Browsing Tag

علم ګل سحر

اسحق ننگيال،د ژورناليست په توګه

زمونږ په ټولنه کې اسحق ننگيال، د يوه شاعر په توگه پېژندل شوى دى، د داسې شاعر په توگه چې په شعرونو کې يې نوښت، نوې انځورونه، نوې بريالۍ تجربې، نوې ژبني او نادر ترکيبونه او نورې هنري ښېگڼې ليدل کېدې. اسحق ننگيال د دې تر څنگ، د پښتو شعر، په…

په بهرنیو هیوادونو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو ارزښت او لارې چارې

ماته دا نصیحت کړی پاچا خان دی څوک چې خپله ژبه سپکه ګڼي، سپک شي دغه ګفت د داسې لوی ملنګ د خولې دی څوک چې خپله ژبه ورکه کړي، نو ورک شي ... د مورنۍ ژبې د ارزښت په اړه ډیرې لیکنې او خبرې شوې دي که په لنډ ډول ووایو هر انسان له خپلې مورنۍ…

علمي او اکاډمیکه څېره علم ګل سحر

ښاغلي علم ګل سحر دښاغلي محمد سلیم زوی او د  (۱۹۶۳ )زېږدیز کال  د می په ١٩مه نېټه   د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. ښاغلي سحر خپلې لومړنۍ زده کړې د زرملي په باتور ښوونځي کې، منځنۍ  زده کړې يې د غزني د شېخ…

باز او زرکه

ژیړه زرکه ښکلې وه له کوره راوتلې وه ناسته په ډبره وه ډیره معتبره وه تل ډیره خوشحاله وه د غره خواکې یې ځاله وه دې ویلې سندرې له نورو څخه لیرې باز راغی له غرونو پوري له ځنګلونو د باز سترګې سرې…

بهانه

له خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تیاتر ته به ځو. باید د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسیدلی وای او دوی مې راسره بیولي وای. په یوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نیمې بجې وې، ټکټونه هم له ما سره ول. په تلوار کورته ولاړم نه بجې…

که مرګ غواړی کندز ته ولاړشه

 دا متل د کندز ولایت په اویا اتیا کاله مخکې حالت صدق کوي .هغه وخت کندز یو داسې ځای وه ،چې ژوند پکې تفریباً نا ممکن و۔ د هیواد لوی لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی په یوه راډیویي مرکه کې راته وویل: کندز هغه وخت یوه هیره شوې سیمه وه،د…

بالزاک بیچاره

له لمانځه وروسته زموږ د جومات (د کابل د څارندوی مینې جومات) ملا صاحب په وعظ پیل وکړ، په احساساتو راغی ویل یې بالزاک د کفارو یو لوی ظالم او بي رحمه قوماندان و، دې لعین له مسلمانانو سره ډیر جنګونه کړي دي او ډیر مسلمانان یې شهیدان کړي دي خو…

ډیوه

موږ پخپله پخپل منځ کې ډیوه مړه کړه په لوی لاس مو په ځانونو توره شپه کړه هغوی وخندل له څنګ سره مو تیر شول موږ چې توره د خپل ورور په وینو سره کړه ستا د شونډو د شربت په تنده مړ دی اوس سایه خو د اوربل دې پرې خوره کړه ما ګدا…

د یوې پخوانۍ سندرې شالید

د یوې پخوانۍ سندرې شالید پاس د تنګي مستې ځدراڼې جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه دا اصلآ لنډۍ ده، چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې خو ډېر کسان دا لنډۍ نه؛ بلکې سندره بولي؛ ځکه چې ډېر وخت د سروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په…

امان الله خان

نن د دغه ستر انسان شاه امان الله خان د وفات دوه شپیتم تلین دی غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاته معارف ته ډیره پاملرنه کوله ډیر وخت به یې پخپله په ښوونځیو او د سواد د زده کړې په کورسونو کې تدریس کاوه د غازي امان…