ملګري ملتونه: ایمن الظواهري د طالبانو له مشر سره خپل بیعت تازه کړی

542

ملګري ملتونه: ایمن الظواهري د طالبانو له مشر سره خپل بیعت تازه کړی

ملګري ملتونه وايي القاعده له طالبانو سره ټينګې اړیکي لري او مشر یې ايمن الظواهري د طالبانو له مشر سره بیعت تازه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمېټې په خپل دې رپوټ کې ټېنګار کړی چې د القاعده مشر د افغانستان په ختیځو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه اوسېږي او نور مشران یې هم افغانستان کې دي.

ملګري ملتونه وايي القاعده افغانستان کې وروستي بدلون او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته خوشاله ده، له طالبانو سره “ټېنګ اړیکي پالي” او په سیمه او افغانستان کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند د بندیز د څار کمیټې په خپل رپوټ کې ویلي د القاعده مهم مشران او ورسره د نورو تړلو ډلو لکه هند ټاپووزمه کې د القاعده ډلګۍ مشران افغانستان کې دي.

رپوټ زیاتوي القاعده د طالبانو بریا لمانځلې وه، مشر یې ایمن الظواهري د طالبانو مشر امیر المؤمنین بللی وو، او دا بریا یې د نویو کسانو او مالي مرستې د جذب لپاره کارولې او دې بریا د نړۍ لر او بر کې د القاعده اړوند ډلې لا نورې هڅولې دي.

د طالبانو مشر، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې نه دی، ویل کېږي په کندهار کې اوسېږي. خو تر اوسه په رسنیو کې نه دی راڅرګند شوی او په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د مشر له ټاکل کېدو راهیسې يې یوازې یو عکس خپور شوی دی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي، معلومات ښيي چې د القاعده مشر ایمن الظواهري له زابل تر کونړ پورې سیمو کې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه اوسېږي.

رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې د دې ډلې د قوماندان ابو اخلاص المصري په ازادېدو ښايي کونړ کې القاعده بیا فعاله شي.

ملګري ملتونه وايي د یوه غړي هېواد له خوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره المصری چې په ۲۰۱۰ کال کې له نیول کېدو وړاندې کونړ کې فعال وو، له زندانه خوشې شو.

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن ۱۱ کاله وړاندې د مې دویمې په شپه امریکایي ځواکونو د پاکستان اېبټ اباد کې په نښه کړ او په همدې ورځ د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه د وژل کېدو اعلان وکړ.

د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته د القاعده د ځینو اړونده کسانو ستنېدلو ته هم اشاره شوې، دې لړ کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیتي مسؤول امین الحق یادونه شوې چې تېره اګست میاشت کې د رسنیو د رپوټونو له مخې افغانستان ته ستون شو.

خو رپوټ وايي معلومات ښيي چې د القاعده ځینې نور غړي اوس د کابل ښار په دپلوماتیکه سیمه وزیر اکبرخان کې اوسېږي.

خو له کابله د باندې په نورو سیمو کې د دې ډلې د شتون په اړه ویل شوي چې د دې ډلې غړي د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې چې له پخوا يي په کې مرکزونه وو اوسېږي.

افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر له نژدې دوه سوو تر ۴۰۰ ښودل شوی او اټکل شوی چې د بنګله دیش، هند، میانمار او پاکستان وګړي په کې شامل دي. غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیکا او زابل ولایتونه د دوی د فعالیت سیمې ښودل شوې دي.

رپوټ زیاتوي چې د دې بهرنیو وسله والو مشري د القاعده پخوانی ویاند اسامه محمد، او مرستیال یې عاطف یحیی غوري کوي.

ملګري ملتونه وايي د القاعده ډلې غړي ځان نه ښيي او له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د کوم برید مسؤولیت نه دی منلی، خو د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد یې بریدونو کې برخه لرله.

رپوټ زیاتوي اوس د القاعده ډلې رول یوازې د مشورې ورکولو په کچه کې دی، خو د خپلو موخو لپاره په خلاص مټ کار کوي. په دې موخو کې د نویو کسانو جذب، روزنې او مالي مرستې تر لاسه کولو ته اشاره شوې ده. خو وايي له افغانستانه بهر بریدونو ته زړه نه ښه کوي ځکه داسې څه نه کوي چې طالبانو ته ستونزې رامنځته کړي.

هڅه مو وکړه چې د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو تر دې مهاله د هغوی غبرګون تر لاسه نه شو.

دا لومړی ځل نه دی چې پر طالبانو تور لګول کېږي چې له القاعده سره اړیکي پالي او هغه ژمنه یې نه ده عملي کړي چې د دوحې تړون کې يې کړې ده.

د تېرکال په لومړی او نیمايي کې امریکا او بیا ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعده ډلې د تړاو خبره کړې وه، خو طالبانو هغه مهال او له واک ته رسېدو وروسته دا تورونه په کلکه رد کړي دي او ټينګار یې کړی چې القاعده افغانستان کې حضور نه لري.

د تېر کال جون میاشت کې طالبانو د ملګرو ملتونو یوه راپور ته په غبرګون کې ویلي وو چې له القاعده سره د تړاو خبره دوښمنې کړۍ کوي او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ رپوټ جوړ شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.