عمران خان: که پاکستان پوځ او استخبارات سمې پرېکړې ونه کړي، پوځ به له منځه لاړ شي او پاکستان به درې ټوټې شي

517

دعوت میډیا ۲۴ ( پنجشنبه/۱۲جوزا/۱۴۰۱): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي که واکمنان سمې پرېکړې ونه کړي، نو پوځ به له منځه ولاړ او پاکستان به درې ټوټې شي.

هغه دا څرګندونې د (نجي) په نامه له یوه پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې کړې، چې تیره شپه خپره شوې ده.

عمران خان دوه میاشتې مخکې له واکه لرې شوی، د پاکستان د دولت او حکومت پر ضد پراخه لاریونونه پیل کړي او تندې څرګندونې کوي.

عمران خان په دغه تازه مرکه کې د پاکستان پر اسټبلیشمنټ (پوځ او استخبارات) کلکې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې که دوی سمې پرېکړې ونه کړي، نو پاکستان به درې ټوټې، پوځ او اټومي بم به له منځه ولاړ شي.

هغه د شهباز شریف پر نوي حکومت نیوکه وکړه، چې دهغه راتګ سره د پاکستان اقتصاد د زوال په لوري روان دی، د پاکستانیو کلدارو ارزښت ورځ تر بلې غورځیږي او هېواد یې له اقتصادي سقوط سره مخ دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په ډاګه کړې، که چیرې پاکستان اقتصادي سقوط وکړي، نو تر ټولو مخکې به پوځ له منځه ولاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.