غزل

ممتاز ارمان

526
چا په جېبونو کې دي ایښي ،چا تندوکې ایښي
د سترگو گاټي ډېرو خلکو دي سيکو کې ایښي
چې دې سينه سينې له ورولې او زړه دې مات کړي
تعجب کوه مه خلکو کاڼي دي سينو کې ایښي
لکه د زوړ دېوال په چاو کې وي طومار د کوډگر
رازونه دغسې نغاړلي اوس جملو کې ایښي
د هغو خلکو چې همدې خلکو په کاڼو ویشتل
اوس انځورونه په رڼو ، رڼو ښيښوکې ایښي
خلک د ټک له غږه دومره وېرېدلي دي چې
اوس یې سازونه دي په خپلو دروازو کې ایښي
ارمان په داسې لېونۍ مينه دی ځان خوړلی
چې ورله زړه او ځيگر دواړه یې کاسو کې ایښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.