فروید او ادبیات

شفیق امیرزی

870

د شلمې پېړۍ د ارواپوهنې ستر عالم ډاکتر زېګموند فروید د المان په لایپزیک کې زېږېدلی دی او ۱۹۳۹ز کال د سپټامبر په ۲۳مه په لندن کې ومړ. هغه په شلمه پېړۍ کې په لسو غوره پوهانو کې راځي. د فروید افکار او نظریات د معاصرې ارواپوهنې لپاره انقلابي حیثیت لري. پر خوب، جنسي غریزې، لاشعور، فرهنګ، تمدن، ټولنه او نورو مهمو ټولنیزو او فکري مفاهیمو کې د ده ژور او زورور حضور لا هم د انساني علومو د متخصصینو او مفکرینو لپاره د تأمل وړ موارد دي. لسیزې تېرې شوې دي. په دې دومره اوږده موده کې د فروید فکري حضور لا هم هغسې محسوس او ځانګړی دی، لکه د ده د ژوند پر مهال چې مطرح و.
زیګمویند شلومو فروید، د ۱۸۵۶ کال په مې میاشت کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه د اتریش هېواد تبعه و او د ارواپوهنې د علم پلار بلل کېږي. فروید په ۱۸۸۱ ز کال کې په وین پوهنتون کې شامل شو. هغه د مغزي اختلالاتو او د خبرو له لارې د درملنې په برخه کې خپلې زده کړې پیل کړې. د هغه اصلي رشته د اعصابو درملنه وه، یعنې طبي ډاکټر و. هغه د وین په عامه روغتون کې کار پیل کړ.
هغه د روان او اعصابو په برخه کې خپلو مطالعاتو ته ادامه ورکړه او هڅه یې وکړه چې د خبرو او کلماتو له لارې د انسانانو اروايي درملنه وکړي. هغه هڅه کوله چې ارواپوهنه د یوه علم په حیث خلکو ته ور وپېژني. فروید به ویل چې د انسان روان د هغه له فزیک سره اړیکه لري، یا په دې مانا چې جسم او روان پر یو بل پراخ اغیز لري. یا سایکولوژیک او بیالوژيک اړخونه پر یو بل اغېز لرلی شي. فروید د خپلې مفکورې پر بنسټ هڅه کوله چې په اروا پوهنه کې یو نوی باب پرانیزي او دغه څه یې د انساني ژوند اړتیا بلله. ده به ویل د انسان په ژوند کې هر څه چې را منځ ته کېږي لږ او ډير له هغه څه سره اړیکه لري چې ماشومتوب کې ورسره مخ شوی دی. ده د ماشومتوب دوره له حمل تر پنځه کلنۍ پورې ګڼله. هغه په دې توګه په اروا پوهنه کې ستر ګامونه پورته کړل او ځان ته یې د معاصرې اروا پوهنې د پلار لقب وګاټه. دده له هڅو وروسته ارواپوهنه او اروايي شننه، طب، ادبیاتو او ژبپوهنې ته ننوتته.

فروید له ادبیاتو سره څه اړیکه لري؟
زیګمویند فروید د اروایي شننې چاره د ادبیاتو له لوست پيل کړه. هغه د خپل وخت مهم ادبي اثار ولوستل او هڅه یې کوله د کرکټرونو او یا لیکوالانو اروايي شننه وکړي. پر دې موضوع تر بحث مخکې ښه دا ده چې د فرویډ پر مهم کشف چې موږ یې لاشعور بولو خبرې وکړو.
فروید د انسان د ذهن یو نوی تعریف وړاندې کړ. ده وویل ذهن تر هغه څه ډېر پراخ او پېچلی دی چې موږ یې تر اوسه په اړه تصور لرو. دده په خبره د انسان ذهن درې برخې لري، چې هره برخه په ځانګړې توګه د انسان د شخصیت په تکمیل کې ونډه لري. فروید د انسان د ذهن جوړښت د یخ هغه ټوټې ته ورته باله چې په سمندر کې پرته ده. ددې ټوټې ډېره برخه په اوبو کې ده او ډېره لږ برخه یې د لیدلو وړ ده. هغه د ذهن جوړښت په لاندې توګه تشریح کړی و.
الف: شعور
شعور فروید د ذهن هغه برخه بولي، چې په اسانه د لاسرسي وړ ده. یا په هغه کې شته یادونه زموږ ورځنی ژوند جوړوي، په ورځني ژوند کې ترې استفاده کوو. که د یخ د ټوټې مثال ته وګورو نو شعور د ذهن هغه برخه ده چې له اوبو بهر ده، د لیدلو وړ ده او بنسټ یې بیا لاشعور او تحت شعور جوړ کړی دی، لکه له اوبو بهر د یخ ټوټه چې تر اوبو لاندې برخه باندې ولاړه ده. یا ویلی شوو چې د ذهن دوه نورې برخې شعور او لاشعور زموږ د شعور بنسټ جوړوي او ددوی فعالیت زموږ په شعور کې را څرګندېږي.
ب: لاشعور
لاشعور د ذهن هغه برخه ده چې د شعور او تحت شعور ترمنځ واقع ده. په دې کې د انسان تجربې دي، هغه تجربې چې له ماشومتوبه ورسره دي او تر نن پورې را روانې دي. په دې کې تر ډېره هغه یادونه او تجربې دي چې انسان هڅه کوي هېرې یې کړي یا هغه غوښتنې پکې راټولې دي چې په رښتیني ژوند کې یې انسان په حقیقت بدلولو نه دی بریالی شوی.
ج: تحت شعور
دا د فروید په نظر د ذهن درېیمه برخه ده. تر فروید وروسته د هغه نوموتي شاګرد کارل ګوستاو یونګ د ذهن دا برخه ټولنیز شعور وبلله، چې د ذهن تر ټولو ډېره برخه رانغاړي. دا د ذهن بیخي تیاره تجربې دي، موږ ته نه ښکاري، خو زموږ د کړو وړو، فکر او چلند په کنټرول او رامنځ ته کېدو کې مهم رول لري. یونګ په دې باور دی چې ټولنیز شعور یا د فروید تحت شعور، د نیکونو تجربې دي، د نسلونو تجربې دي او دا تجربې همداسې یو په بل پسې تر موږ را رسېږي.
اوس اصلي خبره د تحت شعور او لا شعور ده. فرویدي کره کتونکي او د فروید له نظریې اغېزمن لیکوالان په دې باور دي چې لیکوالي او هنر د لاشعور تجربې دي. د دوی په خبره که موږ له شعور خبرې کوو، یا قصدا غواړو خپلو خبرو ته رنګ او بڼه ورکړو، نو دا به مصنوعي وي خو که موږ د لا شعور تر غاړه کېنو او له دې ځایه د هنر کوزه راډکوو او په اثارو کې یې راڅرګندوو، نو دا به اصیل ادب وپنځوي. فرویدي کره کتونکي په دې باور دي چې د لا شعور او تحت شعور یا ټولنیز شعور تجربې، د انسانانو ترمنځ شریکې دي، خو د شعور تجربې فردي وي. نو له همدې امله که موږ غواړو چې فکر او پنځونې مو د ټولنې د وګړو ترمنځ لوستونکي ولري، نو اړ یو چې د لاشعور تجربې راڅرګندې کړو. کله کله دا تجربې د شاعرانو او لیکوالانو په اثارو کې لاسي او تصنعي نه وي، بلکې په ناخبره توګه د دوی په اثارو کې رامنځ ته کېږي. له همدې ځایه د اروايي کره کتنې بنسټ هم پیلېږي.
موږ که غواړو چې د لیکوالانو په اثارو کې د دوی اروايي اړخ وشنو، یا دا ثابته کړو چې هغه څومره لاشعوري تجربې په خپلو اثارو کې رابرسېره کړې او یا یې څومره د اصلي اثر په پنځونه کې کوښښ کړی دی نو موږ اړ یو چې د فرویدي کره کتنې یا اروايي شننې له لارې دې اثارو ته ننوځو. نو فروید یوازې په ارواپوهنه کې محدود نه شو، بلکې جوړه کړې لاره یې تر ادبیاتو وغځېده او دلته یې هم خپل اغېز پرېښود. نو که خبره را لنډه کړو دې پایلې ته رسېږو چې د فروید د لاشعور نظریې پر ادبیاتو او نورو هنري پنځونو تاثیر درلود او ددې لارې لارویان وایي اصلي هنر به له لاشعور سرچینه اخلي او که موږ په عامه اصطلاح وایو، خبره به له زړه پاڅېږي پر زړه کېني. که موږ دې مسئلې ته ګورو چې د یوه شاعر خبره د لسګونه کسانو د زړه خبره وي، نو د فروید د نظریې په اساس دا د لاشعور خبره ده، ځکه لاشعور د انسانانو تجربې دي، دا تجربې تر ډېره مشترکې دي، د تحت شعور یا د یونګ په وینا د ټولنیز شعور خبرې خو بیا بیخي مشترکې دي او ډېر کسان د یوه کسه خبره خپله خبره بولي، ځکه دا تجربې د نسلونو دي، د نیکونو دي او له موږ نورو ته د حجروي لېږد په واسطه لېږدول کېږي.
فروید، شخصیت او سیمبولونه
د فروید بله مهمه نظریه د شخصیت د برخو په اړه وه دی په دې باور و چې د انسان شخصیت د ذهن تر تاثیر لاندې دی او دا چې ذهن درې برخې لرلې نو د هرې برخې د سهمیې پر بنسټ د انسان شخصیت هم تشکېلېږي.
د فروید په وینا د انسان شخصیت درې برخې لري:
الف: اید
دا د شخصیت هغه برخه ده چې غرایز پکې راټول شوي دي. دا برخه هېڅ تحلیل نه لري، خپلې غوښتنې، کلتور، اصولو، د ټولنې دودونو او نورو محدودیتونو ته له پاملرنې پرته مطرح کوي. د شخصیت دا برخه شروره ده، د خیر فکر نشته ورسره او هر څه چې ویني د خپلولو غوښتنه یې کوي. د غرایزو ژر پوره کېدل غواړي.
ب: سوپر ایګو
دا د شخصیت آرامه برخه ده. دا انسان سپېڅلتیا ته هڅوي. انسان له ناسمو راګرځوي، دا برخه وایي چې انسان دې غوښتنې پوره کړي، خو په سمو لارو. په داسې لارو چې دده ژوند ته خطر جوړ نه کړي، په داسې لارو چې د ټولنې دودونه تر پښو لاندې نه شي. فروید په دې نظر دی چې اید له انسان سره یو ځای پیدا کېږي، خو سوپر ایګو بیا له ټولنې خپلېږي. انسان له ودې سره هممهاله له اوصولو، محدویتونو او فرهنګ سره مخ کېږي او دا یې په ذهن کې ځای نیسي، نو کله چې اید خپلې خپلسرې او بې پروا غوښتنې مطرح کړي، سوپر ایګو مداخله کوي او تمه کوي چې اید دې خپلې غوښتنې له اصولو سره سمې کړي او په سوپر ایګو کې شته قانون او تګلارې ته دې درناوی وکړي.
ج: ایګو
دا د شخصیت هغه برخه ده چې د اید او سوپر ایګو ترمنځ توازن ساتي. دا د شعور په څېر هغه برخه ده چې نورو ته د لیدلو وړ ده. دا د شخصیت هغه برخه ده چې مخاطب یې ویني او یا موږ په ټولنه کې د هغه له مخې پېژندل کېږو. ایګو پر سوپر ایګو او اید ولاړ دی. ایګو که د اید او سوپر ایګو ترمنځ توازن وساتي نو د فروید په خبره انسان له اروايي کشمکش سره نه مخامخ کېږي، خو که دا توازن له منځه ځي انسان ته رواني ستونزې پیدا کېږي. اوس که اید غوښتنه مطرح کوي، سوپر ایګو یې پر زیانونو ایګو پوهوي او ایګو بیا خپلې ګټې ته په کتو پرېکړه کوي.
فروید وایي که د سوپر ایګو او اید ترمنځ توازن رامنځ ته نه شي، نو د اروايي ګډوډۍ سبب ګرځي. دده په خبره که سوپر ایګو د ایډ غوښتنې وځپي، نو هغه په لاشعور کې ذخیره کېږي. دا تیارو ته لوېږي او کېدای شي د انسان له شعور هېرې شي، خو د فروید په خبره دا له منځه نه دي تللې. دا هغه غوښتنې دي چې ستا په لاشعور کې شته دي او ستا پر اعمالو تاثیر لري. د بېلګې په توګه یو کس په ماشومتوب کې ځورول شوی دی، د هغه جرأت ترې اخیستل شوی دی، دا پېښه ده په بشپړه توګه هېره کړې ده، خو په لاشعور کې یې شته ده او دی اوس ځوان دی خو بیا هم همغه ډول بې زړه دی او پر ځان ویسا نه ښکاري.
فروید وایي د انسان د اید ځپل شوې غوښتنې له منځه نه ځي، دا شته دي او بیا بیا هڅه کوي چې د انسان په اعمالو، خبرو او هنري پنځونو کې ځان راښکاره کړي. نو د فروید دا نظریه ادبیاتو ته راغله. فرویدي کره کتونکي په دې باور دي، چې ځينو پنځونو کې د انسان ځپل شوې غوښتنې راځي، ځپل شوي تصورات یې برسېره کېږي او دا هر څه ددې سبب کېږي چې یو هنري اثر د ډېرو د پام وړ وي، ځکه په هغه کې لاشعوري تجربې دي، د ایډ یا سوپر ایګو خبرې کوي او دا تجربې او تصورات د ډېرو ترمنځ شریکې او یو شان وي.
فروید په دې باور دی چې د اید ځپل شوې غوښتنې په مستقیمه توګه ځان رابرسېره نه کړي، نو د سیمبولونو او خوبونو په بڼه هڅه کوي شعور ته راشي. دده په وینا خوبونه زموږ ددې اروايي وضعیت ښکارندويي کوي، تر څنګ یې زموږ په پنځونو کې سیمبولونه هم زموږ د اید ځپل شوې غوښتنې او هیلې رابرسېره کولی شي. په دې مانا چې د اید غوښتنې ډېر وخت له لا شعور د سیمبولونو په توګه رابرسېره کېږي، دا سیمبولونه کله مکمکل، کله ناقص او کله ترکیبي وي.
پایله:
په پای کې ویلی شو، چې د فروید نظریاتو په کره کتنه، پنځونه او ژبپوهنه کې خپل اغېز درلود. په ادبي کره کتنه کې یې د اروايي شننې یا ارواپوهنیزه کره کتنه رامنځ ته کړه، چې د اوصولو پر بنسټ یې موږ د متن له منځه د لیکوال اروايي وضعیت او غوښتنو ته ننوتلی شو. همدا راز د فروید نظریاتو په ادبیاتو کې د سمیبولیزم د پراختیا په برخه کې اغېزناک رول درلود چې تر ننه هم د پنځونو د سیمبولونو په سپړنه کې د هغه له نظریاتو استفاده کېږي. خو له دې ټولو سره سره فروید داسې کس دی چې د موافقانو ترمنځ مخالفان هم لري او په ارواپوهنه کې یې ځينې نظریات د مخالفینو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.