اووه سهارني عادتونه مو ځوان ساتي

817

د صاف او ښکلي پوست لرلو ته ضرورت نه شته چې زیاتې پیسې مصرف کړئ، که تاسو هم غواړئ چې ښکلی او صاف پوست ولرئ نو لاندې سهارني عادتونه خپل کړئ.
لومړی:
د ښکلي پوست لرلو لپاره هر سهار مو مخ او بدن په ملایمو مینځونکو ومینځئ، متخصصین وایې چې د ښکلي او صاف پوست لرلو لپاره هر سهار په ملایم مینځونکو توکو مو مخ او صورت ومینځئ تر څو د شپې له مخې په پوست راټول شوي غوړ له منځه یوسي.
دویم:
د ښکلي پوست لپاره باید پوست د چاپیریالې ناوړه شرایطو وساتل شي، د پوست د تازه والي لپاره د ماورألبنفش څخه د ساتلو لپاره د انټي اکسیډانونو څخه ګټه واخیستل شي، د پوست د ساتلو لپاره د مروجو انټي اکسیډانونو، د C ویټامین، د E ویټامین، فولیک اسیدو او شنه چای څخه ګټه واخلئ.
درېیم:
هېڅکله د لمر ضد کریم له یاده مه باسئ، ورځ مو د SPF 30 کریمو په استعمال شروع کړئ، د لمر ضد کریمو له استعمال څو دقیقې وروسته خپل ارایش وکړئ.
څلورم:
هغه خلک چې نرم او سالم پوست غواړې هېڅکله د مخ، غاړې او لاسونو د پوست ساتنه له یاده نه باسي،
د لمر ضد کریم په مخ، غاړه، د لاسونو شا او هغه ځایونو ووهئ چې د لمر وړانګې ورباندې لګېږي، هغه خلک چې دا کار له یاده باسي د پوست د ډول ډول ناروغیو سره مخ کېدای شي.
پنځم:
هغه خلک چې سالم پوست غواړې هیڅکله ګرم شیانو ته لاس نه وروړي، له حد زیات ګرم شي ته لاس وروړل مو د لاس تڼاکې او التهاب نور هم زیاتوي، همدارنګه نورو التهابونو ته لاس وروړل هم التهاب درته پیدا کوي.
شپږم:
هغه خلک چې سالم او نرم پوست لري خوراک یې له ډول ډول خوړو جوړ وي، د ډول ډول سبزیجاتو او میوو په ځانګړي ډول توتانو څخه جوړ غذایي رژیم مو د پوست روغتیا تضمینوي، توتان په خالص ډول هم که وخوړل شي ګټه لري.
اووم:
په کافي اندازه اوبه وڅښئ، کله چې ستاسو د بدن اوبه کمي شي پوست مو وچ او چاودلی ښکارېږيو همدارنګه څېره مو ستړې معلومېږي، پوست مو رطوبت کې خوښ وي، په دې اساس د پوست د سالم ساتلو لپاره مو د بدن اوبه پوره وساتئ، د سهار چای څښلو او یا د قهوې له څښلو وړاندې یو ګیلاس اوبه وڅښئ او د ورځې په جریان کې مو د بدن اوبه پوره وساتئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.