اغلې سحر احساس د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې

مرکه کونکې: پتانه ژوند

1,445

اغلې سحر احساس د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې:

د لیکوالې، شاعرې، کیسه لیکونکې او ژباړنې اغلې سحر احساس سره  د دعوت مېډيا ۲۴ له پاره زموږ درنې همکارې اغلې پتانه ژوند مرکه کړې

چې دا د دعوت درنو لوستونکو ته په ډیر درنښت وړاندې کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز 

دعوت مېډیا ۲۴

احساس هغه احساس چې د خدمت او مهربانۍ نه زیږېدلی

سحر احساس د مینې او فکر ژباړونکې 

دا ځل له ځانه سره شاعره  لیکواله او ژباړنه سحر احساس لرو 

هغه تصویر ګورئ مکمله ټوله ژباړه ده
هغه انځورګر د پټې میني راژباړلی ده

مرکه کونکې: پتانه ژوند

پتانه ژوند: محترمه سحر احساس : موږ د هر میلمه نه لومړی د هغوی د  پېژندګلوي او د تعلیم په اړه پوښتنه کوو نو اوس مهرباني وکړی تاسو هم لومړی د ځان په اړه راته ووایاست.
په وطن کښي د کوم ځای ياست  او زدکړي مو څومره، چیرته او په کومه څانګه کې ترسره کړي دي؟
سحراحساس: ډېره مننه کوم، بلکل معرفت اړين دی ځکه نورو خبرو ته لار پرانيزي . په وطن کې اصل د وردګو ولايت څخه یو او زده کړې مې د هرات پوهنتون پښتو ادبياتو څانګه کې کړي.

پتانه ژوند:  اورېدلي مې دي تاسو د هرات پوهنتون لومړۍ محصله ياست چي پښتو څانګه کښي مو زده کړي سر ته ورسولې آيا هلته څوک په پښتو زده کړي نه کوي؟
سحراحساس: د هرات پوهنتون لومړنيو څخه خو نه مګر د دريمې دورې محصلينو څخه یو چې له پښتو څانګې څه فارغ شو
ولې نه دلته پښتو زده کړې کېږي مګر ډېر کم پښتو ادب او ژبې ته ارزښت ورکول کېږي ځکه ماحول دري ژبی نو فرهنګي او محيطي رنګ پرې غالب دی.

پتانه ژوند: ولي مو پښتو ادبيات انتخاب کړل؟
سحراحساس: که ريښتيا ووايم ما له کوچينوالي څخه طب برخې سره ډېره مينه وه هڅه مې دا وه چې طب ولولم خو کله مې چې کانکور امتحان ورکړ يو انتخاب مې هم پښتو ادبيات وو ما ويل خپلې ژبې ته به د خدمت جوګه شم خپله ژبه پر موږ حق لري او دا شوه چې ورته بريالۍ شوم خدای شته لومړيو کې مې هیڅ ورسره جوړه نه وه دليل یې هم دا کيدای شي چې هرات په پوهنتون کې موږ ښه تکړه ښوونکي نه لرل
مګر د ځينو استادانو نيکي به  نه هيرو چې ویې هڅولو  مطالعه وکړو د هغوی له جملی څخه يو هم د هرات پوهنتون استاد ميوند ماښام يادولی شو
هغه وخت وو چې ما په مطالعه کې ځان وموندو او ادب مې د چپتر له چوکاته هاخوا په مطالعه کې وپيژاند اوس ډېره خوشحاله يم چې ادب ته راغلم اوس دا درک کوم چې ادب زما طبعي ته څومره  جوړ وو.

پتانه ژوند: ستاسو منوګراف د څه په اړه وو موضوع یې څه وه؟
سحر احساس: زما د مونوګراف موضوع د ښاغلي عصمت الله زهير د ژوند او فن په اړه وه
هغه کس چې په تش لاس‌ يې پښتو او پښتنو ته لسټوني راپورته کړي او په نشت يې ډېر څه کړي
موږ بايد نوم ورکي انسانان ټولنې ته ور وپيژنو هغوی چې شته لري په ادب کې د خپلو هڅو ترڅنګ د شتو په اساس هم ورپيژندل کېږي.

پتانه ژوند: تاسو د يوې ښوونکې په حيث هم دنده اجرا کړې ده، اوس حالات څنګه دي په ځانګړي توګه د انجونو د تعليم په اړه مشکلات شته او يا يې احساسوئ؟
سحراحساس: زه د يوې ښوونکې په توګه دنده سر ته رسوم ستونزې شته ولې موږ سره له دې چې وخت ورکوو درس ورکوو خو دولت د ارتقا نيت نه لري چې لوړو ټولګيو ته ارتقا ورکړي او نه يې هم د پرانيستو کوم هوډ لري.

پتانه ژوند: څه رنګه مو شعر ته مخه کړه او شعر مو څومره خوښيږي لکه ګلونه او که د هغه نه هم په يو بيل نظر شعر ته ګوری؟
سحر احساس: شعر ته مخ کول او شاعري دا خو ماسره نه ښايي چې وېې وايم
ځکه  زه؛  شعر او شاعري سره لېرې يو مګر کله کله ځينې توري سره پيوندوم
دا چې څنګه ورته راغلم ممکن درد. هر شاعر زما په نظر يو درد لري يايي لرلو او يا به لري زه هم د ژوند حالاتو ديته اړ ویستلم چې خپلې ناویلي خبرې د قلم ژبې ته راولم.

پتانه ژوند: تاسو د شعرونو يوه ټولګه هم ترتيب کړې وه هغه چاپ شوه؟
سحراحساس: څنګه ووايم هغه شعري ټولګه تر اوسه پاتي ده چاپ ته نه ده تللي حالات داسې شول چې هرڅه پاتي دي.

پتانه ژوند: محترمې سحر! ما په یوه بله مرکه کې د محترمي درخانۍ سره د هغوی په شاعري بحث درلود د هغوی شعر هم داسي لنډ شکل درلود نو هغوی د خپلو لنډکي شعرونو په اړه راته وویل چې د شعر دا ژانر د جاپان د ادب نه اخیستل شوې دی د (هایکو ) په نامه سره یادیږي. فارسي کې (شعري کوتاه) او پښتو کې ورته لنډکې شعرونه ویل کیږې. ایا کومه شاعري چې تاسو کوئ هغه ته هم ( د ژانر له پلوه)  لنډکی شعر نومولی سو او که دې شاعرۍ ته موږ کوم بل نوم ورکولای شو. یعني دې شعر ته موږ څه ډول شاعري ویلای شو؟
سحر احساس: څنګه چې اغلې درخانۍ ويلي بلکل دغه لنډکی شعر د جاپان هايکو څخه اخيستل شوی فارسي کې ورته سپين شعر وايي چې په ايران کې د احمد شاملو د شعر څخه دود شو
کوم ماټ کوډ څه چې زه  ليکم دا هم  لنډ شعر کې راځي.

پتانه ژوند: که پوښتنه درنه وشي چې پښتو کښي لنډکي شعر ته کومو شاعرانو معياري کار کړی دی ځواب به مو څه وي؟
سحر احساس: پښتو ادب کې ومان نيازي ډېر عالي کار کړئ د ومان شعر بيخي بل رنګ لري انسان فکر ته هڅوي او د پښتنې کلتور ماحول رنګ په کې دی

لښتی

خوب مي
باید
چیرته وڅنډم
او د ذوق له دېواله
د بهېدونکي لښتي نندارې  ته
تر سپېده چاوده له مخه
له څو سطره ډبرو سره
کښېنم
( ومان نیازی)

بتانه ژوند: تاسو چې څه مهال ژباړه کوی يا شعر ليکی ځان په څه ډول چاپېريال کښي خوښ احساسوی يوازيتوب کې، قدم وهلو کې او که په کوم بڼ کې؟
سحر احساس: زه ژباړه يا ليک هغه وخت کوم چې يوازې په يوازيتوب کې خوند راکوي ليکل وکړم هغه وخت مې د خيال نړۍ رنګينه وي.

پتانه ژوند:  که دا راته ووایاست د ادب په ډګر کې چا تشویق کړي ياست يا کوم استاد لری او که مو دا هرڅه پخپله مخ ته وړي دي؟
سحر احساس: د ادب په برخه کې خپلو استادانو او عصمت زهير ورور هڅولې يم
مګر دا هغه وخت وو چې دا هرڅه مې پيل کړي وو خو پيل مې د خپل محيط ماحول له تاثره کړئ دی.

پتانه ژوند: له کومې ژبې نه پښتو ته ژباړه کوی؟
سحر احساس: پښتو ته ژباړي ډیری له فارسي ژبې کوم.

پتانه ژوند: لفظي مطلب د لفظ نه لفظ ژباړل هنري ژباړه ده او که مفهوم ژباړل مهم وې؟
سحر احساس : لفظي ژباړه په ادب او شعر کې خوندوره نه ښکاري په شعر کې مفهوم اخيستل او خپل نيم خيال ورسره يوځای کول دا ښه ده.

پتانه ژوند: دې ته په کوم نظر ګوری ويل کيږي ژباړه د تخليق عمل دی؟
سحر احساس: ژباړه فکر نه کړم د تخليق عمل وي ځکه موږ هغه څه ژباړو چې د بل خيال وي او خپل نيم خيال هم که ورسره سر وخوري يوځای کوو دا نو تخليق نه شو.

پتانه ژوند: څه فکر کوی په تېر جمهوري دوره کې زباړې ته زيات کار وشو او که شوی وي دا کار څومره معياري وو؟
سحر احساس: په تير جمهوريت کې ريښتیا هم ژباړې ته ډېر کار وشو خو خبره دا ده چې موږ په پښتو کې نه يوازې په ادب کې بايد په هره برخه کې ژباړې وکړو لکه طب، حقوق .. او نوری برخې ترڅو زموږ ژبه له هره اړخه غني شي.

پتانه ژوند: تاسو خو ډېره پراخه مطالعه کوی نو څه ډول کتابونه مو زيات خوښيږي؟
سحر احساس: که ووايم د انسان فکر د ژوند په هر پړاو کې په يو حال نه پاتي کیږي پخوا مې د مينې ناولونو سره جوړه وه  مګر اوس د دې تر څنګ د ژوند لارښود او واقعيتونو کتابونه هم لولم لکه : کافکا، اوشو، نجيب محفوظ ، فرانکل او نور.

پتانه ژوند: يوه ليکوال او يو ژباړونکي ته مطالعه څومره ضروري ده لکه يوه انسان ته د خوړولو اړتيا او که د دې هم زيات؟
سحر احساس: ليکوال او ژباړونکې ته مطالعه ډېره اړينه ده همداسې چې تاسې وويل لکه يوه  انسان ته چې د خوړو اړتيا وي. که څوک غواړي ښه ژباړونکی يا ليکوال شي بايد ډېره پراخه  مطالعه ولري.

پتانه ژوند: تاسو د شعر او ژباړي تر څنګ نثر هم ليکی يا مو لنډي کيسې هم ژباړلي دي يا يې په راتلونکې کې په نظر کي لرئ؟.
سحر احساس: د شعر او ژباړې تر څنګ نثر هم لیکم او لنډې کيسې هم را ژباړم. او راتلونکي کې دا هوډ لرم چې خپلې ژبې او ټولنې ته د يوې ښې لیکوالې په توګه د خدمت جوګه شم.

پتانه ژوند: خبره شوم سحر احساس ستاسو مستعار نوم دی. زموږ ښځینه لیکوالاني ادیباني، هنرمنداني، سیاست میډیا  مطلب مبارزيني خدمت کوونکې زیاتره خپل نوم بدلوي. ولي په خپل نوم خدمت ونه کړې. ولي هغوئ ته په خپل نوم غږ ونه شي او په خپل نامه باید وویاړل شي تاسو د ماستري تر کچې زدکړې کړې، زحمت مو ویستی خدمت مو کړی. اما دا هرڅه د یو بدل نامه لپاره تر بدل نامه لاندي د خواشینۍ ځای دی لامل یې څه دی؟
سحر احساس: بلکل سمه خبره کوئ زما نوم مستعار دی ولې نه هره ښځه دا حق لري لکه نارينه په خپل نوم ياد شي او کارنامې یې په خپل نوم ثبت شي
مګر زموږ په پښتنې ټولنه کې يوه ستونزه ده چې ښځه تل خپل د زړه خبرو ويلو جرئت نه کوي که کوي يي هم ټولنه کورنۍ يې مخکې خنډ وي.
زه خپله هم همدا ستونزه لرم ما خپل دا هرڅه خوښېږي چې په خپل نامه مې وي
مګر شايد تاسې فکر هم ونه کړئ چې زه خپلې ليکنې او ژباړې له خپلې کورنۍ پټوم ځکه بیا هغوی راته بد فکر کوي. ترڅو چې زموږ ټولنې ذهن پراخېږي موږ به داهر څه زغمو.

پتانه ژوند: د يوې ښځينه ليکوالي په حيث کوم مشکلات د ادب په ډګر کي احساسوی يا ورسره مخ شوي ياست؟.
سحر احساس: ستونزې ډېرې دي په ځانګړي ډول ښځينه لیکوالانو ته ځکه ادب داسې ډګر دی چې که هرڅومره ليکنه کوې خامخا د شعر خوږه ژبه به هم يوڅه درنه ليکل کېږي او زموږ په ټولنه کې چې ښځينه شعر وليکي نه د مينتوب تور پرې لګوي او د مينې نوم ته په ډیره بده سترګه ګوري هر شاعر ليکوال حتمي مئين نه وي ممکن بیل دردونه ولري چې لامل شي ليکلو ته مخ کړي.

پتانه ژوند: اوس که له تاسو، ستاسو ښکلې شاعري او ژباړي واورو مهرباني به مو وي
سحر احساس: حتماً

زما لیکنې : شعرونه

په مړو پسې مه ژاړئ
څوک چې په ژوندون درپسې ژاړی
وې نازوئ، قدر وکړئ

#سحر

مړ جسد

زه لکه مړ جسد ومه
ته راغلې زما په وجود کې دې
ساه را پوه کړه
لکه اسرافيل چې شپلۍ پوه کړي.
زما وجود دې لکه نړۍ کون فیکون کړ
هيلې په کې را شنې شوې
رنګونه په کې پيدا شول
ذوقونه را ژوندې شول
زه مړه ځمکه
ته هيله بښونکی باران
د خارو نه دې را اوچوته کړم
زما ارمانه

سحر

ځينې وخت انسان دومره
ناتوانه شي چې غېږ نه، غواړي غږ په غېږ کې ونيسي

سحر

ما به يې د پښو
تلي ښکلول
ولې به نه تلو
هرڅوک چې وي
له دومره مينې ډارېږي

#سحر

ته دې لاس زما په لاس کې راکړه
زه به مې ساه ستا په ساه کې
در ونغاړم

#سحر

زړه مې غواړي
مايلونه لېرې
په پوره حس
داسې مچکه درنه واخلم
چې ته يې هم عيني
ځان کې حس کړې

سحر

ژباړې :
د زړه تنګون
ماشوم مې نه ويده کېږي!
راوړه
د اوږو
زانګو دې….

ژباړه_سحر

د ژوند له  ښکلاو نه
یو يې ستا ویښتان دي …
زما ګلې !
نه،  د باد ګډوډولو لپاره … نه!
دا چې زما په غېږ کې ويده‌ شې
  او ویښتان دې بوی  کړم …
د مخ په باغ کې دې ورو را وګرځم
د لاله او نرګس  په جنت کې
او ستا د شتون ښکلا په اړه خپل
وجود ته ووايم   …

—————-/—————-
ژباړه_سحر

ليونۍ چې څومره زړېږې !
د سترګو ګونځې دې
هغومره ښکلې کېږي 
لکه د لمنې ګونځې دې
زه تا
ښځينه غواړم
ځکه تمدن ښځينه دی
شعر ښځينه دی
دغنمو بېخ/ريښه
دعطرو شيشه
ان پاريس، ښځينه دی
بیروت، له ټولو ټپونو سره
ښځينه دی

نزار قباني
ژباړه_سحر

يوازې عاشقان
او خطرناک دښمنان د يوبل
سترګو ته په ځېر ګوري

ژباړه_سحر

څوک څه پوهېږي
چې هره شپه
څو کسان
په جلا بسترونو کې
يو بل په غېږ کې نيسي

ژباړه_سحر

فکر وکړه
دهغه سړي کيسې ته
چې د نړۍ ټول ساعتونه يې غلا کړل
ترڅو شهۍ يې زړه نه شي

ژباړه_سحر

څه کوې باده!
د ويښتانو عطر يې بل ځای
وشینده
دا کور،
په خپله ويجاړ دی

ژباړه_سحر

پتانه ژوند: محترمې سحر ډېره مننه. چې زموږ بلنه مو ومنله او خپل قیمتي وخت مو راکړ. په پای کې ښځو او نجونو لپاره څه ویل لرې. چې څه باید وکړي او څرنګه مخته ولاړي شي؟
سحر احساس: هيله کوم ، مننه چې تاسې د دې وړ وبللم چې راسره مرکه وکړئ او دغه ناچیزه څه تاسو ته وړاندې کړم.
په پای کې وايم چې ښځې دې همت نه بايلي په هره برخه کې چې خوښه وي درس دې ووايي پرمختک دې وکړي.
هغوی چې له ادب سره مينه لري د خپل ذوق په ليکلو او صيقل کولو دې هيڅ نه شرمېږي په اصل کې د ښځې ظريف او نرم مزاج ادب ته جوړ دی که موږ په پښتو ادب کې د ښځو ليکنو ته پراختيا وکړو وېې هڅوو زموږ ادب به ډېر ښکلي او ظريف شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.