د شخصیتونو پیژندنه

حنیف طیب

605

ستر خلک له نورو وړاندي سلام کوي . میانه خلک په سلام کولو کې تلوار نه لري . واړه خلک تمه لري نور خلک سلام ورته وکړي .

 ستر خلک لومړی سوچ کوي بیا خبرې کوي .ړمیانه خلک لومړی خبرې کويړبیا سوچ کوي .  واړه خلک هیڅکله سوچ نه کوي .

 ستر خلک د نورو خلکو بدۍ هیروي . میانه خلک دا نه مني چې کوم شی هیروي . واړه خلک د نورو خلکو نیکۍ هیروي .

ستر خلک نیوکه منلای شي . میانه خلک له نیوکې تیښته کوي . واړه خلک د نیوکې سره دښمني کوي .

 ستر خلک خپلې تیروتنې جبرانوي . میانه خلک خپلې تیروتنې بیا تکراروي . واړه خلک له سره خپلې تیروتنې نه مني .

 ستر خلک د نورو خلکو د موقف ساتلو فکر کې دي . میانه خلک یواځي خپل موقف ساتلو فکر کې دي . واړه خلک د نورو د موقف لمنځه وړولو فکر کې دي .

 ستر خلک د الله ج د رضا کولو سوچ کوي . میانه خلک د مخلوق د رضا کولو سوچ کوي . واړه خلک یوازي د ځان رضا کولو سوچ کوي .

 ستر خلک د نورو غوښتنې ور پوره کوي . میانه خلک له نورو تمه لري . واړه خلک خپلې غوښتنې په نورو مني .

ستر خلک د نورو د حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي . میانه خلک یوازې د خپلو حقونو ترلاسه کولو هڅه کوي .  واړه خلک د نورو خلکو د حقونو د ضیاع هڅه کوي .

ستر خلک خپلې چارې سمې ترسره کوي ان که هڅونه هم نه وي . میانه خلک د هڅونې په شرط چارې سمې ترسره کوي . واړه خلک ترڅو تنبیه نشي چارې سمې نه ترسره کوي .

 ستر خلک تاسو ته ډیره مثبته انرژې درکوي . میانه خلک نه مثبته انرژې درکوي او نه منفي . واړه خلک تاسو ته یوازې منفي انرژې درکوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.