بریټیش موزیم

لطیف یاد

528

بریټیش میوزیم (  British Museum ) :

بریټیش میوزیم چې د(۱۳) ملیونو نه زیات آثار پکې خوندي  دي د۱۷۵۳ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په اوومه نېټه د  انګلستان  دواکمن دویم جیورج  دواکمنۍ په وخت کې رامینځ ته شو او دهغه هېواد دپارلمان لخوا تائید شو.

ددغه میوزیم لپاره لومړی دمونتاګور په نامه یوه ودانۍ په شلو زرو پونډو رانېول شوه.

دمونتاګوردودانۍ تر رانېولو وروسته د۱۷۵۹ زیږدیز کال دجنورۍ دمیا شتې په (۱۵) مه ګالرۍ او دمطالعو او لوستلوسالونونه پکې جوړ شول او په ۱۷۶۳ زیږدیز کال کې دغه مشهور میوزیم ته نوره پراختیا ورکړل شوه .

په ۱۸۲۳ زیږدیز کال کې دانګلستان واکمن څلورم جیورج دانګلستان دواکمن دریم جیورج دکتابتون  کتابونه بریټیش میوزیم ته ډالۍ کړل.

دنولسمې پیړۍ په پیل کې انګریزانو دلرغوني یونان ، روم اولرغونې مصر ډیرې مجسمې دې میوزیم ته ورولیږدولې او همداراز انګریزانو ددغه میوزیم دشتمن کولو لپاره دآثوریانو او بابلیانو لرغونی آثارپه بیه رانېول اوپه دې میوزیم کې یې خوندي کړل .

همداراز انګریزانو د هغو هېوادونو نه چې دوی ښکېل کړي وواو ددوی مستعمره هېوادونه ګڼل کېدل ډیر تاریخي آثار، خطي نسخې ، سکې ، مجسمې ، دانځورګرۍ تابلوګانې او خطاطي آثار  دې میوزیم ته راوړل او  دامیوزیم یې نور هم شتمن کړ.

همداراز په دې میوزیم کې دهند ، ایران ، پاکستان ، عراق، لرغوني مصر اوسوډان هغه آثارشته چې لرغونوالی یې تر لسوزرو کلونو هم اوړي .

دبرټيش میوزیم مشهورې برخې  دادي :

 ۱-دانځورګرۍ برخه

       ۲-د سکو برخه

۳-دمصر اوسوډان دتاریخي آثاروبرخه.

 ۴- دلویدیزې ایشیا دتاریخي آثارو برخه

 ۵- د لرغوني یونان اوروم برخه

 ۶- دمنځنیو بېړیودلرغونو آثارو برخه

 ۷- داسلامي هنرونو برخه

 ۸-دختېزولرغونو آثاروبرخه

 ۹- دتاریخ نه دمخه آثاروبرخه

 ۱۰- دنړۍ توکمونو دپېژندلو برخه

 ۱۱- دلیو ناردو دوینچي دانځورګرۍ آثار

 ۱۲ – دبابلو پیکاسودانځورګۍ آثار

 ۱۳- دخطي نسخو برخه

 ۱۴- دکتابونو، مجلو، ورځپانو او ژورنالونو ( جرنالونو ) برخه

 بایدد وویل شي چې  دغه میو زیم په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې دکوويد ۱۹ په وجه ۲۰۸ ورخې تړلی پاتې شو.

ددغه موزیم  اوسنی مدیر ( نیل مک ګرګور )نومیږياو دغه میوزیم دزرو تنو په شاوخواکې کارکوونکي لري .ددغه میوزیم  لیدل وړیا د ي .

 لنډه داچې دنړۍ له هرې برخې نه کتابونه او تاریخي اثار په دغه مشهور میوزیم کې   موندل کیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.