د پښتو ژبې نړیواله ورځ مو مبارک

1,066

وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

د پښتو ژبې نړیواله ورځ دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي، چې  ملي او پښتني احساس لري ؛پښتو وایي، پښتو لیکي، پښتو کوي او پښتو پالي.

  ژبه هویت دی او دا ښيي، چې غږېدونکی (ویاند) یې په یوې ټاکلې ټولنې پورې اړه لري. ژبه د فرهنګ لېږدونکې او د فرهنګي کود هنداره ده. ژبه د فرهنګ زېرمتون او خزانه ده. ژبه په وییو(کلماتو)، ګرامر، اصطلاحاتو، متلونو، وراشو، په ادبي او پوهنیزو ادبیاتو کې په لیکلي او غږیږه بڼه فرهنګي ارزښتونه ساتي. په ژبه کې د ولس احساسات، ذهنیت، ملي کرکټر، د ژوند بڼه، دودونه، عادتونه، اخلاق، د ارزښتونو سیستم، د چال چلند بڼه او نړۍ لید منعکس کېږي. د خپلې ژبې په زده کولو سره سړی خپل شخصیت جوړوي او ټول هغه څه خپلوي چې په ژبه کې منعکس کېږي.

پښتو تۀ بنیادي کار کول پکار دي، نه یوازې تمثیلي مبارکۍ. ښوونځيو کې باید پر زدۀکوونکو او ښوونکو د کرۀ پښتو لیکلو، ویلو، او دودولو ټينگار وشي. دلته تر ټوله عادي او آسانه ژبه پۀ ښوونځیو کې پښتو بلل کېږي. حال دا چې، پښتو تر ټولو سخته؛ خو خوندوره ژبه ده. راځئ! ژمنه وکړو، که مو د پښتو یوه کلمه هم زده وي، سر له نننه یې عامه او دود کړو، او هېڅ یې په هېڅ ځای کې په ویلو / کارولو ونۀشرمېږو

پښتو ژبه لږ تر لږه 60 مليونه ويونکي لري او د نړۍ له 7000 څخه زياتو ژونديو ژبو څخه په تر ټولو زيات ويونکي لرونکو لومړيو 30 ژبو کي راځي. په پښتو ژبه تر 40 زرو څخه زياتو لیکوالانو تر 50 زرو څخه زيات کتابونه ليکلی دي. راشئ چې پښتو عامه کړو، له پښتو او پښتنو د کرکې پر ځای پښتو د مینې ژبه وګرځو.

‏حالات که راته نه پریږدي په زړونو کې پښتو

زموږه خو بهیږي په رګـــــــــــــونو کې پښتو

د پښتو ژبې ورځ دې ټولو پښتنو ته نېکمرغه وي

پښتو لیکو

پښتو وایو

پښتو پالو

په پښتونوالۍ ویاړو

د دعوت رسنیز مرکز اداره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.