د نړۍ ښکلې که بدرنگه‌ښځه

حمیده وزیرۍ

887

ماري‌ان پيوان چې په ۱۸۷۴ کال کې زېږدلې وه؛ يوه ښکلې نرسه او د څلورو اولادو مور وه. له ۳۲ کلنۍ وروسته د يوې ناروغۍ له وجې یې بدن پر خپل سر وده پيل کوي. له سردردي، د سترګو کمزوري او د بدن د غړو له سختو دردونو سره سره یې د خاوند مړينه او د اولادونو مصارف یې هغه تر سخت فشار لاندې راولي، چې روغتون هم هغه له دندې څخه گوښه کوي.

نوموړې د خپلو اولادونو د مصارف لپاره دې ته مجبوره کېږي، چې د بدرنگو ښځو په لېسټ کې خپل ځان نوماند کړي او په دې کار سره هغه بريالۍ کېږي، چې د پنځوسو ډالرو په ارزښت ډالۍ ترلاسه کړي.

دا د ايټاليا په ښارونو کې گرځوي او د نړۍ له گوډ گوډ څخه یې خلک ليدو ته ورځي.

د ماري روحي او جسمي دردونه به ورځ تر بلې ډېرېدل، ځکه دا مجبوره وه، چې د خلکو پر وړاندې په لوڅو پښو وگرځي؛ دوی ورپورې وخاندي او ماشومانو یې په دېو ويلو سره په ډبرو وولي، ځکه هغه مجبوره وه، چې د خپلو اولادونو د ژوند لپاره دا هر څه وزغمي. که څه هم دې به ماشومانو ته ويل، چی زه دېو نه يم، زه ستاسو په څېر اولادونه لرم، تاسو هم زما اولادونه ياست او له تاسو سره مينه لرم، خو هېڅ گټه یې نه درلوده بلکې د يوه ځناور په څېر یې ورسره راويه کوله او دا به هم له ډېر درده په ژړا شوه.

تر ۱۹۳۳ کال پورې یې خپل کار ته همداسې دوام ورکړ، چې يوه ورځ د نندارچيانو په منځ کې پر ځمکه ولوېده، او خلکو فکر کاوه، چې لوبه کوي، ټول په خندا ول، خو وروسته وپوهیدل، چې لوی زړه یې بې حرکته شوی.

يو زوی یې وايي، چې مور یې تل ژرل او موږ ته به یې ويل، چې زه ستاسو لپاره ښه مور نه يم، زما بدرنگي تاسې ځوروي او تاسو پرې شرمېږئ.

نوټ: که چېرې د ښايست سمبول انسانيت وای، نو ماري به د نړۍ ترټولو ښايسته ښځې لقب اخيستی وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.