له پوزې څخه داوبوبهیدل

445

د انسان له پزې څخه د اوبو څڅیدل بیلابیل دلایل درلودلی شي، خو په هغه هیوادونو کې چې په دې اړه ډیر پوهاوی نشته، خلک پرې د ریزش یا زکام ګومان کوي.

د افغانستان په شان هیوادونو کې بیا خلک پخپله دوا اخلي او د ځان درملنه کوي.

خو د روغتیا په برخې کې بیلابیلو څیړنو ښودلې چې له پزې د ابو څیڅیدل ګڼ شمیر نور دلایل لري.

حساسیت

د کورونو دننه او ازاده فضا کې د ګرد، خاورې، د کورنیو حیواناتو د ویښتانو په شان داسې ګن شمیر شیان کولی شي چې په انسانانو کې حساسیت رامنځته کړي.

د حساسیت نښې، پرنجی، سردردي او د ستوني درد دي. د یادو شویو شیانو استنشاق کولی شي چې د پوزې ځینې سوري تحریک کړي چې دې کار سره له پزې اوبه ووځي.

زکام د پزې مخاطي غشا د پړسوب سبب کیږي او په پام وړ اندازه بلغم زیاتوي..

ددغه ډول حساسیت څخه د ځان ژغورلو لپاره باید د پوزې د وچیدو مخنیوی وشي او له خاورو او دوړو څخه ځان وساتل شي.

ریزش

ریزش یا زکام د پوزې په مخاطي غشاو کې التهاب رامنځته کوي. ددغې ساري بیمارۍ نورې نښې تبه، د عضلاتو درد، د بدن د حرارت کمیدل، سردردي، ستړیا او د پوزې بندیدل دي.

د ریزش په ویروس اخته کیدو سره سم بیمار کولی شي چې د یوې یا دوه اونۍ په دوران کې له دغې بیمارۍ ځان خلاص کړي خو د تبې او درد لپاره دې د درد د تسکین دوا واخیستل شي، خو په خپل سر دې له نورو دواګانو له اخیستلو ډډه وشي.

د هورمونو په تعادل کې بدلونونه

په بدن کې د ځینو هورمونو تعادل خرابیدل په پوزې کې د وینو د رګونو د خرابیدو لامل ګرځي، خو حساسیت نه رامنځته کوي.

دغه بدلون ډیری وخت د بالغ کیدو او د حاملګۍ پر وخت رامنځته کیږي. ددغې ستونزې حل کولو لپاره د پوزې د رګونو د منقبض کولو لپاره ځینې دواګانې شته خو هیڅکله باید د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي.

وچه هوا

وچه هوا کولی شي چې د پوزې مجراوې وچې کړي او په پوزې کې د مایعاتو توازن خراب کړي چې پاې کې د پوزې د اوبو په بهیدلو اوړي.

ډیری وخت دغه ستونزه په ژمي کې د کورونو د ډیرو ګرمولو له کبله رامنځ ته کیږي. د دغې ستونزې هوارولو لپاره د بخار له ماشین (humidifier) څخه کار اخیستل کیږي او په کور کې دننه اوبه جوشول کیږي چې کوټه مرطوبه وساتي. کارپوهان وایي چې له کور نه بهر باید په یخې هوا کې پوزه پټه وساتل شي.

د تنفسي مجرا او سږو ویروسونه

ډیری وخت د تنفسي مجرا او سږو بیمارۍ هم د ریزش په شان علایم لري.

دغه ویروس چې ډیری وخت ډیر عمر لرونکي کسان او ماشومان پرې اخته کیږي د پوزې په مخاطي غشاو کې التهاب رامنځته کوي چې له کبله یې د انسان له پوزې اوبه بهیږي.

دا بیماري د وچ ټوخي، تبې، د ستوني درد او د سر درد په شان علایم لري.

ددغې بیمارۍ څخه دځان ساتلو لپاره په کار ده چې پوزه په مالګې او یا هم د سیلین محلول لرونکو اوبو باندې پریمنځل شي.

همداراز ښه به وي چې د کور دننه هوا مرطوبه وساتل شي او له ګرد او دوړو څخه ځان لرې وساتل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.