که ټول عمر ځواني ، ښکلا او روغتيا غواړئ دا لس خبرې عملي کړئ !
روغ صحت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی او د روغتيا قدر کول په کار دي . پخپل روغ صحت شکر ايستل په کار دي . که تاسو چېرې په دغو لاندې څو خبرو عمل وکړئ نو د ژوند تر آخیره به روغ او صحتمند يئ .
لومړی : د شپي وختي ويده کيږئ.
د شپې وختي ويده کېدل د انسان د روغتيا لومړی راز دی ، که غواړئ چې ټول ژوند کې خوشاله او صحتمند واوسې نو د شپې وختي او پخپل وخت ويده کېږئ .
دوهم : سهار وختي له خوبه راپورته شئ.
سهار وختي پورته کېدونکی انسان به هيڅکله تاسو ناروغ نه وي ليدلی ، سهار وختي پورته کېدونکي انسان باندې د الله تعالي خاص نور او رحمت رانازليږي ، دغسې کسان به هر وخت ځوان ، ښايسته او تل صحتمند او تندرست وي .
دريم : سپورټ وکړئ.
سپورت وکړئ او يا پلی مزل وکړئ ، ځکه چې سپورت روغتيا ته ډېر ګټور دی ، سپورت کوونکی انسان د اتيا کالو په عمر کې هم ځوان ښکاري .
څلورم : د سهار چای او د شپې ډودۍ وخورئ.
د سهار چای او د شپې ډوډۍ هيڅکله مه پرېږدئ ، که د ورځې هيڅ ونه خورئ مګر د سهار او ماخستن خواړه هيڅکله مه پرېږدئ او دا د ژوند ضروري برخه وګرځوئ .
پنځم : پنځه وخته لمونځ په پابندئ سره ادا کړئ.
څوک چې په پابندۍ سره پنځه وخته لمونځ کوي ، دغه انسان به هر وخت ځوان ، ښايسته او صحتمند وي ، له دې سره الله هم خوشاليږي او انسان هم روغ او سلامت وي او هم د دنيا او آخرت خير په کې دی .
شپږم : قيلوله وکړئ.
د غرمې له ډوډۍ نه وروسته د لږ وخت له پاره آرام کولو ته قيلوله وايي چې دا د رسول الله ﷺ سنت هم دی ، لږ تر لږ له لسو څخه تر شل دقيقو پورې خپلې سترګې د آرام او خوب په نيت پټې کړئ ، دغه خوب او آرام د روغتيا له پاره ډېر ګټور دی .
اووم : هر ډول نشه کول پريږدئ.
که چېرته تاسو له خپل ژوند او روغتيا سره لږ مینه هم لرئ نو هر ډول نشه ، سګريټ ، نسوار ، چرس او نور نشه يي توکي پريږدئ ، ځکه چې نشه د روغتيا دښمنه ده .
اتم : اوږدې اوږدې ساه ګانې واخلئ.
سهار وختي اوږدې اوږدې ساه ګانې واخلئ ، له دې سره د انسان په صحت او داخلي تنفسي سيستم ښه تاثير غورځيږي او انسان له ګڼو ناروغيو څخه بچ کوي ، دغه طريقه کوونکي خلک هميشه ځوان ، صحتمند او تندرست ښکاري .
نهم : په الله تعالی توکل وکړئ.
که تاسو په هر لحاظ ښه روغتيا او سالم بدن ولرئ نو بيا هم په الله ﷻ توکل وکړئ ، هر څه چې الله ﷻ انسانانو ته په تقدير کې ليکلي وي هغه به حتماً ورته رسيږي ، څوک چې په الله ﷻ توکل نه کوي په پرېشانيو او اندېښنو کې راګير کيږي ، روغتيا يې خرابيږي ، په الله ﷻ توکل کوونکي انسانان هيڅکله نه خرابيږي .
لسم : خوشحال اوسه ، غمونه او فکرونه پرېږده
هر وخت خوښ اوسېدونکي خلک تل روغ او ځوانان وي ، په غمونو ، فکرونو او پرېشانيو کې راګير انسان ژر بوډا کيږي او روغتيا ته يې زيان رسيږي ، د خپل ځان د خوشالۍ له پاره پوره پوره کوشش وکړه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.