د سورة الکوثر عددي معجزه

1,129

د سورة الکوثر عددي معجزه لس 10

_ الکوثر د قرانکریم تر ټولو کوچنی سورت دی،چې په دې سورت کې د کلمو شمېر 10 دی.

_ که څه هم قرآن کریم پخپله یوه معجزه ده، خو د سورة الکوثر لومړی آیت 10 حروف لري، دویم آیت یې هم 10 حروف لري او دریم آیت یې هم 10 حروف لري.

_ هغه حرف چې په دې ټول سورت کې په مکرر ډول ذکر شوی، د “الف” حرف دی چې 10 ځله راغلی.

_ د هغه حروفو شمیر چې په دې سورت کې یوازې یو ځل راغلي 10 حروف یا توري دي.

_ د دې سورت ټول دری واړه آيتونه په “ر” (راء) سره پای ته رسېږي، چې په حروفِ هجا کې لسم حروف دی.

_ د قرآن کریم هغه سورتونه چې په “ر” سره پای ته رسېږي، شمېر یې 10 دی، چې سورت الکوثر یې وروستی سورت دی.

_ په سورت الکوثر کې د لسمې شمیرې حقیقت دا دی، چې دا د “ذی الحجې” د میاشتې لسمه ورځ ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:

“فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ”

ژباړه: “نو تۀ د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه.”

دا په حقیقت کې د قربانۍ ورځ ده

د الله جل جلاله د شان دا هر څه… د قرانکریم په تر ټولو کوچني سورت (الکوثر) کې راغلي دي، چې ټول یوه کرښه دی.
د لویو سورتونو په اړه به یې تاسي څه فکر کوئ.

نو ځکه الله جل جلاله فرمايي:

“که چیرته تاسي په هغه (قرآن) کې څه شک لرئ، چې ما په خپل بنده نازل کړی دی، نو یوازې یو سورت د هغه په ​​څیر راوړئ.”

الله تعالی دې زموږ او تاسي ټولو د حوضِ کوثر برکتي اوبه نصیب کړي، چې له هغې وروسته هېڅ تنده احساس نه کړو.

د سورة الکوثر متن او پښتو ژباړه:

إِنَّآ أَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ [1]
[اې پېغمبره (ص)!] بېشكه موږ تا ته كوثر درکړی دى.

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ [2]
نو ته د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه.

إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ [3]
ستا هماغه دُښمن په خپله بې سټي دى (د هر خیر څخه پرې کړل شوی دی)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.