خپل شخصيت مو د وينې د ګروپ په هنداره کې وګورئ

856

 خپل شخصيت مو د وينې د ګروپ په هنداره کې وګورئ !

د ارواپوهنې او روغتیا په برخو کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړاو لري . څیړنو ښودلې چې د وینې د یو ډول ګروپ خاوندان په ډیرو صفاتو ، ځانګړو ، خویونو او عاداتو کې ورته والی او مشابهت لري . همدا رنګه څیړونکي وايي چې د وینې هر ګروپ لپاره ځانګړې مناسبې غذاګانې شتون لري ، چې که پاملرنه ورته وشي د انسان په روغتیا او صحت کې مهم رول لوبولی شي .

 په لاندې ډول د وینې ګروپونه په دریوو ③ کټه ګوریو ویشل شوي دي ، او د هرې کټه ګورۍ اړوند شخصیتونو رواني او روغتیايي حالت په لنډه توګه واضحه کیږي :

د ( O + او O – ) ګروپ وینه : د دې ګروپ ( مثبت یا منفي ) وینې درلودونکو کسانو مهم صفتونه سخاوت او قیادت بلل کیږي . تعامل ورسره آسانه او بې تکلفه وي ، په ژوندانه کې نشیط او منظم خلک وي ، په لوړ همت د خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي که څه هم دا کار ورته په هر قیمت تمامیږي . مثبت فکر لري ، د هیچا څخه د مرستې او کومک غوښتنه نه کوي ، هیښوونکي واقعات خوند ورکوي . د دې ډول وینې درلودونکي کسان ډیرې خبرې کوي ، له خپل نظر څخه په ټینګه دفاع کوي . د ثبات او استقامت خاوندان وي او د مشرتوب او قیادت ترڅنګ ګڼ استعدادونو لري . په آسانه یې په خبره ذهن رسیږي ، همیشه د مشرۍ او زعامت غوښتونکي وي ، د درس له ویلو سره ډیره علاقه نه لري خو په درس یې ډیر ژر سر خلاصیږي ، خو له سپورټ او ورزش سره ډیر مینه لري . که څه هم د قوي ارادې خاوندان وي خو د راتلونکي ژوند په اړه ډیر اندیښمن وي . د ظاهري شکل او لباس ښه ساتلو ته تر اندازې زیاته توجه کوي ، د ښایسته غږ او آواز درلودونکي او د نري زړه خاوندان وي ، په ټولو چارو کې همیشه ګذشت ته ترجیح ورکوي ، بدي ژر هیروي او هیچا ته په زړه کې کینه نه ساتي ، آن د مایوسۍ او نا اُمیدۍ په وخت کې يې هم مُوسکا په شونډو غوړیدلي وي . له بلې خوا سرزوري او سركشه خلک وي ، د نورو خلکو د نظر مخالفه نظریه اختیاروي ، ډیر سیالي ګر وي او تنافس خوښوي ، ژر غوصه کیږي ، ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او خلک تر ځان ټیټ بولي ، د نن کار سبا ته ځنډوي او کله کله په ( نن او سبا ) کې ډیر لوی چانسونه له لاسه ورکړي .

روغتیايي حالت : د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان د پیاوړي هاضمې سیسټم خاوندان وي ، د بدن دفاعي ځواک یې قوي وي ، خو د اِلرجي او بندونو د پاړسوپ له ناروغیو سره مخ کیدای شي . غوښې ، کبان / ماهیان ، سبزیجات میوې او پروټین لرونکي خوراکونه د دوی د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي . خو له غنمو ، لبنیاتو ، لوبیا ، کچالو ، ممپلیو څخه باید پرهیز وکړي .

 د ( A + او A – ) ګروپ وینه : د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان ټینګ او کلک شخصیتونه وي ، همیشه په واقعي شیانو باندې ترکیز کوي ، هر شی د عقل په تله کې تلي او د عقل پر اساس هر ګام اوچتوي ، د هر کار عملي نتایجو ته ګوري او اِحساساتي چلند نه کوي ، خو کله کله یې عقل پر عاطفې غالب شي . پیسې ، کټه خرچي ، سفر ، سیاحت او ښه ژوند خوښوي ، ډیر زیات کوښښ کوي چې د خپل ژوندانه وضعیت ورځ تر بلې ښه کړي ، په ژوند کې بانظمه او په مینه کې مخلص وي ، په هر کار کې موازنه او بیلانس ساتي ، نوي ابتکارات کوي . زړه سواند او نرم زړي خلک وي ، یوازې په خپل شاوخوا کسانو باندې مهربانه وي ، په محبت او ازدواجي ژوند کې د ډاډ او اطمنان احساس کوي ، د چلونو او چلینجونو په وړاندې مقابله کوي او شعور او احساسات یې نه متزلزل کيږي . نمیمت او د یو چا خبره بل ته انتقالولو څخه نفرت کوي ، غُصه او واضحه خبره کوي او صریح اقدام کوي . که څه هم د بل چا لپاره قرباني ورکول خوښوي خو د ستونزې پر مهال ځان ګوښه کوي او په هر کار کې د ځان لپاره برتري او اِمتیاز غواړي . له بلې خوا د منفي سوچ درلودونکي شخص وی ، سرکشي کوي ، ګوښه توب او یوازیتوب خوښوي ، د سُستۍ او تنبلۍ خوا ته میلان لري ، په ځان پوره باور نه لري ، د خجالت او شرم له وجې د ځینو کارونو جرائت نه کوي او د یوازیتوب په وخت کې آسانه ژړا ورځي .

 روغتیايي حالت : د هاضمې سیسټم یې ډیر حساس وي ، د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری دی . د کولیسټرول ، سرطاني ناروغیو ، کم خونۍ ، روماتیزم او شکر ناروغیو له ګواښ سره مخ کیدای شي . سبزیجات ، میوه جات ، غله ، سپینه غوښه ( وازده ) ، د چرګانو سینه ، کبان یې د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي ، او له سرې غوښې ، لبنیاتو ، شین مرچ ، لوبیا ، کچالو ، رومي بانجان ، کیلې او غنمو څخه یې پرهیز یې د روغتیا لپاره ګټور دی .

 د ( B+ او glasses emoticon ګروپ وینه : د دې وینې خاوندان په نوښتګرو او مبتکرو شخصیتونو پیژند کیږي ، په هر کار کې خپلواکي او استقلال غواړي ، هیڅکله دا نه خوښوي چې څوک پرې انتقاد وکړي ، په ځان باندې د ویاړ او افتخار احساس لري ، په ډیر لوړ همت د مقصد د ترلاسه کولو کوښښ کوي ، خو د ځان لپاره مشرتوب او زعامت نه خوښوي . د دې وینې درلودونکي کسان رومانتیک ( مینه ناک ) ، عاطفي او نرم مزاج لري ، زیاتې خو ساده او بسیطې هیلې او امیدونه لري . کله ناکله د بل چا نظر ته اهمیت نه ورکوي او د بل چا په نظر اعتماد نه کوي ، ځکه خو بعضي وخت په وچ مزاج او عدم اطاعت تورنیږي . د ځمکنیو واقعیتونو سره ټکر کوي چې له کبله یې کله ناکله د خفګان او تشویشونو ښکار ګرځوي . ځیرک ، نوښتګر او مبتکر شخص وي ، د هر ډول وضعیت سره په آسانۍ عیاریدلی شي ، نوې تجربې خوښوي ، غواړي چې د نورو په نسبت بدل وي او په بدله طریقه خپل نظر څرګند کړي . راښکونکی ( جذاب ) شخصیت لري ، د خلکو پام یې پر لور وراوړي ، د غلي او خاموش مزاج څښتن وي ، کار په دقت سرته رسوي ، په خپل ځانګړي اسلوب او خاص میتود د کارونو ترسره کول خوښوي او همیشه هیښوونکې فیصلې کوي . فکر او سوچ کول خوښوي ، او هغه کار یې خوښیږي چې د سوچ او تفکر ګنجایش په کې وي ، څوک یې د عکس العمل تخمین او اټکل نه شي کولی او ډیر وخت یوناڅاپي عکس العمل ښیي . له بلې خوا حساس طبعیت لري ، جنجالي سړی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.