طالب صاحب ځان نه جامع الکمالات مه جوړوه

غلام نبي ګل

652

طالب صاحب ځان نه جامع الکمالات مه جوړوه

سهاروختي می خپل موبایل خلاص کړ یو ورور راته لیکلی وو ! ګل صاحب خدای پوه شه چې دا وړۍ شړې شي.

ما غوښتل په لنډه کې ورته ولیکم چی ان شاءالله وړی به شړۍ شي؛ خو تراوسه موږ په ډانډس کې بند وو جملې رانه سر واخیست داسې مي ورته ولیکل :موږ نه یواځې دا چې بد جولایان نه یو بلکی بد ندافان هم نه یو شړۍ جوړیدل حوصیله غواړي.

همدا زما د جملې اخري برخه(حوصیله غواړي) پر ځای می باید لیکلی وای:شړۍ جوړیدو ته اوزګار شوي نه یو ځکه حوصیله خو د اللهﷻ په فضل لرو.

(یو په بل پسې ډانډس)،انګلیس مو ډانډس کړ . دمه مو لا نه وه جوړه چی روسان مو ډانډس کړل او له روسانو سره متصل مو ناټواو امریکایان ډانډس کړل.

له دې دا معلومه ده چې موږ(افغانان)بهترین ندافان یو خو بهترین جولایان هم لرو شړۍ خو پر ځای پریږده بهترین ابریشمي ټوکران موهم اوبدلی د نن نه ١٥٠ کاله پخوا د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې یواځې د اردو په فابریکه کی ٥٠٠ قلمه توکی تولیدیدل د نظامی برخې هیڅ توکي مو له بل ځایه نه دي راوړي همدا په تازه ګۍ کې د شهید داود خان په لنډه دوره کې د غنمو او حبوباتو له اړخه خود کفا شوي وو.

اوس هم هر څه ممکن دی خو که طالب صیب جولایان په کار واچوی دوی دی لکه د سردارانو په شان کینی اللهﷻ د بیا  ډانډس ته اړتیا نه پیښوی که پیښه شوه دوی به تیاره دمه ورته وهلی وی طالب صاحب دی ځان نه جامع الکمالات نه جوړوی ولس منلی چی دوی بهترین ارکان حر بان دی ځکه نابراره جنګ یی ګټلی،بهترین قاضیان دی ځکه دا شل کاله ولس د عدالت لپاره همدوی ته مراجعه کوله او همدا رنګه بهترین دیپلوماتان دی ځکه په خبرو کی د نړی د زبده دیپلوماتانو نه دوی ښه ثابت شوه.

خو د زراعت،پل او پلچک د برخې انجینران نه دي د ملت هیله دا ده چې طالب ورونه هر څومره ژر چی کیدای شي د کار ویش رامنځته کړي د پښ کار پښ ته،د نداف کار نداف ته،د ترکاڼ کار ترکاڼ ته او د جولا کار جولا ته وسپاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.