!خپلواکي؛ احساسات او واقعيتونه

عبدالوحيد وحيد

497

خوښي، خفګان، غوسه، وېره او حيرانتيا ته غبرګون ښودل احساسات بلل کېږي او د انسانانو د معنوي اړخ ځانګړتیا ده. دا سمه ده چې موږ  په خپلو تيرو برياو، ځانګړتیاو او کلتوري ارزښتونو باندي بايد ووياړو او داچې احساساتي غبرګونونه طبيعي او سپيڅلي وي، انسانانو ته د حرکت جرئت او حوصله ورکوي، خو ډير وخت واقعيتونه نه تمثيلوي حقائق نندارې ته نه وړاندې کوي او هيجانيت خپروي.

د پخوانيو وياړونو يادول ګټه نه لري، بلکې را ژوندي کول يې ګټور وي. وختونه زموږ په خوښه او غوښتنه نه رامنځته کېږي، خو زموږ له غوښتنو سره سم وخت را منځته کول قيمت  لري او که مو کله هم   قيمت ادا کړاى شو، نو همدغه حالت به ننګونې په فرصتونو باندي د بدلون طلايي چانس وى.

که واقعاً له پرديو څخه د خپلو حقونو حساب غوښتونکي يو، له خپلې خاورې سره مينه لرو، نو اړتیا ديته ده چې په ملي کچه د ژوند په ټولو برخو کې په پرديو باندي تکيه په تدريجي ډول ختمه کړو،  د پرديو هيوادونو د سفارتونو په دروازو او پولو کې د ويزا لپاره د بي عزتي منل پرېږدو، په خپل غولي کې  په خپلو شړومبو ګوزاره وکړو.

موږ به هغه مهال ازاد هيواد ولرو چې ټول  قومي مذهبي، ژبنيو او سمتي تعصباتو ته لمن وهل وژونکي زهر وګڼو، له پرديو پيتزاو څخه خپل جوارى په مراتبو بهتر وګڼو، د وارداتي توکو په پرتله د خپلو محصولاتو کارولو ته ارجحيت ورکړو. نران او ښځې د ژوند په هره برخه په علمي فني او حرفوي زده باندې تمرکز وکړو. له خپلمنځي جګړو څخه کرکه وکړو، له مشرانو څخه حساب وغواړو د هغوى په ستايلو کې د ترانو غږولو دود ته د پاى ټکى کيږدو، د مشرانو ملاتړ د هغوى د کړنو او ملي ګټو ته د تعهد په معيار وکړو.

د نظامونو د سمون په موخه د وسلو پورته کولو او د  نسکوريدو تکل نه، بلکې د نظامونو د خرابولو او نسکورولو مخنیوى وکړو. د توپک په زور د نظامونو نړولو او واک ترلاسه کولو دود د تل لپاره له منځه يوسو، له حاکمې ډلې څخه د خدمتونو او اسانتیاو برابرولو، بشري حقونو امنیت او مصئونيت تر لاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو او حاکمه ډله متوجه شي چې د هغوى اساسي دنده د خپلو خلکو  ډبول نه، بلکې  د هيواد او ولس چوپړتيا ده.

طبعي خبره ده چې په حاکمه ډله کې ټول خلک پريښتې نه وي. ښه او بد افراد پکې شتون لري. کله کله به بد خلک د ناپوهانو په ملتيا زموږ د حقه حقونو د غوښتنې په وړاندي منفي غبرګون ښئي،  مختلف خنډونه به ورته ايجادوي، خو ويښ ملتونه او د ملت له خيټې څخه راټوکېدلې مشران احساساتي غبرګون نه ښئي، په چيغو شعرونو او شعارونو باندي بسنه او د هيواد پريښودو ته مخه نکوي. د حکومت په نړولو پسې توپک ته لاس نه اچوي. بلکې د حق ترلاسه کولو لپاره  د خپل ولس په ملتيا سوله ایزه مبارزه پيلوي او د مبارزې بيه ورکوي.

دا سندرې هيڅ ګټه نلري چې غچ به درنه واخلم،  حساب به درسره کوم، په دهلي کې مو حکومت درلوده، اصفهان مو مستعمره وه، انګريز مو په ګونډو کړ، شوروي مو په منډه تښتېدو ته اړ ايسته، امریکا مو سلامي کړ، هغه مو داسې کړ او دغه بل مو هاسې کړ. که وخت راغى نو اسمان ته به والوزم او که موقع برابره شوه نو ځمکه به باغونه او دنګ دنګ بلډينګونه کړم.

که څوک يې مني او يا يې هم نه مني، هيڅ پرواه نکوي خو دا خبره له لمر څخه روښانه ده چې روحانيت او روحانيون (نفسياتي او عقيدوي مشران) د افغانستان د ولسونو په ټولنيز ژوند، فکري او ذهني رنځونو په درملنه کې ستر رول او ژورې ریښې لري. کيداى شي  د زده کړو په برخه کې زموږ د ټولنې وروسته پاتې والى ددې لامل وي چې له عقيدوي  اړيکو څخه په ځينو مواردو کې سؤ استفاده شوې وي او لا اوس هم د ځينو مذهبي مشرانو لخوا له ياد اړخ څخه سؤ استفاده دوام لري، خو زموږ  احساساتي او جزبات ځوان نسل هم کله کله د خپلې ټولنې عقيدوي او کلتوري اړخونو ته له پام کولو پرته او د روڼ آندو په توګه د ځان ښودلو په موخه د روحانيت او روحانيونو په هکله بېځايه او په افراطيت ولاړ غبرګون ښئي.

د بېلګې په ډول له تېرو څو ورځو راهیسې د يوه سپين ږيري پير  په تړاو احساساتي او نا سنجول شوي غبرګونونه روان دي. کيداى شي د پير په چلن کې ستونځه شتون ولري خو ايا د پيرانو او مريدانو ترمنځ د تعامل فوق العاده تعامل زموږ په ټولنه کې سابقه نه لري او تازه پېښه ده؟ ايا موږ نور کړکېچونه ستونځې او نيمګړتياوې نلرو؟ ايا د پير او مريد ترمنځ  دغه ډول تعامل په يوه سپين ږيري پير باندي د ملنډو وهلو او په نسب باندي د يهوديت ترکچې تورونو لګولو له لارې ختميداى شي؟ ايا دغه ډول غبرګون زموږ په ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو او افغاني کلتور نفى نه کوي؟

موږ هغه ولس يو چې د وخت راتلو په انتظار کې  ويده او وياړونو ملتونو له کاروان څخه وروسته پاتې يو. که  په خپل حال خبرو کوو، که د خپل ولس دربدر حالت ته ځير شو، که د خپلو اوسنيو ستونځو ژوروالي ته متوجه شو او که په خپلو عيبونو باندي يوه څيړنه وکړو، نو پوهيږو چې د غور او پش جوړول ځانونه د شرق او غرب ماتوونکي ګڼل له موږ سره نه ښايي.

موږ که هر څومره د ازادي ترانې وغږوو، خو زموږ ګوډه پښه  شاهدي ورکوي چې موږ لاهم د خپلواکي منزل ته تر رسېدو وړاندې ډير مزلونه لرو. له تيرو څو لسيزو راپدیخوا په سياسي او اقتصادي برخو کې نه يوازې پرمختګ نه لرو، بلکې ډير شاته تللى يو. ملي يووالى مو ټکنى دى ، په سياسيونو باندي مو د واک حرص او د امتیازاتو ترلاسه کولو ويروس لګيدلى دى، ځوانان مو د احساساتو سمندري څپو پسې اخيستې او د نا معلوم سمت پر لور حرکت کوي، اقتصاد مو په مطلق ډول په پرديو مرستو باندې متکي دى او مجبور ولس مو د ژوندي پاتې کېدو لپاره پرديو خيراتونو ته ناست دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.