پښتو ژبې تاریخ ته لنډه کتنه

شرف عمرخېل

1,868

لكه څرنګه چې پښتانه ډېر پخوانى او زوړ تاريخ لري نو ددوي ژبه هم ډير زوړ تاريخ لري ، لنډه داچې پښتو ژبه له سانسګريد او اوستا ژبو سره خورولي لري اوس هغه ژبي له منځه تللي او يواځې همدا پښتو ژبه تر اوسه پاتې ده .

دنړۍ پوهانو همدا پورتنۍ خبره ثابته كړيده ،چې پښتو هغه ژبه ده چې (۲۸۰۰) كلن تاريخ لري ځكه چې په پښتو ژبه كې ډېر لغاتونه شته چې هغه په سانسيګريد او اوستا ژبو كې هم موجود دي لكه دا لغاتو نه :(ځمكه، سپين، انګار ،اوداسي نور)

(ځمكي ) ته په سانسيګريدژبه كې (جماكا) او (سپين) ته (سپن) او (انګار) ته (انګارا) وايې ، نوله دې كبله دنړۍ ټولو پوهانو لكه :ډارمسټټر ، مسټر ډاروين ، توركیني او داسې نورو اروپايي ، يوناني ،روسي اودخپل هيواد پوهانو وروسته دلغاتو له مقايسې څخه دا منلې ده چې پښتو ژبه له سانسيګريد او اوستا ژبو سره چې د آريايانو ژبي شميرل كيدي په يو قطار كې وه او د اريايانو د (پښت قبیلې) ژبه وه . په مرور دزمان ددغي ژبي لهجه همدا اوسنۍ پښتو ته رارسېدلې ده .

په ۱۳۴۳ هجري كال په اساسی قانون كې پښتو ژبه د هيواد ملي او رسمي ژبې په نامه وپېژندل شوي. له همدې كال راپه دېخوا پښتو ژبه ورو ورو د ودې او پرمختك په لوري روانه شوه، پښتو ټولنه جوړه شوه،پښتو پوهانو پښتو ليكنې پيل كړې،ګڼ شمېر كتابونه او ورځپاڼې چاپ ته ورسول شوې، په ښوونځيو كې يې درس پيل شواو اكاډميك ارزښتونه ورپه برخه شو، اوس فعلا د هیواد لومړۍ رسمي ژبه پښتو او دویمه رسمي ژبه دري ده.

پښتو د نړۍ له هغه پنځوس ژبو څخه یوه ژبه ده چې ادبیات یې ډیرقوي او بډای دي،او بل داچې پښتو د صوبه سند له غاړو څخه نيولې تر دآمو سنده پورې خواره واره پراته (۵۰۰۰۰۰۰۰) پنځوس ميلونو څخه زیات پښتانه پرې خبرې كوي.

کندز/افغانستان 21-02-2021

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.