نوې اختریزې لنډۍ- اتمه برخه

آصف بهاند

691

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلودوه پنځوسمه برخه

اختر له کلي مرور شو

ویلې چې دلته ماشومان وږي نسونه

 

اختر ته هېڅ نه خوشحالېـږم

زموږ په کور کې میلمانه مرگ او ویرونه

 

د اختر ورځې یې په ویر شوې

چې ماشومان یې وږي نس ژړا کوینه

اختر د خوښۍ ورځې دي او دا دی بیا راغی، خو د چا په کور، کلي او وطن کې چې ویر میلمه وي، لوږه حاکمه وي او له رنگارنگ نورو لویو او وړو ستونزو یې د کور انگړ، د کلي کوڅې او د وطن ښارونه ډک وي؛ هغوی به په کوم زړه او په کومه ژبه او په کوم مورال سره اختر ته ښه راغلاست ووايي. لکه د چا خبره:

«خلک یوازي په تنفس د ژوند تمثیل کوي نور نو…»

کلونه پخوا مې د یو ازاد شعر په قالب کې د «اختر مبارکۍ» ترسرلیک لاندې داسې ویلي دي:

چې ته نه ېې

 

خوښي نه شته

 

خلک وږي رنځوران دي

 

او د جنګ لمبو کې سوځي

 

زه به څنګه

 

او په کوم مخ

 

څه له پاره

 

په کوم ویاړ به

 

چا ته ورشم

 

ور ته وایم چې:

 

اختر دې مبارک شه!؟

د ۱۳۶۳ هـ ل کال د سنبلې پنځه لسمه

کابــــل، افغانستان

(مروره مځکه،۲۲ مخ)

اوس چې دا هرڅه زموږ هېواد او هېوادوالو ته ورپېښ دي، وږي او ویرلړلي کرار خواشیني لاس تر زنې ناست دي، شتمن دې د اختر په خوشحالیو کې ډوب وي او:

مسته دې تازه گرځي

غـم ده د لالي پــرسر

دا هم یو څو اختریزې لنډۍ چې د خوارانو او وږو د درمن زړه پولۍ یې گڼلای شو:

 

اختر ته مه وایه چې راشه

زموږ کره نه شته د اختر ښه خوراکونه

 

څو کاله وشول اختر نه شته

موږ یې گڼو چې نور به نه وي اخترونه

 

اختر په ټوکو مرور شو

پلمه یې دا ده چې دلې دي ډېر غمونه

 

اختر له کلي مرور شو

ویلې چې دلته ماشومان وږي نسونه

 

اختر ته اوس نه خوشحالېـږم

په کې راگیر یم شا و خوا مې ډېر غمونه

 

اختر ته هېڅ نه خوشحالېـږم

زموږ په کور کې میلمانه مرگ او ویرونه

 

اختر په نوم سره اختر دی

خلک دي وږي رنځوران زوړند سرونه

 

اختر کې اوس خوشحالي نه شته

د خلکو مخې کې پراته ستونزې ویرونه

 

اختر بیشکه بختور دی

خو موږ بدمرغه اوس اخته یو په ویرونه

 

موږ د اختر خوشحالي څه کړو

چې هره ورځ په هرکلي ستونزې راځینه

 

اختر که راشي، که رانشې

پروا یې نه شته موږ اخته یو په ویرونه

 

احسان پر ما مه ږده اختره

موږه تر سوني پورې ډوب په ستمونه

 

د اختر ورځې یې په ویر شوې

چې ماشومان یې وږي نس ژړا کوینه

 

اختر زموږه په کار نه دی

زموږ په کار ده لږ ډوډۍ ماړه نسونه

 

اختر زموږ په نصیب نه شته

هغه دې خوښ وي چې ريښتیا اختر لرینه

 

اختر له موږ سره نه ښايي

اختر د هغو چې هرڅه کور کې لرینه

 

اختر د هغو مبارک شه

چې له خوښۍ سره پخلا وي په کلونه

 

اختر نږدې دی روژه لاړه

زۀ کم نصیب به غاړه چا ته ورکومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.