په کندز، بدخشان او کونړ کې چاودنې شوي

401

رپوټونه وايي د يکشبنې په ورځ د افغانستان په کندز، بدخشان او تخار ولایتونو کې لږ تر لږه درې چاودنې شوي دي. په ورته وخت کې طالبان وايي په تخار ولایت کې ېې د يوې جګړې پر مهال نژدې لس داعشیان وژلي دي.

کندزAfghanistan | Konflikte | Kundus in Händen der Talibanد کندز ښار چوک – د آرشیف انځور

د آلمان خبري آژانس د طالبانو د کندز د پولیسو وياند، عبيدالله عابدي له قوله ليکي چې په کندز ښار کې دغه چاودنه د چاودیدونکو موادو وه چې د ميوې د خرڅلاو په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي ول. هغه وويل چې په دغې چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

خو د کندز ښار ېوه اوسیدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط دویچه ويله ته وويل چې په دغې چاودنه کې يو شمیر کسان ټپیان شوي دي: «خلک وايي په چاودنه کې څو تنه ژوبل شوي دي او د روغتون ډاکتران هم وايي چې درې تنه ټپیان دوئ ته ور وړل سوی دي.»

یاد کس زیاته کړه چې دغه چاودنه د کندز ښار د صرافۍ مارکيټ ته څيرمه د کهنه فروشۍ په راسته کې شوې ده.

دې سره جوخت د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې هم یوه چاودنه شوې چې د رپوټونو له مخې يو ماشوم په کې ټپی شوی دی.

ځايي طالب چارواکو په افغانستان کې خصوصي تلویزیون، طلوع نیوز، ته ويلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته او یو ماشوم ېې ټپي کړ چې د طالبانو د امنيتي ځواکونو يو موټر د سړک غاړې یو ماین باندې وخوت.

د آلمان خبري آژانس وايي د کنړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم د يکشنبې په ورځ ورته پيښه رامنځ ته شوې، خو زیاتوي چې د چارواکو له خوا د پيښې کوم تصدیق په اختیار کې نه لري.

د يکشنبې په ورځ (د جون ۱۲مه) دغه چاودنې داسې وخت شوي چې تر دې يوه ورځ مخکې د کابل ښار په مربوطاتو کې يو ميني بس موټر د بمي حملې هدف وګرځيد چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبره څلور کسان په کې ووژل شول او یو شمیر نور ټپيان شول.

له بل لورې طالبان ادعا کوي چې په تخار ولایت کې ېې د يوې، يو ساعته جګړې په جریان کې د داعش ډلې ۸ غړي وژلي دي. د آلمان خبري آژانس په دې اړه خپل رپوټ کې نور جزئیات نه دي ورکړي.

زیاته شوې چې د یادو چاودنو مسئولیت چا نه دی منلی، خو په افغانستان کې تيرکال واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته، په دغه هیواد کې د اکثرو حملو مسئوليت داعش ډلې منلی دی. په افغانستان د داعش شاخه د خراسان په نوم یاديږي چې طالبان ورسره عملا جګړه کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.