پښتو ژبه / د اباسین جګړ لیکنه

0 2,848
د پښتو سره ستر خیانت زموږ د شاهانو له دورې پیلیږې، نن ما د جنبش صیب له پاڼې ولوستل چې د سراج اخبار ټولې ګڼې ژباړل شوي او چاپ ته چمتو دي، دا ورځپاڼه زما په اند چې زموږ د ویاړلې شاه امان الله خان په دور کې خپریده، چې له اوومه پوښته پښتون تېر شوي او نن ئې موږ د هغه د دور روځپاڼو ژباړولو ته اړیستېلو.
د ظاهر شاه بابا دربارې ژبه هم دری وه او لور ئې لا تر اوسه هم په پښتو خبرې نشې کولائ.
زموږ د تاریخ بل ویاړلې مشر او د جمهورې نظام بنسټ ایښودونکې سردار داود خان خپلې ویناوې چې موږ ورته اوس لاس رسې لرو تل په دري ژبه کړئ.
دری ژبه زموږ د هیواد بله خوږ ژبه ده خو دلته بحث پر پښتو ژبه دي ځکه به ډیر ژور بحث کوو، نه دا چې خداي مه کړه زه ورسره کینه لرم.
ژبه هغه وخت پیاوړې کیږې چې څیړونکې ولري، تحقیق پرې وشې، لاس ته راوړنې ولري، اختراع ګانې وکړي او اختراع ته په همغه ژبه نوم ورکرئ. تر څو چې دا لاسته راوړنې ونلرو نو ژبه په ویولو تر ویولو تر حده محدوده پاتې وي او کله هم نړیوالې کېدالې نشې.
اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره زموږ داسې کومه موکه نه ګورو چې په هیواد کې مو مسلکې اختراګانې وکړو، د سرطان لپاره درمل ومومو، د عصبې ناروغانو د تداوې درمل ومومو، سپوږمې ته لاره پرانیځو او داسئ نور…. نو پښتو به د ویلو تر کچه محدوده وي.
لنډه  دا چې، اوسمهال د ژبې له لاسه په زرګونو مسلکې کدرونه نن د ښار په کوڅو کې لاسې کارونه کوي، دولت ئې د استخدام وسه نلرې او د هیواده بهر ئې مسلک تر ژبې محدود دي.
 هند، فلیپین، تایلند، بنګلدیش، سویلې افریقا او ګڼ شمیر نور هیوادونه چې خپل هیواد کې د کارونو محدویتونه لری ټولې نړې ته کدرونه لیږدي چې له لامله ئې پخپل هیواد کې کورنې هوسأ ژوند تیروي او راتلونکې نسل ئې لا پیاوړې روزل کیږې.
زموږ هیواد له کدرونو ډک دی، او ټول کدرونه چې په هیواد کې دی لالهانده او په تش نس یوه وکیل صیب او بل وکیل صیب پسې ګرڅې تر څو یو کار ومومې چې وکیل صیب هم د جیب مصرف غواړې او خوارکې ډاکټر صیب، اینجینر صیب  او ورته نور کدرونه دا وس نلرې او ژوند ورته تنور ګرځیدلې دی.
بهر میشتې کدرونه هم په نره په غیر مسلکې کارونو اخته. د دې ټول لامل دا ندې چې هغوې پوهه نلري، بلکې زمونږ ډاکټر د هندې ډاکټر نه پیاوړې دی خو ژبه نلرې او پوهه او مسلک  ئې تر دری او پښتو محدوده دي.
  زما وړاندیز هیوادوالو ته دا دي چې له دولته د مسلکې زده کړو بهیر په انګریزې ژبه وغواړې، او د پښتو او دري د ژبو  په شکل تدریس کول لا نور هم پیاوړې کیږې. نو دوه ګټې به وکړو، لومړې خو به له دي لانجو خلاص شو چې ولې په دري ندې او ولې په پښتو! دویمه دا چې دا تربیه شوي کدرونه به نړیوالې تجربې لاس ته راوړې، د هیواد اقتصاد به پیاوړې کړی او لږ تر لږه به د خپلې کورنې راتلونکې نسل په سالمه توګه وروزې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply