اېرېتمیا څه ته وایي؟

949

د زړه بې نظمي ده او په هغه نرخ باندې اغیز کوي په کوم کې چې زړه دربیږي یا د زړه ضربان ترسره کیږي. کوم څه چې د زړه ضربان هدایت کوي او تنظیموي فعالیت کې یې ستونزې رامنځته کېدو ته اېرېتمیا (arrhythmia) وایي.

اېرېتمیا په زړه کې د

– تېز ضربان لامل کیږي (tachycardia)

– په زړه کې د ورو ضربان لامل کیږي (bradycardia)

– د ضربان له وخته مخکې د ډبېدو لامل کیږي (premature contraction)

– د زړه په ضربان کې د نامظمې ډبیدا لامل کیږي (fibrillation)

په زړه کې د ضربان بدلون ممکن احساس شي او یا هم احساس نشي. ممکن انسان ته زیان اړونکی حالت نه وي خو ځینې وخت ستونزې پیدا کوونکی حالت هم دی. که چېرې بدن ته د وینې په رسولو کې مداخله وکړي نو مغز، سږو، زړه او نورو غړو ته زیان اړولی شي. که چېرې یې درملنه ونشي د انسان ژوند هم ګواښلی شي.

اېرېتمیا ته (dysrhythmia) نوم هم اخلي خو کمه اندازه د دواړو تر منځ طبي توپیر شته مګر دواړه د زړه نا منظم ضربان ته کاریږي.

د اېرېتمیا ډولونه

اېرېتمیا د درې فکتورونه له مخې په کټګوریو ویشل شوی :

– نرخ، زړه تېز ډبیږي او که ورو

– سرچینه، په (ventricles) کې دی او که (atria) کې

– تناوب یا دوامداره کېدنه

په مناسبه توګه ډبیدونکي زړه کې، د زړه په داخل کې بریښنایي نبض یا ټکان ځانګړې لارې تعقیبوي. دا سګنالونه د زړه د عضلو فعالیت همغږی کوي او په دې چارې وینې ته اجازه ورکوي چې د زړه داخل او له زړه بهر پمپ شي. په دې نبض یا ټکان کې هر ډول بې نظمي د زړه د غیرې عادي یا غیرې نورمال ضربان لامل کیږي. غیرې عادي ضربان یا اېرېتمیا ممکن د زړه په لاندې جوفونو (ventricles) کې وي، ممکن د زړه پاسه جوفونو (atria) کې وي.

د زړه اېرېتمیا کټګورۍ : په (bradycardia) کې د ضربان نرخ ورو وي، په (tachycardia) کې د زړه د ضربان نرخ تېز وي، همداسې (ventricular arrhythmia) کې په (ventricles) برخه کې پیل کیږي، په (supraventricular arrhythmia) کې د (ventricles) برخې له پاسه پیل کیږي، په (premature heartbeat) کې زړه اضافي ضربان لري.

Bradycardia

د زړه ضربان په یوه دقیقه کې تر ۶۰ پورې کم وي. کوم روغتیاي حالتونه چې د زړه ضربان ورو کوي (heart block and sick sinus syndrome) دي. (Sinus arrhythmia) د یو ډول (sick sinus syndrome) دی، د سینوس له زخې سره تړاو لرونکې د ناروغیو ټولګه ده. په انسان کې دا روغتیایي حالت مورزادي وي او یا د بل روغتیايي حالت پایله وي لکه د (congenital heart disease or sleep apnea) ناروغیو پایله.

Tachycardias

په دې کې د زړه ضربان په یوه دقیقه کې تر ۱۰۰ ځلې زیات وي. او ممکن د دې لامل شي چې د زړه لاندې جوفونه په کافي او اړتیا سره برابرې وینې باندې ډک نشي تر څو مو بدن ته کافي وینه ولیږدول شي. که چېرې دا حالت څو دقیقې دوام وکړي ممکن تاسې کومې درملنې ته اړتیا ونلری خو که چېرې تر ۳۰ دقیقو زیاته ادامه پیدا کړي او یا هم په سینه کې درد ورسره مل وي باید ناروغ د روغتون ایمرجنسي ته یوړل شي.

Ventricular arrhythmias

د زړه په لاندې جوفونو کې پیل کیږي. څلور ډولونه (ventricular tachycardia, ventricular fibrillation, premature ventricular beats and Torsades de Pointes) لري. د (premature ventricular beats) ډول کې د زړه په لاندې جوفونو کې اضافي ضربان وي، د (Torsades de Pointes) ډول د (ventricular tachycardia) ځانګړی ډول دی کم وخت پېښېدونکی دی خو د ژوند ګواښونکی حالت دی. که چېرې یو کس نورې روغتیا ستونزې لري د هر حالت درملنه یې ایمرجنسي ده.

Ventricular tachycardia

په هغو کسانو کې رامنځته کیږي چې د زړه ناروغۍ لري لکه د زړه حمله یا هم (coronary artery disease). خو د نورمال جوړښت لرونکي زړه کې هم رامنځته کیدای شي، د زړه په لاندې جوفونو کې تر ۱۰۰ زیات د ضربان لامل کیږي. که چېرې له څو ثانیو زیاته ادامه پیدا کړي انسان کې نورې روغتیایي ستونزې پیدا کولای شي.

Ventricular fibrillation

په انسان کې نا څاپه، تېز، غیرې منظم د زړه ضربان پیدا کوي. د پیدا کېدو لامل یې ځینې وخت د زړه حمله وي. په زړه کې لړزه پیدا کوي.

Supraventricular arrhythmias, or atrial arrhythmias

ډولونه یې لاندې یاد شوي :

atrial fibrillation

atrial flutter

atrial tachycardia

atrioventricular nodal reentrant tachycardia (AVNRT)

atrioventricular reeentrant tachycardia

supraventricular tachycardia

paroxysmal supraventricular tachycardia (PSVT)

Wolff-Parkinson-White syndrome

Atrial fibrillation

د زړه پاسه جوفونه په یوه دقیقه کې تر ۴۰۰ ځلې زیات ضربان پیدا کوي، سرعت یې زیات وي او له همدې امله عضلې کافي غونډېدنه یا انقباض نشي کولی، د راغونډېدو او انقباض په ځای لړزه کوي. د زړه د لاندې جوفونو د ضربان نرخ هم ورسره زیاتیږي. ډېری وخت له ۶۵ کلنۍ وروسته پېښېدونکی حالت دی خو که چېرې بې درملنې پاتې شي د سکتې لامل کیدای شي.

Atrial flutter

په دې کې د زړه ضربان منظم وي او ممکن علایم یې احساس نشي. ډېری وخت د زړه له عملیات وروسته په لمړۍ اونۍ کې پیدا کیدای شي. که چېرې یې درملنه ونشي د ژوند ګواښونکی حالت دی.

Premature heartbeat

که چېرې د زړه ناروغ وي نو دا حالت اېرېتمیا پکې پیدا کولای شي. دې حالت کې انسان داسې احساس کوي لکه چې زړه یې له یو ځل ډبېدو تېر شوی وي. د نورمال جوړښت لرونکی زړه که چېرې ژر دوه ځلې وډبیږي نو له یو ځل ډبېدو تېریږي.

نښې او علایم

عام علایم یې :

– داسې احساس لرل لکه چې زړه یو ځل ونه ډبېده

– په غاړه او سینه کې لړزې ته ورته احساس

– د زړه تېز ضربان

– ورور د زړه نا منظم ضربان

– په سینه کې درد

– په ساه اخیستنه کې ستونزه

– نا منظم نبض

– کمزورتیا

– سر ګرزېدل

– بې هوښه کېدل یا د بې هوښه کېدو احساس لرل

– ستړیا

– خوله

– د وینې ټیټ فشار

لاملونه

د اېرېتمیا لاملونه ممکن جنتیکي وي، ممکن فزیکي او یا احساساتي روغتیا سره تړاو ولري، ځینې وخت یې لاملونه نا مالوم وي. په ځینې کسانو کې یې انتیبیتویک او نور درمل لامل وي، په ځینې خلکو کې د لوړ فشار، ډېپرېشن، حساسیت او زکام لپاره درمل اېرېتمیا پیدا کولای شي. که چېرې د وینې په بهېدنه کې او یا د زړه په فزیکي جوړښت کې تغیر رامنځته شي هم د اېرېتمیا پیدا کېدو لامل کیږي. کوم خلک چې په تایرویډ کې ستونزه لري، بدن کې یې اوبه کمې شي، وینه یې کمه وي، ایلیکټرولیټ کې یې توازن نه وي هم د اېرېتمیا لامل کیدای شي.

تشخیص

د تشخیص لپاره ډاکټر د کورنۍ د روغتیایي مخینې په اړه پوښتنې کوي، فزیکي ازموینه کوي د (electrocardiogram) په شمول ځینې ازموینې کوي، همداسې په پرمختللو هیوادونو کې ناروغ ته د ( Holter monitor) په نوم اله ورکول کیږي کومه چې کور او کار ځای کې اغوستلی شي. له دې پرته ممکن ډاکټر د سینې اېکس رې او (echocardiogram) سپارښتنه وکړي تر څو د زړه شکل او اندازه وګوري، د زړه په داخل کې د وینې جریان وګوري.

 درملنه

اېرېتمیا ځینې وخت کومې ځانګړې درملنې ته اړتیا نلري خو دا اړینه ده چې طبي یې ارزونه یې وشي. ډاکټر یې له ارزونې وروسته په دې پوهېدای شي چې اېرېتمیا تاسې کې کومه جدي روغتیایي ستونزه پیدا کولای شي او که نه ؟

که یو کس اېرېتمیا ولري نو دا اړینه ده چې خپل خواړه سالم کړي، بدن کې د کولسټرولو کچه کنټرول کړي او هره ورځ تر ۶۰ دقیقو پورې سپورت وکړي.

که چېرې اېرېتمیا تاسې کې د ژوند ګواښونکې ناروغۍ لامل کیږي نو ډاکټر یې د مخنیوي لپاره ممکن تاسې ته لاندې درملو کې یو نسخه کړي :

په خپلسر درمل خوړل روغتیا ځپلی او ژوند ګواښلی شي

Calcium channel blockers

Beta-blockers

Antiarrhythmic drugs

Anticoagulants

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.