د سکې بل اړخ: د روسیې او اوکراين ترمنځ د جنګ ګټه چاته ځي؟

محمد سليم سليمان

836

د سکې بل اړخ: د روسیې او اوکراين ترمنځ د جنګ ګټه چاته ځي؟

سره له دې چې د روسيې او اوکراین تر منځ روانه جګړه چې په فبروري کې پيل شوې ده تر اوسه يې لا د پای نقطه نه معلومېږي او نه هم داسې څرکونه شته چې دومره ژر دې پای ته ورسېږي. البته ددې جګړې بل اړخ ته که وګورو د اوکراين په شاوخوا د ناټو او امريکا په شان هېوادونه راڅرخي چې غواړي روسيه په اوکراين کې کمزورې او له نظامي ،سیاسي او اقتصادي پلوه یې وځپي او په خپل ټول توان کوشش کوي او له هر ډول تاکتيکونو کار اخلي چې دا جګړه پسې اوږده او پراخه شي او خپل دا تاريخي سيال د تاريخ په دې حساسه شېبه کې را ايسار کړي.

خو ايا د دې جګړې له اوږدېدلو او پراخېدلو سره چاته ګټه هم رسېږي؟

ځواب هو دی! ځينې لويديځې د وسلو جوړولو کمپنۍ او هغه اشراف چې په اقتصادي لحاظ یې سوداګري د جګړيزو توکو په خرڅلاو او توليد ولاړه ده او غواړي د خپلو کمپنيو د وسلو لپاره بازار پيدا کړي هغوی کوشش کوي دا جګړه په مستقيم او غيرمستقيم ډول پسې پراخه کړي، د تازه کولو پکه ورته ووهي تر څو دا اور لا پسې سوځونکی شي او  د بحرانونو او وژنو په دې روان بهير کې د دوی خپلې منافعې نغښتې دي، بحرانونو ته د فرصت په سترګه ګوري او يو ډول په خړو اوبو کې کبان نيسي.

د مثال په توګه د امريکايي کمپنيو (ريټن ټيکنالوجيز، لاکهيد مارټين او نورو ) او همدارنګه د هغو امريکايي اشرافو لپاره چې اقتصاد یې د وسلو په خرڅلاو  ولاړ دی دا بهترينې شېبې دي. له همدې شرکتونو د امريکا حکومت د اوکراین لپاره  په لوړه پيمانه د الوتکې ويشتلو سټينګر توغندي پېري او بيا یې اوکراين ته لېږي ، په مقابل کې دا شرکتونه  د امريکا او ناټو له دولتونو د خپلو وسلو په مقابل کې پيسې اخلي او دولتونه يې ددې کمپنيو د ښه او موثر توليد لپاره په نړيواله کچه پراخه بازار يابي کوي او هم یې له اوکراين سره د ځانګړې کړې مرستې په څوکاټ کې دې هېواد ته انتقالوي. دوی د ټانک ضد (جاولين) توغندي، په سلګونو ډوله نورې بېلابېلې درنې  وسلې او نظامي ماډرن تجهيزات  اوکراین ته صادر کړل او همدارنګه  د بېلابېلو بې پيلوټه الوتکو په ورکولو سره د خپلو وسلو د ازمايښت او سوداګري د پراخولو په حال کې دي.

له بلې خوا  زياتره هغه هېوادونه چې په بې دليله وېره او ترهه کې دي، دې جګړې ډار  ته په کتلو خپله دفاعي او نظامي کلنۍ بوديجې ډېروي او دا کار لا نويو او پرمختللو وسلو ازمايلو او جوړولو ته لار برابروي چې بيا هم د همدې شرکتونه ګټه پکې نغښتې ده.

 که له بله اړخه ورته وګورو  په اوکراين کې ددې سختې جګړې څخه لويديځ او امريکا د ويتنام پر سر د چين د ډارولو د ستراتيژي په توګه هم کار اخلي چې که احيانن په ويتنام کې د چين نظامي ښکېلتيا رامنځته کېږي مخکې له مخکې چين وېروي چې له دې کارونو لاس په سر شي . همدارنګه د نورو ډېرو وسلو له خرڅلاو سره د وسلو جوړولو کمپينو ته د نويو وسلو د جوړولو او لا پرمختللي کولو لاره برابرېږي او هم اوکراین په اوسمهال کې ددې وسلو د ازمايښت (مثبتې او منفي کارايي) لپاره يو ښه ميدان دی او د خپلو وسلو او مهماتو ناکامي پکې څارلي شي ، ترڅو په راتلونکي کې یې د بهتره کولو لپاره ګام واخلي.

په همدې ډول اروپايي هېوادونو ته هم يو ډول وېره ور پېچکاري کوي چې د روسيې په مقابل کې د ځان سنبالولو لپاره تاسې مجبور يئ چې له امريکا او ددې هېواد له کمپينو څخه وسلې وپېرئ.

سربېره پر دې، په دې جګړه کې د اوکراين ماتې د ناټو او امريکا ماتې او په دې ماتې سره به د تل لپاره د ناټو او امريکا نړيوال سياسي ،نظامي او اقتصادي حيثيت په نړۍ کې پيکه شي او هېوادونه به پرې باور له لاسه ورکړي او بيا به څوک  د دوی پر شاوخوا لکه نن چې راتاوو دي ،را ونه څرخي.

د امريکا په اشاره د برتانيا قوي رول په دې جګړه کې هر چاته جوت دی برتانيا په اړه ځينې د نړيوالو چارو خبریالان وايي چې د برتانيا ځانګړی سلطنتي کارډ د ناټو له نورو سرتېرو سره يو ځای لا له وړاندې د اوکراين په طرفداري د روسيې په مقابل کې جنګېږي.

له بله اړخه د روسيې د تحريم کولو په پروسه کې امريکا په خپلو اروپايي ملګرو غږ کوي چې پر روسیې فشارونه زیات کړي او د روسیې د انرژۍ سرچینې پریږدي. خو خپله سپینه ماڼۍ بيا د ځان په اړه د دې ډول محدوديتونو څخه بل ډول تعريف لري او د ځان پر وړاندې تحریم هغومره جدي نه اخلي او وايي چې لا هم متحده ايالات د روسيې نفتو او نورو توکو ته اړتيا لري او وايي چې تر اوسه پورې مو اقتصاد دې ته چمتو نه دی چې په بشپړ ډول له روسيې څخه د نفتو او نورو توکو واردات بند کړو.
اوس مهال د تېلو بيې په بې ساري ډول په نړۍ کې د روسيې د تحريم کولو له امله لوړې شوې دي او د نړۍ ځينې هېوادونه د امریکا او ناټو په اشاره منع شوي دي چې له روسيې څخه تېل ونه وپېري خپله امريکا بيا لا هم له روسيې څخه د تېلو وارداتو ته دوام ورکوي. د بيو لوړوالي غريب او د منځني کچ هېوادونه ډېر متاثر کړي دي او ان امريکا کې یې هم خلک په اقتصادي وضعيت خورا منفي اغېز کړی دی  ځکه په ۲۰۱۸ کې به يو ګيلن تېل په کليفورنيا کې په دری نيم ډالره خلکو پېرل او اوس په شاوخوا اته ډالره يو ګيلن تېل امريکايان پېري او دا ټول د امريکا  د دولت هغه سياست نتيجه ده چې په خپلو خلکو او د نړۍ په غريبو هېوادونو یې د روسيې څخه په وارداتو بنديز لګولی دی ، که څه هم  د پرمختللې نړۍ خلک او په اقتصادي لحاظ ښه هېوادونه به په يو ډول له دې لوړو نرخونو څخه ځانونه وباسي خو هغه هېوادونه او ولسونه چې اقتصادي لحاظ کمزوري او بې وزله دي، د هغو لپاره بيخي سخته ده چې د غنمو، تېلو، ګازو او نورو خوراکي توکو د لوړو بيو په وړاندې مقاومت وکړي . د روسيې، اوکراين او بلاروس د تحریمونو له امله په نړۍ کې د يوې سترې لوږې باد لګېدلی دی چې تاثيرات به یې کلونه کلونه په بې وزلو هېوادونو کې محسوس وي او  مسووليت یې هغو کسانو ته ورګرځي چې ددې جګړې اوږدېدلو او پراخېدلو ته لمن وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.