په مريخ کې موندل شوى حيرانوونکى روښانه شى

513

په مريخ کې موندل شوى حيرانوونکى روښانه شى څه دى؟

تيره ورځ د ناسا د پرسويرينس راور (روباټ) لخوا يو انځور واخيستل شو چې زياتره خلک يې حيران کړ او دا انځور په خواله رسنيو کې خپور شو.

د پرسويرنس راور ټيم په ځواب کې وويل:

زمونږ ټيم د مريخ د خاورې د سمپلونو د ټولولو په حال کې وو او د مريخ خاوره څېړله چې هغه وخت مونږ يو څه غير عادي شى وليدل چې سر کې مونږ هم ډېر حيران کړو. خو اصل کې دا روښانه شى داسي څه ندى چې د مريخ پوري اړوند وي بلکه د انسان د لاس جوړ شوى څيز دى.

دا د راکټ د تودوخي يوه زرينه ورقه ټوټه ده چې مواد يې د تودوخې کنټرول لپاره کارول کیږي او د راکټ د کيناستو په حال کې شاوخوا 2 کیلومتره لرې غورځیدلې.

ياده ټوټه که چيرته په ځير سره زووم او وکتل شي نو څرګنديږي چې د راکټ د تودوخې يوه زرينه لايه ده چې د باد پواسطه لرې غورځيدلې او د ډبرو په منځ کې بنده پاتې شوي.

همداشان په مريخ کې د انسانانو لخوا زيات کثافات او د راکټونو ټوټې شاوخوا موندل شوي چې زياتره يې د

مريخ د شګو طوفانونو پواسطه د خاورو لاندي شوي.

عکس د ناسا  پرسويرنس د راور له پاڼې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.