افغانستان کې د پاسپورتونو کمښت

504

افغانستان کې د پاسپورتونو کمښت؛ ط.. البان یې لیتوانیايي شرکت سره د چاپولو خبرې کوي.

افغانستان کې د ط.. البانو حکومت چارواکي له یوه لیتوانیايي شرکت سره افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورتونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي.

د ط.. البانو حکومت کې د پاسپورت لوی ریاست ویاند “شفیع الله تسـ.ـل” بي بي سي ته ویلي، له دې شاوخوا نیمايي پاسپورتونه وار له مخه چاپ شوي، خو د نورو چاپ دمګړۍ د ځینو ستونزو له کبله درېدلی دی.

هغه د دغو ستونزو د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. ط.. البان وايي، د افغانستان مخکېني دولت هم د لیتوانیا له یاد شرکت د پاسپورتونو د چاپ یو قرارداد درلود.

د ښاغلي تسل په وینا تر اوسه افغانستان ته د دغو پاسپورتونو د لېږدېدو وخت او څرنګوالی هم مالوم نه دی او هڅې روانې دي چې دا ټولې ستونزې ژر حل شي.

د ط.. البانو حکومت د پاسپورت ریاست ویاند وايي دا پاسپورتونو به په پخوانۍ بڼه او”د افغانستان اسلامـ.ي جمهوریت” له نښان سره چاپېږي.

افغانستان کې د مخکېني حکومت د ړنګېدو په درشل کې او تر هغې راوروسته د لسګونو زره کسانو لخوا له هېواده وتلو لپاره د پاسپورتونو ترلاسه کولو غوښتنې ډېرې شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.