د نورستان په ځنګلونو کې اور لګیدنه

جلال الدین ناصري

580

د نورستان په ځنګلونو کې اور لګیدنه او د چاپیریال  نړیواله ورځ (۵) جون.

لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده  نورستان ولایت د افغانستان له هغه ولایاتو  څخه شمیرل کیږي چې د طبیعي منابعو له اړخ څخه غني ولایت ده.

همدارنګه د نورستان ځنګلونه د وحشي ژوو او الووتنکو لپاره د هیواد او منطقي په کچه  خورا ارزښت لرونکي منطقه ده. چې د پورتنی دلایلو او لسګونو نورو دلایلو په نظر کي نیول سره د نورستان طبیعي ځنګلو د چاپیریال له اړخ خورا  اهمیت لري. چې د پورتنیو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په کور دننه او بهرنیو متخصصینو له ډیر پخوا څخه د نورستان د ځنګلونه د ساتلو په موخه په متواتره توګه تخنیکي کړنې ترسره کړي دي. چئ ددغو کړونو په پایله کي دري کاله مخکي د جون پر پنځمه نیټه د نورستان ځنګلونه د هیواد د ملي پارک په نوم رسماْ اعلان شو.

دا چې ملي پارک یوه هیواد ته د طبیعی منابعو د ساتلو، اقتصادي  او کلتوري ودې لپاره څومره ارزښت لري دا یو بیل بحث ده خو د نورستان د ملي پارک اعلان سره سم هیوادوالو ولولې جوړې کړې او نورستان د ملي پارک لیدو ته ډلې دلې تلل او همدارنګه نړیوالي ټولنی د همدي  ملي  پارک د ښه مدیریت لپاره د پیسو شنه څراغونه وښودل.

له بلی خوا  د جون پر پنځمه نیټه د چاپیریال نړیواله ورځ په ټوله نړي کي هر کال د یو  لړ مراسمو په لاره اچولو سره دا ورڅ لمانځل کیږي. پر دغه ورځ هر هیواد خپل چاپیریالیزي ستونزي په ګوته کوي، چاپیریالیز پلانونه ترتیب کوي او نړیوالې ټولني باندې د خپل ستونزو د حل لپاره غږ کوي.

په ورستیو کلنو کې په ټوله نړې کي د اقلیم بدلون، د تنوع حیات له لاسه ورکول، د ځنګلونو تخریب او وچکالي د بحث  مهمه اجندا ده. پرمخ تللي هیوادونه ورسته پاتې هیوادونه سره په مختلفو ډولونو مرستې کوي او یا د ورسته پاتي هیوادونو حق ادا کوي.

بدبختانه ښکلي نورستان د هیواد تاریخي دښمن پاکستان سره کډه پوله لري او ددی دښمن څخه زمونږ ځنګلونه هم په امان کي ندي. روان اورلګیدنه مطلق دد همدی تاریخی دښمن استخبارتی لوبه ده چي پر دۍ سره غواړي د نړۍ څخه امتیاز لاس ته راوړي.

دا ګاونډی هیواد زمونږ په تباهي کي خپله ګټه لټوي او د چاپیریال د نړیوالې ورځ په مناسب په نړۍ غږ  کوي، چې موږ هم تر خطر لاندي یو. نن که په نورستان کې ددوی په وینا طبیعي اورلیګدلې ده سبا د تور پنجاب په ځنګلونو اورلګیږي. نو په داسي چل او نیرنګ په نړیوال ستیچ کې ځانته لابې کوي.

مهمه خبره دا ده چې ۲۰۲۲م  کال کې به نړۍ د ۱۴ مهیمو نړیوالو ناستو شاهده وي، چې ټوله اجندا به یې همدا د چاپیریال پر مسایلو وي. او پدي مجالسو کي به تور پنجاب ته ښه زمینه وي چې خپل امتیاز واخلي. ددې لپاره چې پدې مجالسو که د افغانستان څوکۍ خالي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.