چیرته چې پیغام د ښکلو هنرونو په ژبه خپریږي

هنري راپور: پتانه ژوند

1,341

(هنر کور) د هنر ‘ادب ‘او مباریزې لړۍ

چیرته چې د جنګ سره په سندرو مباریزه کیږې چیرته چې امن ته د موسیقۍ له لارې بلنه ورکول کیږي

چیرته چې پیغام د ښکلو هنرونو په ژبه خپریږي


هنرکور نزدى (20) شل ‘دوه ویشت(22) کاله مخکې (2000)کال کې د استاد امجد شهزاد په مشرۍ او د استاد په غوښتنه سره د څو نورو ملګرو د پښتونخوا په ملکند سيمه کې رامنځ ته شو .د استاد امجدصیب  په وینا ‘دلته په کلیو ښارونو کې په بې شمېره ادبې ټولني شتون لري چې هغوئ نور ادبي فعالیتونه کول مګر داسي کومې ټولني وجود نه درلود چې په هغی کې ټول ښکلي هنرونه وجود ولري .د (هنر کور )هغه ادبې مبارزه یا پرګرام ده چې کلونه کلونه یې خپله مباریزه او هڅه ژوندۍ ساتلې هنر کور د هنرمندانو او هنر د بډاینې لپاره بې شمیره شاګردان روزلي دي چې په هغوی کې هلکان انجونې د کم او لوی عمر ځوانان او عام  خلک دي. نه یواځي د موسیکۍ د زده کولو او سندري ویلو په بخش کې بلکې د رسامۍ’مجسمه سازۍ او د نورو مسایلو ادبې مسایلو او داسي نورو زېبا هنرونو په اړخ کې هم ‌بې کچې زحمتونه ګالي. هنر کور د پشتنو د کولتور برابر سنجیده فعلیتونه کوي چې هر کس په خاصه توګه د پښتنو نجونو او شځو لپاره په نظر کې نیولي چې زیاتره نجوني راځي په ډاډه زړه  کښینې او هنري زدکړي کوي نه یواځي په فزیکې ډول بلکې په انلاین ډول هم هنر کور خپل فعالیتونه د نړۍ په هرکونج کې په مخ وړي او د نړۍ په هرکونج کې نارینه اوشځینه ذدکړیالان لرې او د( هنر کور) سره خپلو د موسیکۍ د زدکړو لپاره اړيکه نيسي او بیل بیل د موسیکۍ آلې زده کوي

د استاد په وینا هنر کور موږ د دې لپاره جوړ کړ چې د پښتنو د ټولو هنرونو لپاره کار وکړي او د هغوی روزنه وکړې او د هغوی نظریاتي تربیت وکړې چې د پښتون بچې نه یو ښه وګړی او ښه انسان جوړ شي. چې تر څو د خپلو خلکو خپلي ژبې قام او وطن  سره مینه وکړي او مینه ولري د هغوی په تاریخ خبر وي او د هغوی لپاره خپله برخه کار وکړې. د استاد په وینا نه یواځي د ښکلو هنرونو د لارې بلکې د نور ادبي پرګرامونه هم وخت په وخت کوو او جوړو چې په دغه لړ کې موږ  مشاعرې او ادبې غونډي هم  کوو .

استاد وایي.

کله چې دلته د ترهګرو راج ٶ، په سوات او ملکند کې هغه وخت کې هم زموږه هلي ځلي رواني پاته شوې سره د ډیرو خطرو او ستونزو د دغو عناصرو له اړخه.

موږه امن مشاعرې کولې موږ نوري د موسیکۍ غونډي کړې چې دلته دغه کفر کڼل کیده فتوې باندې جاری کیدې. په موسیکۍ او نورو هنرونو باندي مګر بیا هم موږ دا هڅي دوامداري ساتلې او پاللې او د هغوی خدمت مو کول.

د هغوی نه وروسته هم موږ دا لړۍ دوامداره ساتلې

د ماشومانو د لوبو د ټوپکو تمانچو خلاف

موږ  کلونو کلونو دلته یو تحریک چلولے چې په ټوله پښتونخوا کې او بیا تر کراچۍ چې څومره پښتنې سیمې دي پورې مو لاريونونه وکړل ترڅو خپل پښتانه ماشومان د دې بدو اغيزو وساتو ـ
مونږ د غني خان د زېږون د سل کليز هلو ځلو د لمانځلو لپاره د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې مو لوی لوی سیمینارونه جوړ کړل غونډې مو وکړې د پیښور په پریس کلپ د دوه زره څوارلس د جنوري کې مو سیمینارونه وکړل او غوښتنی مو وکړې. او باقاعده دغه کال مو د هغه د نوم سره شروع کړ.او دغه کال مو په سرکاري توګه د هغه په نوم ونوماوه.

بیا چې  په ټوله دنیا کې چې کوم پښتانه وو د نظر خاوندان وو دانشمندان وو ادیبان وو هغه که په اروپایی ملکونو کې وو په عربو کې وو ‘په افریقا کې.که افغانستان کې وو دلته په ټوله پښتونخوا، جنوبې پشتونخوا کې غټي غټي غونډي وشوې او کوم چې په عرب اماراتو کې کومه لویه غونډه وه هغې ته زه خپله لاړم او وبلل شوم او هلته مې په ډیرو غونډو کې شرکت وکړ موږ ثابت کال د جنوري نه نیولې تر دسمبره پوري د غني خان نمانځ غونډي وکړې په سونو سچکیز جوړ شو پورټرېټس پینټرانو جوړ کړ په هغوی باندي نظمونه ولیکل شول د هغوی په شاعري باندي څېړنې وشوې کار وشو شعرونه یې نور ژبو ته وژباړل شول .
او د هغوی په غونډو کې لویو سترګور دانشمندانو خلکو خپل نظرونه شریک کړل دا پروګرامونه به په څلورو برخو کې وه چې یو به سیمینار وو چې په هغه کې به پوهانو د هغه په فن او هنر باندي وینا کوله او یو به نندارتون وو چې دغني خان سچیکیز به پینټرانو جوړ کړی وو او بله برخه به مشاعره وه چې کوم نظمونه به د غني خان باره کې جوړ شوي وو وړاندي به شول او بله برخه موسیکې وه چې د غنې خان شاعري به  هنرمندانو لکه کرن خان ‘سرفراز، راشیدخان، ظفر اقرار داسي مشهورو هنرمندانو په خپلو غږونو کې د موسیکۍ سره ویله.
او دغه کال پوره موږ د غني خان په نوم ونومول او دا هم یو کامیابه کال سلکلیزه د غني خان لمانځلې وه مباریزه یا ادبې هنري کارونه ول چې د هنر کور د لوري مخته ولاړل او وشو.

زموږ سره وخت په وخت نور تنظیمونو هم د غني خان په نمانځغونډو کې ګډون کړی وو په بنیادي توګه سرپرستي یې زموږ وه یعنې شروع کړي موږ وه

او بل په تیرو کلو کې یو کامیابه کمپین وچلولو او مخته یوړ د هنر کور د اړخه  دا’ لوحې چې کوم دي د دکانونو روغتونو مارکیټونو دا د کارو ‘بارونو’ لوحې هغه چې کوم په اردو خط یا په انګلیش کې لیکل شوې وې. موږ دا ترتیبات ونیول چې باید دا په پښتو کې ولیکل شې او په ټوله پښتونخوا کې په زرګونو لوحې مو په پښتو واړولې هغه په.پیښور ‘سوات ‘بونېر’ کوټه’ چارسده’ صوابۍ کې په دغه ټولو اضلاووکې زموږ د هنرکور دکمپاین د طریقه په پښتو واړولې. زه خپله راوتی وم چې خلک تشویق کړم پوهه یې کم او دې ته یی وهڅوم. ځینو به زموږ خبره ومنله او ځینو سره به چې کوم دا زموږ مالداران ملګري وو هغوی ته به مې ویلې چې کومک به ورسره کوی  تاسو یې ورته په پښتو واړوی. بیا به زموږ ملګرو په خپلو پیسو ورته جوړې کړې.

چې دا هم یو بل کامیابه کمپین وو زموږه. درې څلور میاشتي چې هغوی پوره ګټي راوړې وې.

او دې سره د هنرکور د اړخه زموږ یو بل پرګرام شروع شوی دا اوه اته میاشتې کیږې چې د نړۍ په هرګوټ کې چې کومې پښتنې یا پښتانه دي په انلاین شکل د ماشومانو لپاره نجونو هلکانو ته د موسیکۍ زدکړې ورکوو چې په هغوی کې. رباب’هرمونیه’ پیانو’ باجه’ ګیتار ‘سیتار’ یا داسي نور سازونه چې کوم دي ورته ښودنه کوو.

او له دېنه چې به کومې مرستې راتلې هغه به موږ دلته چې به کوم د افغانستان هنرمندان ول کوم چې د اوسني وضیعت تر ګواښ لاندي راغلي او ګوښل شوي وو . د هغوی سره به مو مرستې کولې او اوس چې کومې مرستې رارواني دي په هغو باندي موږ یو’ باچا خان ولسي کتابتون جوړول غواړو چې زموږ نوی نسل د ټوپک نه محفوظ شي د ټوپک نه واوړي کتاب ته راشي او کتاب ولولي او یو داسي ځای ورته مساعد شي چې هغوی هلته دکتابونو مطالعه وکړې.هغوی شعور پیدا کړي پوهه حاصله کړي کوم چې زموږ نوی نسل ده پیغلې ځوانانو ته په خصوصې ټوګه یو کتابتون جوړ کړو. او د خبرو او فکر د شریکولو لپاره ځای جوړ شي.

او یو بل : زموږ د ایواډونو یا تقدیرنامو ترتیبات دي چې دې کال کې نظر کې لرو چې هغه کوم مشران ریښتینې خدمتګاران هغه چې هره برخه کې خدمت کړي هغوی ته به تقدیر نامې ورکوو.چې دا ګرمې لیږه کمه شي لخیره انشاءالله.

زموږ یوه بله سلسله چلیدلې وه یوڅلور کاله مخکې د پښتو چې کوم زړې سندري دي کوم چې مشهوري سندري وې د زاړو هنرمندانو لکه دګل اجان’قمر ګلې ‘ګلناربیګم’ او داسي نورو.هغه زموږ د هنر کور د شاګردانو د اړخه وویلې شوې ریګاډ شوې د هغوی سازینې چې تروسه نه وې ریکارډ شوې

استاد امجد شهزاد

‘هغه ډېره یو ښه لړۍ وه ډېره یوخوندوره لړۍ وه زموږ ډیرې مرکه هم درلودې په مختلفو چینلو رادیوګانو کې دا سندرې به خپریدې. اوس هم په یوټيوب کې شته.

هېره دي نه وي چې استاد امجد د یوې داسي کورنۍ سره تعلق لرې چې هلته د موسیکۍ پوره بندیزونو شتون درلود مګر د استاد په یواځې تن سره دومره زحمت خدمت او مبارزه د ستایلو او قدرداني وړ ده

تاسوته به حتماً تلوسه پیدا شوې وي چې دا دومره د پشتون د غم غمخوار څوک ده.

په راتلونکي هنري او ادبي مرکه کې به دعوت میډیا، استاد له ځانه سره ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.