!مهاجر ته

سرلوڅ مرادزی

650
مهاجره چیرې درومي په میرو کې
برخلیک دې غورځوې تپو تیارو کې
خپل وطن څخه په کوم لوري راهي يي
چې غورځېږې پسې غرو او په رغو کې
د هجرت لار په ودانو، نه تېریږي
دغه لارې ټولې تېرې د ي اغزو کې
ته پوهیږي چې په بل وطن ژوند څه دی؟
ژوند يي مه بوله، وختونه دي پنجرو کې
نه به خوب، نه به احساس د ارام وکړې
که دې شپې وي په وریښمینو پالنګو کې
چې د واک او اختیار خپل نه وي، نو څه پرې
که دې ناسته وي پاچا سره جلسو کې
شپه شي ورځ او ورځ شي شپه، عمر تېریږي
د وطن د تېر یادونو خاطرو کې
که کلونه او عمرونه پکې تېر کړې
څوک دې نه شمېري د هغه ځای سړو کې
د وطن په قدر هلته سړی پوه شي
څوکېدار چې شی د بل په دروازو کې
کاڼی دروند وي چې پر خپل ځای سنګین پروت وي
هلته سپک شي چې له ځای شي رغړېدو کې
د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.