د خبرو اترو لس (۱۰) اړین مهارتونه

لیکوال: ویکټور نګ ژباړه: شاهین

938

د خبرو اترو لس (۱۰) اړین مهارتونه، چې هیڅ چیرته ته مو نه دې لوستي.

۱ـ خواخوږي اوسئ.

روزلټ وايي، خلک ددې په کیسه کې نه دي، چې تاسې د هغه په اړه څومره پوهیږئ؛ بلکې مهمه ورته داده، چې تاسې د هغه څومره خیال ساتئ

خواخوږي له موږ څخه مکمل انسانان جوړي. موږ باید د نورو احساسات درک کړو او د هغوې مطابق چلند وکړو.

کله چې څوک د خپلې ستونزې په اړه خبرې کوي، غوږ ورته ونیسئ او ستونزې ته د هغه له نظره وګورئ. خپل قضاوت څنګ ته پریږدئ.

په ستونزه کې راګیر کس ته په دقت غوږ ونیسئ. تشویق يې کړئ. که په وس مو پوره وه، د مرستې وړاندیز ورته وکړئ. مهربانه اوسئ.

۲ـ شخړې هوارې کړئ.

د افرادو ترمینځ شخړه او عدم توافق د ضعیفې مفاهمې له امله رامینځ ته کیږي. ددې لپاره چې د خبرو اترو پر مهال په جنجال وا نه وړو، بهتره ده، چې د خپلو خبرو سره پام وکړو.

د شخړې او جنجال پر مهال ځواب ووایئ، خو متقابل عمل مه کوئ. کله چې تاسې د یو خشن حالت په وړاندې غبرګون ښيئ، تاسې په لوې لاس خپل احساسات پاروئ.

په داسې حالت کې مهمه ده، چې خپل احساسات کنټرول کړئ او په پوره سړه سینه ځواب ووایئ.

پریږدئ، چې متقابل کس مو وپوهیږئ، تاسې ورته احترام لرئ. تاسې ته د بحث له ګټلو د یو کس د زړه ګټل همیشه بهتره دي.

۳ـ د ځواب په ځای پوښتنه وکړئ.

د یو غوره خبرې کوونکي یو خاصیت دادی، چې ډيرو پوښتنو د ځوابولو په ځای، کله نا کله پر ځای او واضح پوښتنې هم کوي. کله چې تاسې پوښتنه کوئ، تاسې په موضوع کې دلچسپي ښیئ او مقابل کس ته موقع ورکوئ، چې د ځان په اړه وغږیږي.

هڅه وکړئ، چې جالبه پوښتنې وکړئ. کوښښ وکړئ، تشریحي او خلاصې پوښتنې وکړئ. له هو او نه پوښتنو تیر شئ.

۴ـ بحث او معامله ګري وکړئ.

په مفاهمه کې زیاتره خلک په بحث او مزاکراتو یا نیګوشیشن نه پوهیږي. دوې به حتمن ښه خلک هم وي؛ خو په مزاکرو او خبرو اترو نه پوهیدل، داسې دي، لکه بې ټوپکه چې د ټوپکو جګړې ته ځې.

په ځان باوري اوسئ. بیلابیلې لارې ځان ته خلاصې کړئ. هڅه وکړه، دواړو لور ته د ګټې اړولو لاره وسنجوئ.

د هغوې غوښتنې هم په نظر کې ونیسئ. خپلې غوښتنې مو په حقیقت ولاړې وټاکئ. یو بل ته غوږ ونیسئ او دواړو لورو ته د ګټې – ګټې لاره وسنجوئ.

۵ـ ښه غوږ ونیسئ.

هغوې چې ښه غوږ نیسي، تر هغوې چې ډیرې خبرې کوي، ښه وینا کوونکي او د بحث وړونکي دي.

کله چې یو څوک خبرې کوي، هغه فکر کوي، چې ګنې يې خبرې يې مهمې دي او باید واوریدل شي. خو که غوږ ورته ونه نیول شي، د هغه ځان ته په احترام قائیلیدل تر پوښتنې لاندې راځي.

کله چې تاسې هغه ته غوږ نیسئ، تاسې د هغه اهمیت ته اعتبار ورکوئ.

نورو ته داسې غوږ ونیسئ، ته به وايي، چې د ځمکې پر مخ تر ده بل مهم کس نشته. خپل قضاوت شاته پریږدئ. نه یواځې د هغه الفاظ واورئ، بلکې د هغه احساسات هم درک کړئ.

۶ـ باډي لنګویچ یا بدني ژبه سمه وکاروئ.

باډي لنګویچ د مفاهمې تر ۹۰ سلنه زیاته برخه جوړوي. هڅه وکړئ، خپله بدني ژبه سمه وکاروئ.

د خبرو پر مهال د بدن دري برخو ته پام کوئ او هڅه وکړئ، چې د بدن دا ژبه سمه وکاروئ: موسکا، د سترګو تماس، او د لاسونو خوځول.

هڅه وکړئ، خپله بدن ( باډي) ارامه او عادي ونیسئ.

۷ـ نوښتګرې نظريې شریکې کړئ.

کله چې هم په کوم مجلس کې کیناستئ، مه هیروئ، چې له ځانه سره په زړه پورې او اغیزمنې نظریې ولرئ. د مفاهمې د غښتلتیا او د خبرو اترو پر مهال د نورو د اغیزمنولو ښه لاره هم دا ده.

په مجلس کې هر څوک یو نظر لري؛ خو ګډونوال په نوې او مؤثرې نظريې پسې ګرځي. کوښښ وکړئ، چې همداسې نظر تاسې شریک کړئ.

۸ـ د نورو مننه وکړئ.

د نورو خلکو څخه په مننې کولو سره تاسې نه کمیږئ، خو متقابل کس ته د ویاړ او اهمیت احساس ورکوي.

ستاسې مننه باید د چاپړوسۍ او یا هم دوکه وروکولو رنګ ونه لري. د خبرو اترو پر مهال مننه، باید له زړه څخه وي.

د نورو خلکو ښه ټکي در په یاد کړئ او ورته ووايئ، چې تاسې له دې امله د مننې وړ یئ.

۹ـ د خبرو پر مهال په ځان باوري اوسئ.

په عامه ځایونو کې ویناوې او په مجلسونو کې غږیدل جرائت او استعداد غواړي. اما تاسې باید په ځان دا باور ولرئ، چې تاسې هم په داسې ځایونو کې د نظر شریکولو وړتیا لرئ. په ځان باور ستاسې د مفاهمې ډول او موډ پیاوړی کوي او نور په اسانۍ سره اغیزمنوئ.

د خبرو پر مهال په خپل پیغام تمرکز وکړئ. باور ولرئ، چې ستاسې خبرې داسې یو څه حتمن لري، چې په ناستو ګډونوالو کې ترې څوک نه یو څوک مستفید شي.

تمرین وکړئ او خپلې خبرې په پوره شوق او حذبه شریکې کړئ.

۱۰ د خبرو پر مهال ریښتیا وايئ.

د یوې ښې مفاهمې د اساسي اصولو څخه دا هم ده، چې خبرې کوونکی باید ریښتینی او صادقه اوسي.

له هر څه وړاندې، د خپل ځان سره ریښتیني اوسئ. کله چې تاسې له خپل ځان او کردار سره ریښتینی چلند کوئ، خلک هم په تاسې باور کوي او ستاسې خبرو ته غوږ نیسي.

له باور او اعتماد پرته، خبرې هیڅ مانا نه لري.

هیڅکله د خبرو پر مهال پړلۍ او غټې غټې خبرې مه کوئ. څه چې حقیقت ولري، هماغسې وغږیږئ.

که خپله څه کمی زیاتی ولرئ، په درواغو يې مه پټوئ. خیر دی، پریږدئ، خلک پوه شي. او په هماغه ډول به تاسې د خلکو د احترام وړ وګرځئ. خو که د دروغجن شخصیت جوړولو کوښښ کوئ، منزل ته نشئ رسیدلای.

د خپلو خبرو په وړاندې مسؤلانه چلند وکړئ. دا چاره ستاسې خبرې درنې او اغیزناکې کوي. هیڅلکه بې اساسه او هوايي مه غږیږئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.