د پښو تلي سوزیدل د کومو ناروغیو نښه ده؟

1,161

د پښو تلي سوزیدل یا د ستنې چوښیدو احساس د کومو ناروغیو نښه ده؟

دغه تجربه به زیاتره کسانو ته وي چې کله یې د پښو تلي سوزي یا داسې ورته بریښي چې د پښو تليو کې یې ستنې چوښیږي «جګیږي»، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې له یو څه شیبې وروسته پښو ته حرکت ورکړل شي.

په عام حالاتو کې د پښو سوزېدل هغه مهال کیږي کله چې انسان د پښو په سر کښیني یا داسې ناسته وشي چې په پښو زور راځي، دغه مهال پښې د اعصابو فشار سره مخ کیږي چې پښو ته په حرکت ورکولو له منځه ځي.

که دغې پيښې سره هر وخت مخ کیږئ په ځانګړي ډول پښو ته له حرکت ورکولو وروسته هم که سوز سره مخ کیږئ دا بیا تاسې ته د ناروغۍ ګواښونه دي چې دردناک هم وي، ددې یو شمېر لاملونه په لاندې ډول دي:

شکر ناروغي

د شکر ناروغۍ یوه نښه داده چې د ناروغ پښې اکثره وخت سوزیږي او د ستنې په څېر څه ورچوښیږي، ددې لامل لوړ فشار دی چې پایله کې یې اعصابو ته زیان رسیږي، د شکر نورې هم ډيرې نښې دي، لکه زیاتې بولې راتلل، زیات تږي کېدل، د خولې وچېدل، د پوستکي خارښ، په پښو یا لاسونو کې درد یا بې حسه کېدل، لوږه زیاتېدل، ناڅاپي وزن کمېدل او د ټپ ژر نه ښه کېدل د شکر ناروغۍ نښې دي.

ویټامن بي ۱۲ کمي

بدن کې د ویټامن بي ۱۲ کميدل د اعصابو حجرو ته زیان رسوي، چې په پایله کې يې په پښو او لاسو کې د ستنې چوښيدلو یا سوزیدلو حس کیږي، که دا له پامه وغورځول شي نو دغه ناروغي په بدن کې دایمي ګرځي، بن کې دغه ویټامن کمیدل د ملا تیر، عصبي حجرو او د بدن نورو برخو ته هم زیان رسوي چې په پایله کې د انسان ملا کږه یا کړوپه شي.

د وینې جریان کې ستونزې

کله چې د بدن غړو ته په سمه توګه وینه نه انتقالیږي نو پښې او لاسونه یخ او بې حسه شي، کله چې په موټر یا بل ځای کې تنګ کښینئ او پښې مو له بل سره جختې نښتې وي، داسې حال کې د پښې ټولې برخې ته وینه نه رسیږي چې له کبله یې پښې یخې، بې حسه او د ستنې چوخیدو احساس وشي.

پښتورګي «ګردې» له منځه تلل

د پښتورګو له منځه تللو له ډیرو نښو څخه یې یوه دا هم ده چې د ستنې چوښيدو یا پښو او لاسو د سوزېدو احساس کیږي، نورې نښې یې لکه په پښو کې دردونه، بې حسه کېدل، د عضلاتو او بندونو کمزوري کېدل دي.

آټوامیون ناروغۍ

آټوامین یعنې هغه ناروغۍ په کوم کې چې د بدن دفاعي سیستم یا د بدن حجرې د بدن په روغو غړو حمله وکړي، چې پایله کې يې په پښو کې د ستنې چوښیدلو یا سوزیدلو احساس کیږي.

دغه ډول د پښو سوزیدلو، بې حسه کېدلو یا د ستنې چوښیدلو احساس نور لاملونه هم شته، لکه زیات وزن پورته کول چې اعصابو ته زیان رسوي، انفیکشن زیاتیدل، یا ځینې درمل (د زړه، لوړ فشار، سرطان) استعمالولو په پایله کې هم دغه پيښه رامنځته کیږي،  باید هیڅکله دغه لاملونه له پامه ونه غورځول شي، او ژر تر ژره یې د مخنیوي لپاره ډاکټر ته رجوع وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.