یوناما: د ط البانو د راتګ وروسته ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي

921
یوناما: افغانستان کې ط البانو د راتګ وروسته ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي
دعوت میډیا ( چهار شنبه /۲۹چنګاښ/۱۴۰۱): افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما ) نن ورځ د چنګاښ په ۲۹ نېټه خپل کلنۍ راپور خپور کړ، په دغه راپور کې راغلي چې د ط البانو د بیا ځل راتګ څخه وروسته په افغانستان کې په نسبي ډول امنیت ښه شوی، مګر ښځې او او نجونې خپلو بشري حقونو ته لاس رسی نه لري.
د یوناما په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست له نیمایي څخه وروسته بریدونو کې ۲۱۰۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې یې۷۰۰ وژل شوي او ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي. د دغو بریدونو پړه د د ا ع ش ډلې په غاړه اخیستې ده.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست ځانګړي استازي مارکس پوتزل وویل: ”زده کړه او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو ګډون د هرې عصري ټولنې لپاره اساس دی. په کور د ښځو او نجونو کېنول افغانستان له هغو مهمو مرستو څخه محروموي چې ددوی لخوا ترسره کېږي. د ټولو لپاره زده کړه نه یوازې د بشر اساسي حق دی، بلکې دا د یوه ملت د رشد او پرمختګ کیلي ده.“
یوناما له ط البانو څخه غوښتي، چې صحرایي محکمې کوونکي کسان د بشري حقونو سرغړونې باید د واکمنو چارواکو لخوا وڅیړل شي، مرتکبین یې حساب ورکوونکي وګڼل شي، او بالاخره باید په راتلونکي کې د پیښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.
د یوناما رپوټ د ط البانو د سرپرست حکومت د دوو ادارو، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د استخباراتو د عمومي ریاست په اړه ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما زیاته کړې، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا صادرې شوې ډیرې لارښوونې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه او آزادۍ محدودوي. که څه هم دا ډول لارښوونې سپارښتنې بلل کیږي، خو ځینې وخت د واکمنې ادارې چارواکو له دغو لارښوونو د سرغړونې په پار د فزیکي مجازاتو د ترسره کولو په ګډون د هغو په پلي کولو کې سخت دریځ غوره کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.