوه او په ځنګېدلو قدمونو روان شو.
– لکه چې خرڅه نه شوه؟
د صمد غږ و چې د ده د دوکان څنګ ته يې دوکان و.
عبدل ودرېد.
– د دې خوارې لکه چې نصيب بند دی!
صمد په کړس کړس وخندل.
– راځه پر ما يې خرڅه کړه، يو زرګون به درکړم، ته خو هسې هم سبا بل سبا دوکانداري پرېږدې.
عبدل ته يې خبرې خوند ورنکړ، د هغه د دوکان مخ ته ځړېدلو پنجرو ته په کتو شو.
– په زر خو يې تشه پنجره نه درکوم.
صمد بيا هماغسې وخندل.
– پنجره يې هم ستا!
عبدل لاس کې نيولې پنجرې ته سترګې واړولې، مرغۍ په کې وارخطا ټوپونه وهل، لکه خاوند ته چې وايي مه مې ورکوه.
عبدل پنجره په خاورينه ځمکه چې د مرغانو په مردارۍ لړلې وه کېښوده، د پنجرې له دروازې يې مرغۍ پسې لاس ورننويست.
صمد راجيګ شو.
– دا دی نصيب مې يې درته خلاص کړ!
او په خندا شو.
عبدل لاس کې نيولې مرغۍ ته په موسکو سترګو کتل، صمد له جېب نه زرګون راوويست، ور وړاندې شو چې مرغۍ ترې راواخلي، خو ناڅاپه عبدل مرغۍ هوا ته خوشې کړه.
– ځه ته هم له پاتې ژونده خوند واخله!
مرغۍ کوڅه کې څو دورې وخوړې لکه نورو پنجرو کې بندو ته چې د خپلې ازادۍ زېری اوروي او بيا بره والوته.
صمد وازې سترګې عبدل ته واړولې.
– دا دې څه وکړل؟
عبدل د پښې په پنجه تشه پنجره ورټېل وهله.
– دا يې ستا!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.