الظواهري څوک وو او امريکا ولې وواژه؟

613
3 ساعتونه مخکې

بايدن د دوشنبې په ورځ د الظواهري د وژل کيدو اعلان وکړ. د القاعدې د دغه مشر ژوند ته يوه کتنه کوو چې د سپتمبر د ۱۱مې تر هغو بريدونو وروسته چې له نورې نړۍ سره یې د امريکا اړيکو ته تغير ورکړ، په ۲۱ کلونو کې ول ونه نيول شو.

د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري ووژل شو. نوموړي د اسامه بن لادن سره يوځای د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نيټې بريدونه پلان کړي ول او په دې وروستیو کلونو کې د القاعدې د پرځای پاتیدو او خپريدو کې يې مرسته کړې وه.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د دوشنبې په ورځ د الظواهري د وژلو اعلان وکړ او له افغانستان څخه يې د خپلو ځواکونو تر وتلو ۱۱ مياشتې وروسته د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې د يوې مهمې بریا اعلان وکړ.

الظواهري څوک وو؟

هغه امريکايان او د نورې نړۍ وګړي چې د سپتمبر د ۱۱مې د بريدونو شاهدان دي، ښايي د ډېرو یې د الظواهري نوم په ياد نه وي پاته، خو ډیرو ته یې تر دوو لسيزو ډېر وخت وروسته هم څېره ښايي په ياد وي: پر متحده ایالاتو تر بريد وروسته په ښوول شويو عکسونو کې يو سړی چې عينکې یې په سترګو دي، تل د بن لادن تر څنګ ليدل کيږي.

په خټه مصری الظواهري د ۱۹۵۱م کال د جون پر ۱۹ مه نېټه د پلازمينې قاهرې په شا او خوا پرتې سرسبزې سيمې کې زيږيدلی وو. هغه له ډېرې ځوانۍ ديني لارښوونې په کلکه تعقيبولې او د سني مسلمانانو له تندلارې څانګې سره يوځای شو چې هڅه یې کوله په مصر او د عربي نړۍ په نورو هېوادونو کې اسلامي نظام نافذ کړي.

الظواهري له درس څخه تر فراغت وروسته د سترګو د جراح په توګه په کار لاس پورې کړ خو په دې ترڅ کې د منځني ختيځ او مرکزي آسيا په هيوادونو کې ډېر وګرځيد، د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جګړې شاهد وو او په همدې ترڅ کې یې د سعودي د ځوان اسامه بن لادن او له نورو هغو ځوانو وسله والو عربانو سره ولیدل چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د شړلو له پاره ورغلي ول.

نوموړی له هغو په سونو وسله والو څخه وو چې په ۱۹۸۱م کال کې د مصر د هغه وخت د ولسمشر انور سادات تر قتل وروسته د مصر په زندانونو کې بنديان او شکنجه شول. سوانح ليکونکي وايي چې دې تجربو هغه نور هم افراطي کړ.

Al Kaida Anführer Aiman az Zawahiri
انځور: Al-Jazeera/APTN/picture alliance

تر دې اوه کاله وروسته کله چې بن لادن القاعده شبکه رامنځته کوله، نو الظواهري یې په څنګ کې وو. نوموړي خپله مصرۍ وسله واله ډله هم له القاعدې سره يوځای کړه. هغه القاعدې شبکې ته تنظيمي مهارت او تجربه راوړه. دې څه القاعده د دې جوګه کړه چې د پلويانو هستې رامنځته کړي او په ټوله نړۍ کې بريدونه ترسره کړای شي.

الظواهري ولې مهم وو؟

د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو له پاره په خاموشۍ سره د ځانمرګو بريد ګرو او بودجې راټولو او د دغه بريدنو تر پلان کولو وروسته، الظواهري او ملګرو یې د دې ډاډ هم ترلاسه کړ چې القاعده تر بريدونو وروسته په نړيواله کچه تر تعقيب وروسته هم ژوندۍ پاته شي.

د سپتمبر تر بريدونو وروسته الظواهري د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سيمه کې د القاعدې مشرتابه له نوي سره تنظيم کړه او نوموړی په عراق، آسيا، يمن او نورو سيمو کې د څانګو ستر رهبر وو.

د لیرې او نزدې دښمنانانو د په نخښه کولو په عقيدې سره القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې تر بريدونو وروسته کلونه کلونه په بالي، مومباسا، رياض، جکارتا، استانبول، لندن او نورو سيمو کې بې رحمه بريدونه ترسره کړل.

هغه بریدونه چې په لندن کې یې په ۲۰۰۵م کال کې ۵۲ کسان ووژل، په لوېديځ کې تر هغه د القاعدې شبکې وروستي خونړي عمليات وو چې د امريکا او نورو هيوادونو له خوا د بې پېلوټه الوتکو بریدونو، ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې د نښتو او توغنديو په بریدونو کې د القاعدې پلوي جنګیالي ووژل شول او د دغه شبکې ځينې برخې یې ويجاړې کړې.

وژنه یې د القاعدې له پاره څه معنا لري؟

دا په دې پورې اړه لري چې د القاعدې کوم بل قوماندان به د هغه ځای ناستی وي او د امريکا له خوا او همدا راز د نورو بريدونو په نتيجه کې دغه شبکه اوس په يوې کوچنۍ ډلې بدله شوې ده.

د القاعدې کارپوه علي صفيان يوه مصري سيف العدل ته د داسې کانديد په توګه اشاره کوي چې لوېديځ ترې ويره لري ځکه چې العدل د شبکې په منځ کې د خپلې تجربې او د القاعدې شبکې څخه د ناراضو شويو د بيرته دې ډلې ته د راجلبولو په برخه کې یې شخصيت ته احترام کيږي.

خو القاعده شبکه اوس په مجموع کې د ځای ناستي او متزلزل راتلونکي له بحران سره مخ ده. په دې کې په افغانستان کې د مخالفو ډلو دښمنۍ شاملې دي چې د سپتمبر تر ۱۱مې نيټې وروسته رامنځته شوې دي.

د چارلس ليستر په نوم د تندلارو ډلو يو بل کارپوه د الظواهري تر وژل کیدو وروسته ليکلي چې په منځني ختيځ، افریقا او جنوبي آسيا کې د شخړو نوعيت او خپریدل پر نړۍ د متمرکزو جهادي ډلو پر ځای سيمه ایزې ډلې  تقويه کوي.

آیا طالبان خبر وو چې الظواهري په افغانستان کې دی؟

امريکايي چارواکي وايي چې هغوی په دې کې هیڅ شک نه ګڼي چې طالبان پرې خبر وو. د دوشنبې په ورځ دا واضح نه کړل شول چې الظواهري له څومره مودې راهيسې په افغانستان وو. خو د امريکا د سولې په مرکز کې د منځنۍ آسيا يو کارپوه اسفنديار مير وايي چې هلته یې د شتون په اړه له څه مودې راهيسې ګونګوسې وې.

همدا راز د امريکا د يوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي په حواله هغه کور چې الظواهري پکې له خپلې کورنۍ سره اوسيده، د طالبانو د يوه لوړپوړي مشر سراج الدين حقاني د يوه مرستيال وو.

دا کیدای شي چې د طالبانو د ډلې له منځ څخه يوه یې الظواهري او د هغه کورنۍ د امريکا او يا نورو بهرنيانو د ګټو له پاره پلورلی وي. خو په کابل کې د نوموړي تر وژل کيدو وروسته اندېښه په دې اړه ده چې طالبانو لکه څرنګه چې لوېديځ ويره درلودله، وسله والو سازمانونو ته په خپل کور کې ځای ورکړی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.