د خویندو او وروڼو ترمنځ حسادت

سباوون

490

د خویندو او وروڼو ترمنځ حسادت چې ډیر کسان ېې بخیلي هم بولي په هرې کورنۍ کې لیدل کیږي له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ورته چندانې توجه نه کیږي دا په داسې حال کې ده چې په لویېنه کې د وروڼو او د هغوي د اولادونو ترمنځ د لویو ستنوزو سبب کیداي شي په دې لیکنه کې هڅه کوم پر هغو لارو چارو خبرې وکړم چې څنګه د خویندو او وروڼو ترمنځ د بخیلي او حسادت مخه نیولی شو او مور او پلار په دې برخه کې څه کولی شي.

د حسادت د حس په هکله باید وویل شي چې حسادت د نور احساسونو په شان یو احساس دی او ډیری ارواپوهان وايي هیڅ انسان نه شئ موندلی چې حسادت ېې نه وي کړی او دغه چاره په ماشومانو کې له دوه کلنۍ زیاتیږي او دعمر تر پایه ورسره موجود وي.

حسادت تل موجود دی او زموږ د ذهن په تیارو کې پروت وي او هغه وخت رابیداره کیږي چې موږ احساس کوو یو شی له لاسه ورکوو او یا ځان نا امنه ا حساسوو د مثال په توګه د کار په ځاي کې موږ ډیر ځله له خپلو همکارانو سره حسادت کوو ځکه چې په خپل کار ویریږو چې له لاسه ېې ورنه کړو ماشومان هم له خپلو خویندو او وروڼو سره حسادت ښيي ځکه فکر کوي چې د مور او پلار مینه نوې زیږیدلي ورو یا خور ترې اخیستې او په یو ډول ځان ناامنه احساسوي.

یوه خبره چې مور او پلار باید ورته پام وکړي دا ده چې هر ماشوم ځاننته یو شخصیت دی ټول ماشومان یو شان نه شو تربیه کولی زموږ په هیواد کې دغه خبره تل کیږي چې ماشوم د سپین کاغذ په شان دی او چې هر شی وغواړو پرې لیکلی ېې شو یعنې څرنګه چې تاسو وغواړئ ماشوم همغسې تربیه کولی شئ نن سبا دغه نظر په کلکه رد شوی دی هر ماشوم ځانته یو شخصیت دی او دهغه فردیت ته په پام سره باید تربیه شي ددې لپاره چې یو ماشوم ته شخصیت ورکړی شي او درناوي ېې وشي باید ورته غوږ ونیول شي او اړتیاوې ېې درک شي نو هر ماشوم خاصې او ځانګړې تربېې ته اړتیا لري ټول وروڼه او خویندې باید یو شان ونه بلل شي او نه هم یو شان وروزل شي حسادت هم همداسې دی او باید هر ماشوم ته په ځانګړې سترګه وکتل شي او درناوی ېې وشي دا ټکی د حسادت په مخنیوي کې هم ډیر مهم دی.

نن سبا په ځینو کورنیو کې د ماشومانو شمیر کم شوی او ځینې کورنۍ شته چې یوازې دوه یا درې ماشومان لري په هر حال واړه کورنه او کم ماشومان اسانه وي او د هر ماشوم غوښتنې ته سړی ښه رسیدای شي خو حتي په لویو کرونو کې دا د مور او پلار دنده ده چې د هر ماشوم غوښته په ځانګړي ډول وڅیړي او هیڅکله د ماشومان په هکله ډله ییز فکر او پریکړه ونه کړي په لویو کورنیو کې ډیر ځله مشر ورور یا خور تر نورو غوره بلل کیږي یا ډیره توجه ورته کیږي دغه چاره د حسادت او بخل زړي کري او حتي تر لوینې په انسان کې پاتې کیداي شي، پر دې سربیره مشر ورور یا خور تل ځان مشر او په حقه ګڼي او ډیر ځله د کشرانو حق تر پښو لاندې کیږي له دې پرته چې د ګناه احساس هم وکړي ځکه فکر کوي دا ېې حق دی، دا خو لا پریږده چې په ډیری کورنو کې لور تر هلکانو کمه او بې ارزښته ګڼل کیږي لور دغه احساس له ځان سره تر عمر تر پایه لیږدوي او چې کله خپله مور شي نو دغه عقدې ېې د ماشومانو پر تربیېې ناسمه اغیزه کوي.

په لویو کورونو کې ډیرځله ماشومان مشر ورور یا خور ته په درنه سترګه ګوري ځکه چې په زیاترو مواردو کې مشر ورور د پلار یا مشره خور د مور دنده په مخ بیايي خو په وړو کورنیو کې دغه مسله نه شته د وروڼو او خویندو ترمنځ رقابت او حسادت هم ډیرڅرګند وي. په هر حال په دواړو حالتونو کې باید مساوات په پام کې ونیول شي.

لکه چې مخکې مې وویل حسادت د نورو احساساتو په شان یو احساس دی لکه خوښي ، غم او دغسې نور خو د خویندو او وروڼو ترمنځ حسادت ډیر د مور او پلار د مینې او عاطفې د ترلاسه کولو لپاره یو ډول رقابت یا سیالی هم بللی شو.

موږ له ځان سره حسادت په وړه یا لویه پيمانه دعمر په اوږدو کې لرو خو زموږ منطق او عقل را سره مرسته کوي چې دغه حسادت کنټرول کړو خو ماشومان دغه منطق نه لري .

ډیر کسان باوري دې چې که د ماشومانو عمرونه سره ډیر توپیر ولري نو حسادت به ېې هم کم وي خو دغه نظر ډیر ځله رد شوی دی او ارواپوهان وايي داسې خاص عمر نه شته چې وښيي له دې وروسته ماشومان له یو بل سره حسادت نه کوي په هر عمر کې ممکن خویندې او وروڼه حسادت وښيي حتي په لوینې کې هم دغه چاره لیدل شوې ده خو تر ټولو مهمه مسله دا ده چې هر ماشوم ته د یو ځانګړي کس په سترګه وکتل شي او چلند ورسره وشي.

له جنسې پلوه ډیر ځله لیدل شوي چې ورور له خور سره لږ حسادت او بخیلي لري ورو له ورور او خور له خور سره ډیر حسادت ښيي علت ېې دا دی چې دوي ورته غوښتنې او هیلې لري او ورته لوبې کوي نو د رقابت ډګر ېې سره نیژدې وي.

معمولاً نجونې تر هلکانو ژر وده کوي او ژر ژبه او نورې وړتیاوې زده کوي نو ممکن مشر ورور له کوچنۍ خور سره حسادت پيدا کړي ځکه په دغه حالت کې مشر ورور ځان نیګړی احساسوي او فکر کوي چې خور تر مخکې کیږي.

طبیعي خبره ده چې مور او پلار پریکړه کوي چې ماشومان څنګه وروزي خو دا چې په کورنۍ کې څو ماشوان دي ، څو خویندې او څو وروڼه دي او له یو بل سره څومره واټن لري ټولې دغه مسلې د ماشومانو پر تربیې اغیز لري چې باید ورته پام وشي.

د خویندو او وروڼو ترمنځ حسادت طبیعي دی خو عمر ، جنس او نورې فردي ځانګړتیاوې پرې اغیز لري هغه کورنۍ چې ماشومان ېې له سني پلوه سره نیژدي وي بخیلي او حسادتونه هم پکې ډیر وي خو لکه چې وویل شول د عمر په پړاو کې لیدل کیداي شي.

ددې لپاره چې د بخیلي مخه تر یو حده ونیول شي نو لکه چې مخکې وویل شول باید د هر ماشوم اړتیاوې او فردیت ته پام وشي کله چې پوه شوئ ماشومان مو له یو بل سره ډیرې جګړې کوي په دې پوه شئ چې له دوي سره ستاسو په چلند کې کومه ستونزه شته باید دغه ستونزه پيدا او حل لاره ورته ولټوئ. دلته ډیر ځله موږ یوه تیروتنه کوو زیاتره میندې او پلرونه په دې فکر وي چې که جامي او یا دلوبو وسایل ټولو ماشومانو ته یو شان واخیستل شي نو له یو بل سره به حسادت اوبخیلي نه کوي په داسې حال کې چې دا په خپله د ماشوم د حسادت سبب کیداي شي باید د هر ماشوم خصوصیت ، علایق او ځانګړتیاوې وپیژنو او دغو علایقو او خصوصیاتو ته په پام سره ورته د لوبو شیان او جامې واخلو. هره ډآلۍ چې ماشوم ته اخلئ د هغه خوښې او علایقو ته په پام سره دغه کار وکړئ. دغه راز ډیری میندې او پلرونه خپل ماشومان په ورته سپورټونو کې شاملوي دغه چاره هم ډیرې ناسمې پایلې درلودلی شي.

هیڅکله خپل ماشومان له یو بل سره مه پرتله کوئ کله چې ماشومان سره پرتله کوئ او د هغوي په مخ کې د یو بل صفت او غیبت کوئ په دواړو حالتونو کې حسادت راپيدا کیږي ماشومان یو شان نه وي یوه به تکړه او بل به کمزوری وي یو به ښایسته اوبل به بد رنګه وي ، یو به په یو شي او بل به په بل شي کې استعداد لري نو پرتله کول په ماشومانو کې پر نفس اعتماد کمزوري کوي.

که غواړئ یو ماشوم تشویق یا ترغیب کړئ باید د نورو په مخکې دغه کار ونه کړئ ځکه که تشویق شي نور ورسره حسادت ښيي او که ورټل شي دی له نورو سره حسادت پيدا کوي او پر خپل ځان اعتماد له لاسه ورکوي.

کله چې ماشومان سره جنګ کوي تاسو پکې قضاوت مه کوئ ورته ووایئ چې ستونزه مو په خپله حل کړئ او له یو بل سره خبرې وکړئ که تاسو قضاوت وکړئ ممکن ناسم قضاوت مو حسادت پیدا کړي.

د ماشومانو خبرو ته غوږ ونیسې او د خبرو په وخت ارزښت ورکړئ او سترګو ته ېې وګورئ ماشوم پوه کړئ چې حسادت طبیعي چاره ده خو باید کنټرول شي.

ماشومان تل تشویق کړئ او اړتیاوې ېې پوره کړې ، خپلو خبرو ته تل پام کوئ ځکه ماشومان تل تاسو څاري حتي هغه وخت چې له تاسو سره نیژدې نه وي دوي تاسو ته غوږ نیولی وي عدالت او مساوات په ماشومان کې مه هیروئ .

ماشومان د مور او پلار مینې ته اړتیا لري تل ورسره مینه کوئ خشونت او رټل او وهل ټکول هیڅکله ستونزه نه اوراي دغه متل له سره بیخي لیرې کړئ چې وايي چیرته چې ډب نه وي هلته ادب نه وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.