دین او جګړه

شرر ساپی

2,019

د دین او جګړې اړوند دا څیړنیز کتاب، د تاریخپوه ښاغلي ولي الله ملکزي اثر دی. نوموړي هڅه کړې چې په دین کې د جګړې اصل روښانه کړي. په دې کتاب کې لومړی د نړۍ پر مخ مشهور دینونه معرفي شوي دي، په دینونو کې یې اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم، سهکیزم، بودایزم، زدرشت، کنفوشیزم، بهایان، قادیانزم، الحاد او هم یې استشراق او استعمار معرفي کړي دي. د اسلام سپيڅلي دین ته تم شوی او له تعریف وروسته یې څلور فقهي مذهبونه، د هغو تاریخچه او په ځانکړي ډول د حنفي مذهب د پراختیا عواملو ته یو ځغلنده نظر کړیدی. د اهل تشیع د مذهب پیژندګلوي، مهمې فرقې، د جعفري فقهي بنسټیز اصطلاحات او د تاریخ په بهیر کې د شیعه ګانو دولتونه یې یاد کړیدي.

ورپسې يې د تشدد غریزه او د جګړې لاملونه د اسلامي او غربي پوهانو د نظریو په لړ کې تشریح کړي او بیا يې په اسلام کې د هغو غزا ګانو یادونه کړې چې د رسول الله علیه السلام په ژوند کې ترسره شوې دي. په سترو نړیوالو جنګونو، د ادیانو په خپل منځي شخړو، د سیاسي اسلام په اصطلاح او لید لوري، د جګړې پر ضد د مبارزې ارزښت او د سولې او اعتدال په اصل هم بحث شویدی. ورپسې یې د روسانو په وړاندې د افغانانو د پاڅون او داعیې یادونه کړی، د شورویانو یرغل یې غندلی او د افغانانو قربانۍ يې ستایلې دي.

د کتاب له لوستلو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې لیکوال د پوخ سیاسي درایت او په اسلامي تاریخ باندې د پوهې څښتن دی. نوموړي د افغان جهاد په اړه په خپل دې اثر کې وايي: ( د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو له وینو او قرباینو څخه انکار به د تاریخ د مسخ کولو یوه ناځوانه هڅه وي. د جهادي ګوندونو شعارونه که هرڅومره جالب او د دین په خم کې رنګ وو؛ خو د افغانستان د تقدیر فیصلې په جینوا، دوحې، اسلام‌ آباد، تهران، مسکو، مکې او نیو یارک کې وشوې. تاریخ ګواه دی چې ډېر کله وسله والې مذهبي ډلې د غټو او مطرحو ځواکونو د نظر لاندې د یوې ټاکلې مرحلې او ځانګړو موخو لپاره رامنځ ته کېږي او بیا د سېلاب د ځګ په څېر تالا ترغۍ کېږي. په افغانستان، چیچن، عراق، سوریې، لېبیا او کشمېر کې د عربي نړۍ په لسګونو زره تنکيو احساساتي ځوانانو ګډون وکړ، وجنګېدل او بې حسابه یې ووژل شول. مګر کله چې د دوی اهمیت او نښه شوی رول پای ته ورسېد، اوس د زندانونو د تورو تمبو ترشا پراته دي. ولی باید هیر نکړو چې باروت او ټوپک یواځې وژل کوي، خو قلم، سوله او اعتدال انساني پرګنو ته ژوند بښي).

د نوموړي موخه دا ده چې هره سپيڅلې او مشروعه مبارزه هغه مهال رنګ راوړي چې مشران یې د د یني پوهې تر څنګ سیاسي درایت او بصیرت هم ولري. ملي مسائلو ته د عاطفې په ځای، د عقلانیت او مصلحت له زاویې ګوري او نه پريږدي چې د تقدیر فیصلې یې د پردیو په لاسونو ترسره شي. کنه نو؛ په دې پاکه چینه کې به مغرضان د خپلو موخو ناولې بوخچې ورښکته کړي او دا پاکې او خوږې اوبه به زهرجنې او ککړې کړي.

د لیکوال دې خبرې ما ته د الْیَمَامَةَ د پاچا هغه خبره را یاده کړه چې رسول الله علیه السلام ته يې ولیکل: زه به دې دین ومنم، خو په دې شرط چې ماته ځانګړې برخه وټاکې. رسول الله (ص) ځواب ورکړ: « که یوه ټوټه زمکه رانه وغواړي هغه به هم درنکړم. خپله هم برباد شو او پاچاهي يې هم برباده شوه». همدغه قاطعیت او سیاسي درایت وو چې امت یې د نړۍ په نیمايي کُره باندې خپل بېرغ ورپاوه او برم یې ترلاسه کړ.

بې له شکه چې د الله تعالی له کتاب پرته، بل هیڅ کتاب کره او بې عیبه نه دی. د دې اثر « دین او جګړه » ژبه ډېره خوږه او روانه ده؛ د موضوع له مخې هم د ستایلو دی او د یو علمي اثر په توګه پرې حساب کیدلای شي.

 

کابل، افغانستان

۱۴۰۱ هجري لمریز / غبرګولې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.