مصطفی سالک د پښتو غزل استازی شاعر دی، هغه له شعر سره د عشق په لار پالي، توري ستوري شعري ټولګه یې د غزل په خوږو رنګېدلې او ذوقونه تسکینوي.
د عرفان په لار روان شاعر ته وا خان علین مکان دی او توپانونو ته ورغاړې وتی.
دعشق د نوح بېړۍ په کار ده اول
بیانو توپان له سړي مخ واړوي
۱۰۲م مخ
د لاهوتي عشق شور:
په دې مجموعه کې د لاهوتي سوځنده عشق احساس ځلا کوي، شاعر څه ویني؟ څه وایې؟
زه به دې مجاز شمه چې پورته شي
ستا او د خالق ترمېنځ زینه به شمه
۸۷ م مخ
خدای (ج) به څه خوښوي شاعر ګروهمن دی؟
خدای هم خوښوي ښایست
ځه راته دعا وکړه
عشق کې سرښندنه وه
ما یې تمنا وکړه
۸۵ م مخ
د عشق خبره ډېره له پخوا را روانه نه فنا کېدونکې کلیمه ده د الله (ج) د خلقت څرګندېدو سبب عشق دی صوفي عبدالرحمان بابا حقه خبره کوي د مخلوقاتو پلار یې ګڼي د خان بابا په زړبوډۍ کې له عشقه رغېدن نه کېږي په ښکاره ناري وهي دسالک د عشق خبره هم خندنۍ نه ده لکه لیوني فلسفي غني خان چې یې ارزونه کړې؟
خربانو هم شرینۍ – هر ټرو پرو فرهاد
د شاعر ليد ته ځېر کېږو.
د خدای د حسن آئینې راته حېرانه نه شې
زه هم په دومره کاېناتو کې یو تا خوښوم
۸۹ م مخ
یار مې ارمان دی ژوندانه ته مې مانا ورکوي
دا راته مه وایه چې ته له خپل ارمان نه تېر شه
هوسه مینه ګټل نه دي ورکول دی د سر
که هوښیاري کوی نو نور دې له تاوانه تېر شه
۸۱ م مخ
د ښکلا سپينې کوترې ځي تر عرشه
تا ورکړي وزرونه د امین دی
۶۸م مخ
یو مجنون په مدرسه کې چيغه وکړه
هوښياران به مېخانې پیداکوي
۶۴ م مخ
تاخو له مانه فلسفه د محبت زده کړې
خیر دی که نور راته نامه د لېوني راکوي
۶۲ م مخ
نن مې څښلي دلاهوت اسمان کې ګرځم
په جنت کې له انګوره جوړه شوې
۶۰ م مخ
که یار غواړې نو خپل زړه ورپسې ګوره
دا یې کلی دایې ښار دی لارویه
۵۰ م مخ
د سالک په شعر کې د قام مینه د حمزه بابا (رح) هومره په قوت لمسېدلی شي .
مغل حالات د تاترې غاړې ته لاس اچوي
لمبه لمبه ستوري پرېوتي دي خیبر سېځي
۱۳۸م مخ
وایې جنت کې چې څه غواړې درکوي درته
ماته به ژوند د یو ښاغلي پښتانه راکوي
۷۵م مخ
ماته ښې ډېرې سپکې سپورې وکړه
خو سپکاوی زما د قام مه کوه
۱۰۹م مخ
پښتونخوا ترېنه په پور رڼا اخلي
پښتنې خو لکه شمعي د خپل دین دی
۶۸ م مخ
د توري ستوري شاعر د کلاسیک شعر خوږ روڼ تسلسل په خوند ساتلی، د نرګس، غاټول، پیالي، شمع، جلوه، ستم ستاینه – یادونه کوي او دا څرګندوي چې په اوسمهالې شعر کې د یادو ټکیو ځای هېڅ نه دی.
د ښار شعر : پښتو شعر کې د ښار یادون نږدي هېڅ ګڼلای شي زموږ د عصر شاعران چې د عمر ډېره برخه یې په ښار کې تېرېږي خو په شعر کې یې په کلیشي ډول کلیوال چاپیریال انځوروي چې دا بیا نه یوازې د شعر روح ځپي د پیکه توب، کمرنګۍ، بېخوندۍ سبب هم کېږي خو د سالک خلاقیت دلته څرګند دی توري ستوري کې ننګرهاری شاعر ځای ځای د ښار یادونه کړې ځکه د کابل ښکلی دی او د باګرام طبعه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.