ډېری ملگري رانه پوښتنه کوي، چې ته وايي اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، او افغانۍ هم ارزښت پيدا کوي، نو بیا ولې د توکو قیمتونه نه راټېټېږي، قیمتي خو ورځ تر بلې ډېره ده، زه فکر کوم:
لومړی، دلته تل اصنافو (له خورا کمې استثنا پرته) لاس یو کړیدی او له ولس يې زور ویستی دي. زما له دې خبرې هدف دا دی، چې سوداگر او هټیوال په هېڅ وخت کې تاوان نهدی کړی، بلکې د نرخونو د لوړېدو او ټيټېدو ټول زور له ولس وتی دی.
دوییم، په ازاد بازاد کې د توکو نرخ سوداگر ټاکي، په «کپټالېسټي» او «مختلط اقتصادي» نظامونو کې هر څه د صادرونکي او واردوونکي لاس کې وي، که څه هم افغانستان غوندې هېوادونو کې چې د کمېونیسټي اقتصاد یوه کوچنۍ څپه يې هم تېره کړيوي، په «مختلط اقتصاي نظام» کې حکومت یو څه د لاسوهنې واکونه لري، خو سمه استفاده ترې نهشي کولای.
درېیم، انحصار باید مات شي، تاسې وگورئ، زه پهخپل ښار «جلالاباد» کې د داسې دولتي پمپونو کرایهدار او اجارهدار پېژنم، چې له تېرو ۱۵ یا ۲۰ کالونو راهيسې یو دولتي پمپ ورسره دی، دا ولې؟ ولې ترینه هر کال په نرخورکولو کې بل څوک نهشي مخکې نهتلای؟ جالبه ده، چې تېر کال يې يو پمپ په ۵۰زره افغانۍ نېولیوو، اوس يې کابو ۱۵لاکه افغانۍ د میاشتې ونېو، د تېلو نرخ به ښه راټيټ شي؟ تېل که له بېرون څخه لېټر په ۳۰ افغانۍ راوارد شي، نو دوی به یې اوس څو پلوري، چې د یو پمپ د میاشتې ۱۵لاکه افغانۍ کرایه پوره کړي. او دا انحصار له حکومت پرته بل څوک نهشي ماتولای.
څلورم، ځینې سکټورونه باید حکومت پهخپل لاس کې واخلي، ما یو ځل مخکې په «پراېوېټايزېشن» بحث کړیوو، چې ځینې کارونه باید خصوصي سکټور ته وسپارل شي، خو تاسې پوهېږي، کله چې خصوصي سکټور انحصاريتوب پیل کړي او حکومت هم مجبور وي، د قیمتۍ د کنټرول بله لاره ورته نهوي پاتې، نو یوازینۍ لاره بیا د یو خصوصي تشبث دولتي کول یا Nationalize کول دي، زما مشوره که وای، نو وړه، تېل او بوره مې له خصوصي سکټور څخه وېستل او دولت به پهخپله له گاونډیانو واردول، یوازې د ټرانسپورټ لگښت به پرې اضافه کېده او اضافي گټه به پرې نهجمع کېدله.
پنځم، تولیدوونکي باید وهڅول شي، دا ښکاره خبره ده، چې د افغانستان اقتصاد وارداتي او د سیمې هېوادونو په صادراتو ولاړ دی، خو که ولیدل شي، نو ډېر داسې توکي به په بازار کې ومومئ، چې افغانستان کې يې د تولید ظرفیت شته، حکومتي او خصوصي سکټور کولای شي چې د Public-Private Partnership (PPP) پر بنسټ په شریکه سرمایهگذاري وکړي، یو ټکی باید په پام کې ونیسو، چې احتیاج تل د کمزورۍ په مانا نهوي، ځینې وخت احتیاج د ایجاد او نوښتونو لامل گرځي، اوس يې ښه وخت دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.