جان پل سارتر او د نوبل جایزه

نقیب احمد عزیزي

937

د فرانسوي فيلسوف او ليکوال جان پل سارتر د زوکړې ۱۱۷ کاله پوره شول.
ليکوال او فيلسوف جان پل سارتر ته نوبل جايزه په دې خاطر ورکړل شوه چې د ده فکري، فلسفي او ادبي کارونه د ازادۍ له روحه، د حقيقت له مينې او له پراخه اغېزه ډک وبلل شول.
خو د نوبل جايزې دغه ګټونکي اعلان وکړ چې د دې جايزې منلو ته تمايل نه لري.
د نوبل کمېټې هماغه وخت وويل، سره له دې چې دغه تمايز رد شوی، خو د جايزې اعتبار ته تغيير نه ورکوي، يوازې دومره ده چې اکاډمي دا اعلانولای شي چې سږ کال د جايزې ډالۍ د امکان وړ کار نه دی.
سارتر هغه وخت خپل نظر په فيګارو ورځپاڼه کې خپور کړ، و يې ويل چې دا جايزه يې د نوبل د اکاډمۍ په مقابل کې د بې‌اعتنايي پر بنسټ نه ده رد کړې، بلکې د خپلو شخصي او عيني دلايلو له مخې يې له منلو تېر شوی دی.
په شخصي دلايلو کې يې يو دليل دا و چې دی د ليکوال له وظيفې يو ځانګړی برداشت لري، هغه برداشت داسې دی چې دی يې مخکې هم د رسمي افتخاراتو له تر لاسه کولو را ګرځولی دی او پر دې اساس يې اوسنی اقدام (د نوبل جايزې ردول) بې‌سابقې کار نه دی.
هغه په لژيون کې افتخاري غړيتوب رد کړ او د فرانسې کالج ته د ننوتلو تمايل يې هم نه درلود. سارتر ته که د لينن جايزه وړانديز شوې وای، هم يې ردوله. سارتر به ويل چې يوه ليکوال ته د دغسې افتخاراتو منل، دا معنا لري چې خپل شخصي تعهد له ډالۍ ورکوونکې موسسې سره غوټه کوي او تر ګردو مهمه دا چې يو ليکوال بايد ځان ته اجازه ور نه کړي چې په يوه موسسه کې مدغم شي يا پرې بدل شي.
په عيني دلايلو کې سارتر دا باور مهم ګاڼه چې د ختيځ او لوېديځ علمي راکړه ورکړه بايد د انسانانو او فرهنګونو تر منځ داسې وشي چې بنسټونه او نهادونه دخالت پکې و نه لرلای شي. هغه چې نورې جایزې هم رد کړې وې، د ده په نظر چې دا ډالۍ د ټولو ايډيالوژيو او ملتونو د نظريو استازيتوب نه کوي، ده احساسوله چې د دغسې جايزو قبلول شايد نامطلوب او ناعادلانه وګڼل شي.
جان پل سارتر چې د وجودي فلسفې يا اګزسټنسياليزم معاصر مخکښ دی، پر دې باوري و چې انسان مختار دی او کولای شي د هغه فردي او اجتماعي بدلون سبب وګرځي چې دی يې غواړي. وجودي فلسفه وايي چې تاريخي جبر هم د بدلون وړ دی.
سارتر د انسان د اختيار په باره کې ډېر تأکيد کړی دی. يو وخت يو چا ورته وويل: که زه وسله درباندې ونيسم چې زما خبره ومنه، که نه ولم دې؛ نو ته مختار يې که مجبور؟ سارتر ژر ځواب ورکړ: مختار! ځکه کولای شم درته ووايم چې و مې وله، يا ويلای شم چې منم يې!
داسې انګېرم چې سارتر د نوبل جايزې په ردولو اثباتوله چې انسان څومره مختار دی! هغه مسايلو ته د اختيار له زاويې کتل، فکر کوم د ازادۍ دومره پيروي يې کوله چې ځينې نورې ازادۍ يې ورته قربانولې. يو فلسفي ـ منطقي نقد ورباندې داسې کولای شو چې ګواکې سارتر د ازادۍ داسې غلامي وکړه چې اختيار يې استعمال نه شوای کړای، يا سارتر دومره ازادي عملي کړه چې لاسي يې د ځان اختيار د جبر دايرې ته ننه‌ايست.
د دغه فيلسوف او ليکوال د مينې پاړکی هم د يادولو دی، خو دلته به همدومره ځکه بس وي چې نن ما تصادفي د ليکوالۍ د اصالت او ماهيت اړوند ليکل کړي وو. پر ساتر ګڼ بحثونه او نيوکې هم شته چې د فلسفې او ادبیاتو محصلانو ته ډېر په درد خوړلای شي.
جان پل سارتر اوس ژوندی نه دی، د مړينې يې هم ۴۵ کاله کېږي. سارتر ۷۵ کاله ژوند وکړ. يوازې مرګ ثابته کړه چې لا هم تر سارتر په اختيار کې لوی لاس لري.
ــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.