بالزاک بیچاره

علم ګل سحر

531
له لمانځه وروسته زموږ د جومات (د کابل د څارندوی مینې جومات) ملا صاحب په وعظ پیل وکړ، په احساساتو راغی ویل یې بالزاک د کفارو یو لوی ظالم او بي رحمه قوماندان و، دې لعین له مسلمانانو سره ډیر جنګونه کړي دي او ډیر مسلمانان یې شهیدان کړي دي خو بیا دی هم د سپي په مرګ مردار شو…
مقتدیانو چا ژړل چا په بالزاک لعنتونه ویل، له ما سره په صف کې ناستو څو جنرالانو او ‌ډګروالانو هم په باالزاک لعنتونه ویل. ما په هغو ورځو کې د بالزاک یو تلپاتې اثر (زنبق دره) د دوهم ځل لپاره بیا لوست، دې خبرو ته مې سخت زړه تنګ و، ملاصاحب لا په هماغو احساساتو خبرې کولې: بالزاک دومره ظالم و چې اسیر مسلمانان به یې پخپله حلالول…
زموږ د جومات مقتدیان زیاتره د ډاکتر نجیب الله د وخت افسران وو ، د مجاهدینو وروڼو په اصطلاح ټول کمونیستان وروڼه وو، نه مې غوښتل د ملاصاحب د وعظ په وخت کې څه ووایم، نورې خبرې یې ګټورې او دا ملاصاحب هم زموږ تر نورو تیرو ملایانو د مطالعې خاوند و۔
د باندې مې څو ډګروالانو ته وویل ولي مو په بالزاک بیچاره لعنتونه ویل.
اونوره دو بالزاک نه د کفارو قوماندان و نه کوم ظالم سړی. یو لوی لیکوال و چې د خپل هیواد فرانسې او د نړۍ ادب ته یې ډیر څه ورکړي دي.
زما ګاونډیان چې ځیني یې دلته فیسبوک کې هم راسره ملګري دي ممکن هغه ورځ په یاد ولري چې څنګه زموږ تعلیمیافته کسانو چې زیاترو یې په بهر او په تیره پخواني شوروي اتحاد کې لوړې زده کړې کړې وې په لیکوال بالزاک بیچاره لعنتونه ویل.
زموږ لوستي او نالوستي له خپل فکر څخه کار نه اخلي څه چې پیر میر ورته وایي په پټو سترګو یې مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.