مدیر او رهبر پیژندنه او د هغوي ترمنځ توپيرونه

لیکنه: ګل زاده عارف

1,551

په اوسني عصر کې د رهبرۍ او مدیریت کلیمې د ډیرو خلکو له خولې اورېدل کېږي، که انسانان په خپل ژوند کي مدیریت او رهبري ونه لري نو ژوند به يې بې نظمه وي او بر عکس که چیرته ښه مدیریت او ښه رهبري ولري، ژوند به یې له بریاوو ډک وي. مدیریت او رهبري له یو کس څخه پیل بیا تر سازمانونو، دولتونو او د هیوادونو تر پولو پوري رسیږي.

یعنې د مدیریت او رهبرۍ سرچینه له يو وړوکي کور څخه پیلېږي، اما مدیریت او رهبري د معنا، دندو او صلاحیتونو له مخي سره توپیر لري.

مدیر په لغت کي اداره کوونکي شخص ته ویل کېږي، خو په یوه سازمان کي غوره مدیر هغه کس دی چي د خپلو ټولو مهارتونو په کارونې سره له کمو منابعو ډیره ګټه تر لاسه کړي.

د فرانسې د یوه تحلیلگر (ژوان لوید) په وینا مدیر یوه مضبوط کمربند ته ورته دی چې خپل کارکوونکي له ادارې سره تړي او که دا کمربند په کومه برخه کي زیانمن کیږي کارکوونکي مجبوریږي چې له خپلي ادارې سره مخه ښه وکړي.

سټیفن روبین Stephen Robin په خپل کتاب (مدیریت –Management) کي لیکلي: «په اداره کي د ټاکل سویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نظارت او همږغي کوونکي کس ته مدیر ویل کېږي.»

رهبر بیا هغه کس ته ویل کېږي چي د یوې کورنۍ، سازمان یا هم ادارې مشري په غاړه لري، د خپلو ځانګړو مهارتونو لکه څیړنې، تمرکز، همږغۍ او هڅونې په مرسته د سازمان اهداف تر لاسه کوي.

رهبر او مدیر ترمنځ توپیرونه:

که څه هم د رهبر او مدیر ترمنځ توپیر کول ناممکن دي خو عالمانو يې لاندېنيو توپیرونو ته اشاره کړي ده!

۱- هر رهبر ته مدیر ویلای شو، خو هر مدیر رهبر نه دی.

۲- د وارن بینز Warren Bennis له قوله، رهبر هغه دی، چي سم کارونه وکړي او مدیر هغه دی، چې کارونه په منظم ډول وکړي.

۳- رهبر له ګواښونو څخه ویره نه لري، نوښت پاله وي او بدلون خوښوي، مدیر د دې مسایلو په اړه هومره خوشبین نه وي.

د ښه مدیر ځانګړتیاوي په دې ترتیب دي:

۱- پلان جوړونه: د مدیر تر ټولو لومړی او ښه صفت پلان جوړونه ده چي پر مټ یې خپلو موخو ته رسي او د موخو مسیر یې معلومېږي.

۲- تنظیمول: د پلان شویو چارو تنظیمول د ښه مدیر دوهمه ځانکړنه ده.
۳- تطبیق یا اجراء کول: تر پلان، تنظیم وروسته د چارو تر سره کول د ښه مدیر درېیمه ځانکړنه ده.

۴- ارزونه او نظارت: د پلان تر ترتیب، تنظیم او اجراء وروسته د ترسره شویو چارو نظارت او ارزونه د ښه مدیر لویه ځانګړتیا ده.

د ښه رهبر ځانګړتیاوي:

۱- څیړنه یا Scanning: یو ښه رهبر د سازمان او ډلو تر هر څه مخکي باید د څیړنې وړتیا ولري، تر څو ښه او بد سره معلوم کړي.

۲- تمرکز یا Focusing: یو ښه رهبر باید د سازمان د غړو، چارو او سرچینو په برخه کي د ځانګړي تمرکز وړتیا ولري.

۳- همږغي یا انسجام Aligning/Mobilizing: ښه رهبر باید د سازمان او ډلو د همږغي کولو، یوځای کولو او انسجام وړتیا ولري.

۴- ترغیب او تشویق Inspiration: رهبر باید د ښو کارونو په وړاندي تشویق او د بدو کارونو په وړاندې د ترغیب کولو مهارتونه ولري.

په پایله کي ویلای شو، چي هر مدیر کېدای شي رهبر شي، یوازي به دا کارونه ترسره کوي: د پلان تر مخه څیړنه کول، تر څو پلان منظم ترتیب شي. د کارونو د تنظیم له پاره د تمرکز مهارت لرل، تر څو د ځانګړي تمرکز له مخي کارونه تنظیم شي.

د کارونو د تر سره کولو له پاره همږغي رامنځ ته کول، تر څو د سازمان د غړو ترمنځ همږغي رامنځ ته او نتیجه ترلاسه شي.

د کارونو د نظارت او ارزونې په مرسته د سازمان په غړو کې تشویق او ترغیب رامنځ ته کول، تر څو اداري اغېزمنتیا زیاته شي.

 ۱۴۰۱/۰۴/۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.