نړیوال اتل حضرت خالد بن ولید

1,071

میندې نه شي کوی لکه خالد بن ولید داسې زوی وزیږوي.

حضرت ابوبکر صدیق

معلومېږي چې، په ریښتیا هم دهغه ستر مېړني او توریالي په څېر نومیالی به دنړۍ پرمخ څرګند نشي. خالد(رض) هغه تلپاتې څېره ده چې، د تورې په پورته کېدو سره یې د اسلام دین په نړۍ کې وځلاوه. دتوري د سیوري لاندې یې ډېرو وګړو د اسلام ددین سپېڅلی ژوند ترلاسه کړ. هغه د اسلام ددین د خپراوي لپاره نړۍ د خپل آسپ دقدمونو لاندې په خوځښت راوسته. په هر لورې برید سره به یې په دښمن ناتار جوړ کړ او دښمن به يې داسې پر مېدان وځپل او تس نس به يې کړ ل چې حتې دښمنو هم ورته د دوهم مرګ لقب ورکړی و.

دنسب لړۍ

بشپړ نوم یې ابو سلیمان خالد بن ولید المخزومي دی.

پلار يې

کنیه یې ابو عبدشمس نوم یې ولیدبن مغیره مخزومي چې په قریشو کې ډېرهوښیار سخي او شتمن سړی شمېرل کېده چې، باغونه یې دمکې نه تر طایف پورې غزېدلي وه. یوکال د مکې ټولو خلکو په شریکه دکعبې غلاف جوړکړ، مګر بل کال ولیدالمخزومي په یوازې توګه هماغه ډول غلاف جوړکړ. دحج په شپو او ورځو کې به یې حاجیانو ته خواړه او څښاک ورکول.  هغه دلومړنیو کسانو نه وه چې داسلام د راتلونه مخکې یې شراب په ځان حرام کړي وه، او لومړنی سړی وه چې داسلام  نه مخکې یې د غله لاس غوڅ کړ چې وروسته بیا اسلام هم دا کار تایید کړ. او لومړی سړی وه چې دکعبې د زړې ودانۍ د دیوالونو غورزولو پیل یې وکړ ترڅو نوې ودانۍ جوړه کړي. هغه  کعبې ته دېر درنښت درلود او ویل شویدي چې لومړنی سړی وه چې کعبې ته  یې د ننوتلو پروخت خپل پیزار وویستل. مګر د هغه دا مینه داسلام سره نه بلکې د مکې دبتانو سره وه، دهغه دبتانو سره ډېره مینه ددې باعث شوه چې د محمد(ص) سره کلکه دښمني وکړي او تل یې وزروي. محمد(ص) ډېره مینه درلوده چې ولید مسلمان شي، مګر  دهغه په زړه کې د لات منات او هبل مینه او داسلام نه کرکه پرته وه. بس هماغه وه چې د هجرت نه درې میاشتې وروسته د اویا کلنۍ په عمر  په کفر کې مړ شو او په حجون(په مکه کې یو ځای دی) ښخ کړی شو.

د حضرت خالد (رض)  ورونه او خویندې

شپږ ورونه او دوه خویندې یې درلودلې چې عبارت دي له:

عاص: دځوانۍ په مرحله او په کفر کې مړ شوی.

ابوقیس: لومړی مسلمان شو، بیا مرتد شو او د بدر په جګړه کې دحضرت حمزه(رض) بعضې وايي چې، دحضرت علی (رض) د تورې ښکار شو.

عبدشمس: هم دخالد(رض) ورور او نوموړی هم په کفر کې ژوندکړی و او بیا مړ شوی.

عماره: دقریشو خورا ښکلی ځوان و چې یو وخت د قریشو لخوا نجاشي پاچا ته دسفیر په حیث لېږدول شوی و، نو معلومېږي چې، په قریشو کې دښه نوم خاوند و.

ولیدبن ولیدبن مغیره:دهاشم او خالد(رض) نه مخکې مسلمان شوی و.

هشام: هم مسلمان وه او په اسلام کې وفات شوی وه.

همدارنګه خویندې یې فاطمه چې، د مکې دفتحې په ورځ مسلمانه شوه اود حارث بن هشام مخزومي مېرمن وه. بله خور يې فاخته دخالد(رض) دمسلمانېدو  نه یوه میاشت مخکې مسلمانه  شوې وه او دصفوان بن امیه مېرمن وه.

د خالد (رض) مور بي بي

لبابه صغری عصماء بنت حارث بنت حزن… چې دنسب لړۍ یې قیس عیلان بن مضر ته رسېږي. تاریخ لیکونکي دهغې په اسلام منلو او صحابي والي کې همغږي ندي. ابن حجر  عسقلاني په خپل کتاب(الاصابه) کې دهغې اسلام منل ریښتیا ګنلی دی او وایي چې، دحضرت عمر(رض) دخلافت مودې پورې ژوندۍ وه.

د حضرت خالد (رض) د اسلام منل

خالد داسلام سره په مقابله کې ډېرې جګړې وکړې او د ډېرو مسلمانانو وینې یې تويې کړې. مګر پدې باندې پوه شو چې، ده پدې جګړو کې هېڅ ګټه لاس ته را نه وړه.په هغه زړه کې چې، دلات منات عزا او هبل مینه پرته وه، اوس دا مینه په سخته کرکه بدله شویده، دخپل دین دودونو نه یې کرکه پېداشوه، خپله توره به یې وخت په وخت له تیکي نه راویستله او ویل به يې: کاش چې په دې توره باندې دمسلمان وینه نه  وه تویه شوې. لنډه داچې په زړه کې يې داسلام او دحضرت محمد(ص) مینه  پېداشوه، دې مینې دومره شدت پېداکړ چې بې اختیاره اوښکې یې پرمخ روانې شوې. څرنګه چې دخالد پلار ډېر شتمن سړی وه نو خالد به تل ډېرې قیمتي جامې اغوستلې، مګر پدې وخت کې یې خپلو جامو ته بېخي پام ونکړ  ځکه د اسلام دمینې شور یې په زړه کې ولولې جوړې کړې او په بې صبرۍ یې دمحمد(ص) په لور (مدینې) ته تکل وکړ. په لاره کې یې ورسره دوه ملګري عثمان بن طلحه او عمرو بن العاص هم ملګري شول. هلته په مدینه کې محمد(ص) دخپلو صحابه وو سره ناست او ویل یې چې، مکې تاسوته دځیګر ټوټې را استولي دي. شېبه وروسته ستر اتل دملګرو سره مجلس ته ورسېد. پټکې یې په غاړه ول ول پروت وه او په ژړا يې خپله توره د محمدعربي(ص) پښوته وغوزوله او وی ویل: دا توره ماته کړه ځکه پدې تورې سره دمسلمانانو وينې تويي شویدي. محمد(ص) توره په خپلو سپېڅلو لاسونو پورته کړه او وی ویل: خالده! دا توره څنګه ماته کړم، دکومې تورې په څوکه کې چې داسلامي تاریخ او مسلمانانو د بریاوو  رازونه او داستانونه پټ دي. خالده توره تر ملاکړه او پګړۍ پرسرکړه، خدای(ج) به ستا ټول مخکیني ګناهونه معاف کړي. هاغه وه چې، اتل خالد توره تر ملا او پګړۍ په سر کړه او خپل لاس يې محمد(ص) ته د بیعت لپاره وړاندې کړ ، محمد(ص) هم په ډېره مینه دهغه لاس ونیو، دتوحید کلمه یې ورته وویله، بیایې دوه ملګرو هم ایمان راوړ، هماغه  وه چې ستر رسول حضرت محمد(ص) ورته دسیف الله لقب هم ورکړ.

د خالد(رض) پوهه او نظامي کارنامې

دخالد(رض) داسلام راوړلونه وروسته دکفر په خلاف خپله توره له تیکي نه را بهر کړه، په نړۍ کې يې دیوې اسلامي امپراطورۍ لپاره لاره هواره کړه، هغه دخپلې بې ساري مینې له امله چې اسلام او جهاد سره یې درلوده خپله توره په ډېره مېړانې سره وچلوله. خالد داسې یو پوځي سپه سالار او د دښمن په وړاندې تکړه نقشه جوړوونکی وه چې، په ډېرو لږو مجاهدینو به یې د نړۍ لېرې لېرې څنډو ته سفرونه کول او ددښمن لویې لښکرې به یې پرې ماتولې. دنړۍ په خاوره باندې لوی لوی فاتحان تیرشوي دي لکه: سکند اعظم، چنګیز، هلاکو، ناپلیون او داسې نور مګر یوازینی اتل خالد دی چې کله یې هم دماتې غږ ندی راوړی او په هېڅ ډګر کې یې ماته نده خوړلې. وجه داوه چې، هغه ته محمد(ص) دسیف الله(دخدای ج توره) لقب ورکړ، نو جوته ده چې، دالله ج توره په هېڅ ډګر کې نه مغلوبېږي.

هغه جګړې چې خالد بن ولید(رض) په کې ګډون کړېدی:

خالد(رض) د اسلام منلو نه وروسته د کفارو په خلاف توره را وویستله او سخته جګړه  یې د دښمنو سره پیل کړه. دهغه تل بری به برخه شوی او کله یې هم ماته نده خوړلې. خالد(رض) ډېرې جګړې کړيدي او خورا ډېرې اوږدې کېسې یې دي دلته به د نمونې په ډول یوه څه درته مخې ته کېږدو.

موته غزا:

موته په شام کې یو وړوکی کلی دی، پدې جګړه کې خالد(رض) دیوه عام عسکر په څېر کډون کړی وه ځکه دا دهغه په جهاد کې لومړی ځل وه.پدې جګړه کې دمسلمانانو شمېر درې زره تنه  او د کفارو شمېر سل زره تنو ته رسېده. نو پدې اساس د مجاهدینو روحیه کمزورې کېږي کله چې خالد پدې حال پوه شو نو د مجاهدینو د روحيې د پیاوړتیا لپاره یې وینا وکړه او ورپسې عبدالله بن رواحه (رض) وینا وکړهچې پدې سره دمسلمانانو وینه په جوش راغله. بیا وروسته خالد(رض) دجګړې مشري په غاړه اخلي او د یوې  نخچې په جوړولو سره د دښمن سل زره پوځ ماتوي او خپله هم هر طرف ته د زمري په څېر په دښمن یرغل کوي چې خپله وايي(د موته د جګړې په ورځ زما په لاس کې نهه تورې ماتې شوې) چې سوبه د مسلمانانو په برخه کېږي.

د مکې فتح:

دهجرت په اتم کال د جمعې په ورځ یویشتم د روژې مکه د مسلمانانو په لاس فتح شوه چې پدې فتح کې خالد(رض) ستر ه ونډه اخیسته ده.

دجذیمې قبیلې په لور د خالد خوځښت:

د مکې د فتحې نه وروسته حضرت محمد(ص) خالد(رض) ددرې سوه انصارو او مهاجرو او بنو سلیم سره  د جذیمې په لور ولېږه او جذیمه د هماغه قبیلې مشر یې وواژه.

دحنین جګړه:

پدې جګړه کې خالد(رض) د بنو اسد دسلو سپرو مشر وه چې هغه پدې جګړه کې هم خپله وړتیا وښودله او په بدن باندې ډېر زیات ټپونه خوړلي وه چې بیا دحضرت محمد(ص) په دعا سره ورغېده.

دطایف دقلعې فتح:

خالد(رض) دطایف په قلعه د زرو سرتیرو سره یرغل وکړ او په ډېره هوښیارۍ او زړورتیا سره یې قلعه محاصره او فتح کړه.

دبنو مصطلق په لور خوځښت:

دا قبیله بې له جګړې خپله مسلمانه شوه او د زکات مال یې خالد(رض) ته ورکړ.

دتبوک جګړه:

دا جګړه د محمد(ص) وروستۍ جګړه وه چې، دمسلمانانو  شمېر څلویښت زره چې لس زره یې سپاره وه. چې کفار په دې جګړه کې د مسلمانانو د مېړانې نه وویرېدل او په شا و تمبېدل.

دبني اسد سرکوبي، په بني حارث یرغل

همدارنګه خالد(رض) د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په خلافت کې هم فتوحات کړیدي چې په لنډه توګه یې یادونه کوو.

دطلیحه سره جګړه:

هغه کس چې د نبوت دعوه یې کړې وه. خالد(رض) هغه او ملګرو سره یې ډېره سختې جګړې وکړې، باالآخره طلیحه دحضرت عمر(رض) په وخت کې مسلمان شواو داسلامي لښکرو سره یوځای شو).

سلمان بنت مالک سره جګړه:

دا یوه مشرکه ښځه وه او ډېره ښایسته هم وه چې کفارو به د پتنګانو په څېر ورنه ځانونه قربانول. هغه د سلو ساتونکو ترمنځ موجوده وه چې خالد(رض) د بريښنا په څېر ځان ور ورساوه او په يوه ګزار سره يې د مرګ غېږې ته ولېږله.

سجاح بنت الحارث سره جګړه:

دا ډېره فصیحه او بلیغه ښځه وه په خپلو جادويي خبرو یې مشرکان په ځان راغونډکړي وه، دخالدسره په جګړه کې یې وګړي ووژل شول او خپله او تښتېده چې بیا د معاویه رض په وخت کې کوفې ته راغله او مسلمانه  شوه.

خالد (رض) په ژوند کې بیخي زیاتو غزاوو کي ګډون کړی دی دلته تري صرف نظر کوو موضع اوږدیږي

دحضرت خالد (رض) وفات:

دشام د فتحې نه وروسته حضرت عمر(رض) د نورو فتوحاتو د بندولوامر وکړ او د فتح شویو سیمو د انتظام جوړولو امر یې وکړ. او والیان یې وټاکل نو پدې اساس خالد(رض) د قنسرین والي وټاکل شو. څرنګه چې خالد(رض) تل د اس په سر او د تورو دشرنګهار سره ژوند تېرکړی وه نو د ولایت ژوند ورته خوند ورنکړ  هماغه وه چې، څو میاشتې وروسته یې استعفا ورکړه او د مدینې په لور روان شو. خالد(رض) د ډېرو سترو او با ایمانه جنرالانو نه شمېرل کېده چې، هېڅکله یې هم ماته نه وه خوړلې. هغه دمرګ په وخت کې ډېر افسوس کولو چې کاش د شهادت مرګ مې په نصیب شوی وه، همدا هیله یې په زړه کې وه او ددې نړۍ نه یې په 21هجري قمري کال په 60 کلنی کي د تل لپاره سترګې پټې کړې. د مرګ نه وروسته د هغه زمري ټوله سرمایه ولټول شوه یوازې یو آس او د څو وسلو نه بل څه ونه موندل شو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.