د ښځو او نجونو په اړه د ط.. البانو سخت دریځو تګلارو سخته خفه کړې یم

354

د ملګرو ملتونو تلونکې استازې: د ښځو او نجونو په اړه د ط.. البانو سخت دریځو تګلارو سخته خفه کړې یم.

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز خپل کار پای ته ورساوه او له دې هېواده د تګ په وخت یې پخپل وروستي پیغام کې د ط.. البانو پر «سخت دریځو تګلارو» سخت خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې دوی د ښځو حقونه او د مطبوعاتو ازادۍ محدودوي او ټول شموله حکومت نه جوړوي.

هغه وایي کله چې یې په افغانستان کې کار پیل کړ داسې فکر یې نه کاوه چې دا هېواد به په داسې حالت کې پرېږدې څنګه چې اوس دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشرې ډیبورا لاینز د 2020 کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه کار پيل کړی وو.

مېرمن ډیبورا لاینز پرون د افغانستان له خلکو سره د مخه ښې په پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې کار د جګړې او .کـ.رونـ.ا وبا خپرېدو له امله له چېلنجونو سره مخ وو.

مېرمن ډیبورا په تېرو لسو میاشتو کې چې ط.. البان پر افغانستان واکمن شوي د ط.. البانو له اکثرو مشرانو سره یې ناستې کړې او له هغوی یې په کلکه غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري او یو داسې حکومت جوړ کړي چې د دې هېواد ټول اړخونه پکې برخه ولري.

د ط.. البانو له خوا له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو بندولو ته په اشارې سره مېرمن ډیبورا لاینز ویلي داسې فکر یې نه کاوه چې د دغه هیواد په میلیونونو نجونې به له زدکړو محرومې شي:

“زما زړه په ځانګړې توګه د هغو میلینونو افغانو نجونو لپاره چې د زده کړو له حقه بې برخې شوي او د هغو با استعدادو افغان میرمنو لپاره مات شوی چې د یوې ټولنې د بیا رغونې لپاره د دوی له وړتیا وو څخه د کار اخیستو پر ځای ورته په کور کې د پاتې کېدو ویل شوي”.

مېرمن لاینز پخپل پیغام کې د اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت د سقوط په اړه هم خبرې کړې دي‌ او وایي د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې د دې تجربه د توقع خلاف وه.

ډیبورا لاینز وایي د ملګرو ملتونو د استازې په توګه یې ډېر وخت د بین الافغاني مذاکراتو پر پیاوړي کولو، د باور پر جوړولو او د سیمه ییز اتفاق پر پیدا کولو تېر کړ:

“بریالیتوب به د جمهوريت او ط.. البانو ترمنځ د یوه موقت حکومت په اړه موافقه وه چې ط.. البان پکې شامل وای، چې دې به جمهوريت ټولشموله او همدارنګه د بشري، مدني، سیاسي او د ښځو حقونو په برخه کې لاسته راوړنې خوندي کړې وای، دا کار ناممکن ثابت شو او جمهوریت حتی د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې سقوط وکړ”.

د یوناما تلونکې مشرې ویلي په داسې حال کې چې د کابل سقوط ورځ تر بلې یقیني شو او ډېرو سفارتونو د خپلو کارکوونکو په ایستلو پیل وکړ، یوناما او ملګرو ملتونو پرېکړه وکړه چې په افغانستانه کې پاته شي او خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو د تېر کال په ستمبر کې له افغانستان سره د بیړنیو مرستو لپاره یوه غونډه وکړه او د ژمي په اوږدو کې یې له نړیوالو یو ارب ډالر مرسته را ټوله کړه. مېرمن ډیبورا لاینز وایي‌ د ط.. البانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدو او پر مشرانو یې د بندیزونو له کبله دوی د دغو مرستو د لګولو لپاره کار پیل کړ:

“موږ وشو کولی د نغدو پیسو په واردولو بشردوستانه چارې سر ته ورسوو. ددې په پایله کې نږدې 20 میلینه خلکو یو نه یو ډول مرستې ترلاسه کړې او اقتصاد په داسې حال کې چې خورا کمزوری وو، په بشپړ ډول سقوط ونه کړ”.

د ملګرو ملتونو تلونکې استازې ویلي د کابل تر سقوط وروسته د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ او د ټول شموله سیاسي استازیتوب د محدودیت په خاطر د ط.. البانو له سختو پالیسیو سره سره د پرمختګ یواځینۍ لار له هغوی سره سیاسي ښکېلتیا ده ځکه یې دفتر یوناما په افغانستان کې پاته شو او خپل فعالیت ته یې دوام ورکړ.

مېرمن ډیبورا لاینز وایي‌ افغانستان نړیوالې ټولنې ته دومره مهم دی چې هېریدی یې نه شي، وایي یوناما به د یو باوري څارونکي او په افغانستان کې د پېښو د رپوټ ورکوونکي او د افغانانو، پر هغوی د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ به د باوري اړیکې په توګه پاته شي.

مېرمن لاینز د خپل پیغام په پای کې له افغانستان سره د مینې اظهار کړی او وایي کله چې یو مسافر افغانستان وویني له دې هیواد سره یې روح وتړل شي او باید بیرته ورستون شي، وایي “زه له دغې وینا سره چې زما په ذهن کې ښکته پورته کیږي دغه هیواد پریږدم”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.