د کونړ اوسېدونکي: د وچو لرګیو په نوم د ځنګلونو وهل دوام لري

1,080
امید دیدار – دویچه ویله
8 ساعتونه مخکې

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له راتلو وروسته لا هم د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ځنګلونه وهل کېږي او د وچو لرګیو په نوم هره ورځ ګڼ شمېر لویې لارۍ له کونړه ایستل کېږي؛ خو طالبان څه وايي؟

که څه هم د طالبانو له راتلو وروسته د دغې ډلې ځايي چارواکیو رسنیو ته د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي خبره کړې؛ خو د کونړ ولایت اوسېدونکيو دویچه ویله ته ویلي، چې د ځنګلونو وهل دوام لري او « هېڅ درېدلي نه دي.»

د دې ولایت د نرنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د هویت د پټ ساتلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د دغې ولسوالۍ باډېل درې کې د ځنګلونو د وچو او شنو ونو وهل دوام لري او د وچو لرګیو په نوم هره ورځ ګڼ شمېر لویې موټرې له کونړه ویستل کېږي.

نوموړي وویل: «د ځنګلونو وهل بیخي درېدلي نه دي. همداسې دوام لري. د لرګیو د هر ټل «پلور ځای» نه هره ورځ لسګونه لویې لارۍ بارېږي او وځي. زه درته ویلی شم، چې په یوازې تېره میاشت کې به تر پنځلسو زرو لارۍ موټرې لرګي وتلي وي.»

دی وايي، که د طالبانو حکومت د دې چارې مخه ونه نیسي، د وچو او سوخت لرګیو په بهانه به ټول شنه بوټي او ځنګلونه په سپېره ډاګ بدل شي.

د کونړ ځنګلونه
د کونړ ځنګلونه انځور: DW/O. Deedar

کونړ کې د نښترو، لمنځو، څېړیو، خونو او نور پراخ ځنګلونه شته، چې ډېر یې د دې ولایت په چپې درې، ماڼوګي، نرنګ، شیګل، غازي اباد، دانګام او څوکۍ ولسوالیو کې دي.

د ماڼوګي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې موږ یې په مستعار احمد نوم یادوو، دویچه ویله ته وویل، د ځنګلونو وهنه د جمهوریت په کلونو کې هم کېده او د طالبانو له راتلو وروسته هم جریان لري؛ خو هېڅ مخه یې نه ده نیول شوې.

نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت نورو ولایتونو ته د زړو او پخوانیو لرګیو د لېږد اجازه ورکړې؛ خو له دغې اجازې قاچاقچیان او نور ښکېل کسان ګټه اخلي او هره ورځ د ځنګلونو ونې اره کوي.

دی وايي، له کلونو راهیسې د زړو لرګیو د لېږد پروسه په وقفه‌ يي شکل روانه ده؛ خو نه تر اوسه دغه لرګي خلاص شوي او نه د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شوه.

دی وايي: «که څه هم د ځنګلونو وهل له پخوا روان دي؛ خو اوس ډېر شوي دي. د زړو لرګیو د ویستلو اجازه یې ورکړې او دوی پکې نوي او شنه بوټي پرې کوي.»

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه غواړي هویت یې افشا شي دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دوی د ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د څېړیو او نور ځنګلونه په دې بهانه وهل کېږي، چې ګنې بوټي یې وچ دي او باید ووهل شي.

نوموړي وویل: «هو وروره، ځنګلونه وهل کېږي. بیخي بند شوي نه دي. طالبانو اعلان کړی، چې ځنګل به نه وهل کېږي؛ خو په پټه لوړو ساحو کې وهل کېږي. پخوا یو څه کم شوی و. اوس بیرته شروع شوی دی.»

د ځنګلونو د وهلو په هکله د طالبانو دریځ؟

په همدې حال کې د کونړ کرنې ریاست کې یوې سرچینې د نوم نه اخستلو په شرط د ځنګلونو وهل رد نه کړل؛ خو دومره یې وویل، چې: «د ځنګلونو وهل تر ډېره نه شته دي.»

نوموړي همدا راز وویل، چې د طالبانو حکومت له کونړه د وچو لرګیو د لېږد اجازه ورکړې وه؛ خو د ده د مالوماتو له مخې، اوس هغه هم بند شوي دي؛ خو خلک وايي، هم لرګي انتقالېږي او هم د ځنګلونو پرې کول روان دي.

کونړ کې د وهل شویو ځنګلونو یوه څنډه
کونړ کې د وهل شویو ځنګلونو یوه څنډه انځور: DW/O. Deedar

د کونړ د کرنې رییس ملا عزت الله هدایت دویچه ویله ته دا خبره رد کړه، چې ګنې کونړ کې د ځنګلونو وهل جریان لري؛ خو زیاته یې کړه، چې د وزیرانو شورا پرېکړې له مخې له کونړه د وچو لرګیو اجازه ورکړل شوې وه؛ خو وروسته دوی مالومه کړه، چې د وچو لرګیو پر ځای د لمدو هغو د تېرولو هڅه کېږي، نو بیا یې دغه پروسه هم بنده کړه.

نوموړي وویل: «هېڅ ځای کې ځنګل نه وهل کېږي. د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د وچو لرګیو د انتقال اجازه ورکړل شوې وه، خو اوس هغه هم بنده ده. دوی پکې د لندو لرګیو د تېرولو هڅه کوله.»

د مالوماتو له مخې، کونړ ولایت کې پر شاوخوا ۳۱۶۲۵۹ هکتاره ځمکه باندې د لمنځو، نښترو، څېړیو، خونو، غوزانو او نورو ځنګلونه شته، چې د جمهوري حکومت پر مهال چارواکیو ویلي وو، چې نیږدې نیمايي تېرو درېو لسیزو کې په ناقانونه ډول وهل شوي دي؛ خو د طالبانو چارواکیو تازه ویلي، چې تېرو پنځو لسیزو کې د دغو ځنګلونو شاوخوا څلورویشت سلنه په ناقانونه ډول وهل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.