خط نسخ څۀ ته وائي؟
د نسخ په لغت کښې معنیٰ ده “منسوخ کول” ، په شرعي اصطلاح کښې د خداے له طرفه یو حکم بدلېدلو او بل نازلېدلو د پاره کارولے کیږي ـ
خط نسخ د عربۍ لیکلو بهترین رسم الخط دے ـ دې نه مخکښې خط کوفی رائج وۀ – د خط نسخ وجه تسمیه دا بیانیږي چې د دې د راتللو سره نور خطونه منسوخ شوې وو، ځکه ورته خط نسخ وائي ـ خو دې خبره کښې اختلاف شته، بعضې پوهان وائي چې د خط نسخ مطلب یواځې د منسوخ کېدلو نۀ دے، بلکې عام لیک ترې هم مراد دے ـ خط نسخ د خط کوفی د دشوارۍ له کبله مېنځ ته راغلے وۀ ـ خو د خط نسخ د راتلو نه پس به هم د سورتونو نومونه/عنوانات په خط کوفی کښې د زړۀ راښکونکي/ښکلي ښکارېدلو د پاره لیکلے کېدل ـ
منصف خان سحاب په کتاب نګارستان کښې وائي:
“خط نسخ په دریمه صدۍ هجرۍ کښې رواج شو ـ په دې اعراب په ۵۰ هجري کښې د حضرت علي رض شاګرد “ابولاسود دوئل” لګولي چې د نقطو په صورت کښې وو ـ د زبر د پاره بره ، زېر د پاره لاندې او د پیش/پېښ د پاره به د تورو/حروفو غاړو/ډډو ته نقطې لګولې شوې ـ د تنوین¹ د پاره به دوه نقطې بره لګېدلې”ـ
خط نسخ ابن مقله شیرازي (ابو علی محمد بن علی حسین بن مقلہ بیضاوی) ایجاد کړے ؤ ـ هغۀ دې نه علاوه خط ثلث، خط توقیع ،خط رقاع، خط محقق، خط ریحان هم ایجاد کړې وو ـ
د ځینې څېړونکو له نظره پښتو د محمود غزنوي په دور کښې خط نسخ ته راوړېدلې ده.
ــــــــــــــــــــــــــ
¹ تنوین:
په اصل کښې یو نون ساکن چې د عربي کلماتو (اسمونو) په اخره کښې وي، وئیلے کیږي ، خو لیکلے کیږي نۀ
ـ
قسمونه
تنوین رفع = دو پیش ـ ُُُ ُ
تنوین نصب= دو زبر ـ ً
تنوین جر= دو زیر ـ ٍ
ـ
رجلُُ ـ رَجُلُن
بناءًـ بناءن ـ وغېره
ـ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.