پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې

محمد احسان علي

1,061

بسم‌الله الرحمن الرحیم

د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.»

کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي.

له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له سوځوونکو واورو او کنګلونو سره شپې تېرې کړی شي؛ ځکه پکتیا له اقلیمي اړخه سړه ده او واورې په‌کې ورېږي؛ که موږ همدغه آتل په داسې ډول وړاندې کړو، چې لوړ غرونه نه‌شي اېلولی او په سړو کې نه‌شي پایېدلی او د دې پر ځای د ماهیانو نیولو هنر یې زده وي او کښتۍ ځغلولی شي؛ نو دا به یو نامناسب انځور وي؛ ځکه چې د پکتیا له جغرافیوي او اقلیمي حالت سره سر نه‌خوري.

لکه څنګه چې مو له جغرافیوي او اقلیمي اړخه، آتل له سیمې او پېښو سره مناسب وغوښت؛ نو دا ډول یې د سیمې او جغرافیې له دودونو سره هم مناسب او جوړ غواړو؛ که‌چېرته د یوه (حماسي مثبت) آتل معنوي اړخ د اړوندې سیمې له معنوي روح او رسومو سره اړخ نه‌لري؛ نو دا بیا یو نامناسب کرکټر دی او ټولنه یې ډېر ژر استفراق کوي؛ بلکې داسې خبره هم کولی شو، چې حماسي آتل یا د یوې ټولنې حماسه د همدغې ټولنې د افکارو زېږنده ده؛ هر ډول چې د ټولنې وګړو غوښتي دي، د حماسې کیسه یې په هماغو الفاظو وړاندې کړې ده او آتل یې د خپلې خوښې او د خپل نفس له غوښتنو سره سم پنځولی دی، چې په ټوله یا هم ډېره کچه په‌کې ټولنیزو رسومو ته عقیده هماغه ډول پاکه پاتې شوې ده، لکه څنګه چې په حقیقي ژوند کې ده؛ خو کله نا کله داسې هم شوي دي، چې د اړوندې ژبې حماسه په ځینو برخو کې د ټولنې له دودونو، عقیدو او رسومو څخه په انحراف کې ښکاري، که څه هم عام اذهان په دغو پېښو د نیوکې له‌پاره نه راپورته کېږي؛ خو د کره کتنې ذره‌بین خورا واړه واړه شیان هم ویني . . .

اوس شاید د دې وخت وي، چې اصلي موضوع  ته ورننوځو . . .

پښتو ادب(په ځانګړې توګه حماسي ادب) داسې ډېرې پېښې لري، چې په هغوی کې د مثبتو آتلانو له لوري داسې پېښې ترسره شوې دي، چې له پښتني دودونو او رسومو څخه په‌کې پښې اړول شوې دي؛ په خورا عامه اصطلاح، چې په پښتو یې پښې اېښي دي، شاید دا ډېره عجیبه وي، چې پښتني ولسي ـ حماسي ادبیات داسې پېښې ولري، چې د آتل هغه بد کارونه، چې موږ يې په حقیقي ژوند کې بد ګڼو او کرکه ترې کوو، په حماسه کې ستایل شوي وي او په خورا خوند خوند یې لولو او اورو یې.

زه د دغسې حماسو څو بېلګې وړاندې کووم او بیا لنډې خبرې ورباندې کووم؛

د فتح خان او رابعې د حماسې مرکزي کرکټرونه(فتح خان او رابعه) دي؛ د ډېریو حماسي کیسو غوښنه برخه په نارینه کرکټر باندې راڅرخېږي؛ شاید یوه وجه یې دا وي، چې حماسې د خورا زاړه وخت پیداوار دی او په تېرو وختونو کې د مټو په ځواک باندې باور خورا کلک و او د مټو ځواک د نارینه ځانګړنه ده.

د فتح خان او رابعې د داستان یوه برخه:« . . . یوه ورځ فتح خان، پردل خان، کرمی او نور یاران یې(ټول ۶۰ تنه) د باندې په ښکار راوتلي دي، خپل ساعت تېروي، که ګوري د مازدیګر وخت دی، ښځو له ویالې څخه منګي ډک کړي دي او خپلو کورونو ته یې وړي، د کرمي ورته پام شو، ویې ویل: فتح خانه، راځئ، چې د دغو ښځو منګي په تیږو ورمات کړو، چې پر دوی باندې دا اوبه څنګه بهېږي؟ سیل به یې وکړو!

فتح خان ورسره ومنله، بس نو ټولو هلکانو تیږې راواخیستلې او د ښځو منګي یې ورمات کړل؛ پر ښځو اوبه راروانې شوې، پر دا سبا ښځې راغلې او اسلم خان (د فتح خان پلار) ته یې شکایت وکړ؛ هغه ورته وویل: زما دغه یو زوی دی، زه څه نه‌شم ورته ویلی، تاسې ژي جوړ کړئ، چې په تیږو نه ماتېږي . . . بله ورځ ښځو په ژیو کې اوبه راوړې . . . نو فتح خان او ملګرو یې ژي په غشیو او لیندیو ورسوري کړل، پر ښځو اوبه راروانې وې . . . »

دا پېښه د همدغې حماسې د پیل پېښه ده؛ یو پښتون زلمی له خپلو ملګرو سره پردیو ښځو ته په لاره کې درېږي او تکلیف ورته رسوي، په داسې حال کې چې دی زموږ د کیسې مرکزي او مثبت لوبغاړی دی، دی د یوې داسې حماسې لوبغاړی دی، چې سلګونه کلونه پښتنو په‌خپلو سینو کې ساتلې ده؛ هر چېرته چې پښتانه اوسي، دا د هغوی د ټولنې له معیار سره په ټکر کې پېښه ده؛ هېڅ‌کله پښتانه دا نه‌شي زغملی، چې ښځو ته یې څوک په لاره کې ودرېږي او منګي دې یې په تیږو ورمات کړي، فتح خان چې د کیسې مرکزي لوبغاړی دی، له پښتني رسومو پښې اړوي او هغه حدود ماتوي، چې د پښتنو په ټولنه کې مروج دي؛ تر دې تېره . . . کله چې ښځې د ده پلار ته شکایت کوي؛ نو پلار یې ورته وايي، چې دی د خپل یواځیني زوی د چټلو کارونو مخه نه‌شي، ولاړې شئ او ځانونو ته ژي جوړ کړئ، ښځې ژي جوړوي؛ خو بیا هم زموږ د حماسې آتل د هغوی ژي په غشیو ورسوري کوي، چې هېڅ پښتني ټولنه یې جواز نه تاییدوي او د پښتو د نرخ له مخې د  فتح خان او د هغه د ملګرو مرګ د ښځو پر وارثانو فرض کېږي.

د همدغې حماسې بله پېښه داسې ده، چې «کله فتح خان له رابعې او خپلو ملګرو سره له بست کلا څخه وځي او د مختر کلا څخه لږ وړاندې یوه باغ ته رسېږي، هلته د رابعې همځولې او ملګرې د ساعت تېرۍ له‌پاره راځي، کله چې فتح خان له دغه ځایه سفر ته ملا تړي؛ نو په‌خپلو ملګرو غږ کوي: کومه نجلۍ مو چې خوښه شوه، په ځان پسې یې سپره کړئ!

سمدستي نهه پینځوسو ځوانانو ځانونو ته پېغلې خوښې کړې او پر آسونو يې په ځان پسې سپرې کړې؛ چا په رضا او چا په زور.»

دا پېښه له پښتني دود سره خورا په ټکره کې ده او هېڅ‌کله د حماسې له یوه آتل سره داسې کار ښه نه ښکاري، چې خپلو ملګرو ته دې د دې خبرې امر وکړي، چې پردي ناموسونه دې له ځانه سره وتښتوي، هغه هم په زور؛ دا یوه ډېره شرموونکې پېښه ده، چې د فتح خان له مثبت کرکټره سر وهي، په تېره بیا د هغه د پلار دریځ ـ چې د خپلې سیمې واکمن دی ـ خورا حیرانوونکی دی، هغه په هېڅ شکل سره هم خپل زوی نه غندي او تل د فتح خان مقابل لوری ملامتوي.

د حماسې بله پېښه: « . . . فتح خان له خپلو ملګرو سره د هندوستان مغل کوټ ته رسېږي، هلته یوه لویه کلا وه، چې لوړ لوړ دېوالونه یې وو او دروازه یې هم تړلې وه؛ د  فتح خان ملګرو د کلا اوسېدونکو ته چغې ورووهلې، چې دروازه ورخلاصه کړي؛ خو هغوی دروازه نه خلاصوي، پای کې فتح خان په‌خپله ورځي او د کلا اوسېدونکو ته په زوره غږ کوي، چې کلا خلاصه کړئ، کنه نو جګړه درسره کوو! د کلا اوسېدونکي مجبورېږي، چې دروازه ورخلاصه کړي، فتح خان او ملګري یې کلا ته ننوځي او خپل هر یوه ملګري ته بېله بېله کوټه ورکوي، د کلا اوسېدونکي له کلا شړي او یوې دښتې ته یې لېږي . . . »

زموږ د حماسې آتل، فتح خان او ملګري یې په خورا نادوده شکل سره په پردي هستوګنځي یرغل وروړي او اوسېدونکي یې له ځایه شړي، چې دا خبره د پښتو له روح سره بېخي جوړه نه راځي؛ څنګه یو داسې پښتون، چې پېړۍ پېړۍ ورته پښتانه عقیدتمند پاتې شوي دي، داسې کار وکړي، چې د پښتو له اصولو سره په ټکر کې وي؛ پښتانه خو پردي مجبور خلک راولي او په‌خپل کور کې ځای ورکوي؛ بیا نو څنګه داسې وشي، چې زموږ د حماسې مثبت مرکزي لوبغاړی دې داسې کار وکړي؟

د فتح خان او رابعې د داستان دا یو څو نادودې پېښې وې، چې موږ ذکر کړې، د دې تر څنګ په دې داستان کې نورې پېښې هم شته، چې پښتني روح نه‌لري او له یوه مثبت کرکټر سره نامناسبې ښکارېږي.

 د موسی جان او  ولي جان په حماسه کې هم داسې ډېرې هېښوونکې او نامناسبې پېښې شته، چې په لنډ ډول یې ذکر کووم:« . . . سهیلي پاچا(د یادې حماسې منفي کرکټر) چې کله د موسی خان د تره لور (شاه بیبڼه/ببۍ) په زوره ځان‌ته واده کړه؛ نو یوه ورځ ببۍ خپل مېړه، سهیلي پاچا ته وویل، چې دا غواړي د پسرلي په موسم کې د باندې چکر ووهي؛ سهیلي پاچا هم اجازه ورکړه او له خپلو نورو څلوېښتو مېرمنو سره یو ځای یې یوه باغ ته د لوبو او مستۍ له‌پاره ولېږله، د سهیلي سپایان ولاړ وو او د پاچا حرم ته یې څوک نږدې نه ورپرېښودل؛ په دې وخت کې د دغه داستان مثبت اتل(ولي جان) راځي، په ښځو کې سترګې ګنډي، اخر ببۍ خوښوي او تښتوي يې . . . »

دا پېښه د پښتني اصولو پر وړاندې څرګند تېری دی او په ډېرو کرلاڼي قبیلو کې د ښځې شرعي څښتن یا وارث ته دا حق ورکول کېږي، چې د تښتوونکي د کورنۍ اووه غړي ووژني؛ نو له دې کبله د دې حماسې منفي اتل(سهیلی پاچا) حق لري، چې زموږ د مثبت آتل(ولي جان) د کور اووه تنه ووژني.

بله هېښوونکې پېښه داسې ده، چې ولي جان د سهیلي واده کړې او مېړوښه مېرمنه ببۍ(شاه بیبڼه) ځان ته واده کوي او یو زوی یې ترې زېږي، چې میر ولي نوم ورباندې ږدي.

دا پېښه هم د ټولو هغو قواعدو خلاف ده، چې په هغه ځمکه کې جوړ شوي، په کومه کې چې دا داستان او حماسه پنځېدلې ده؛ له اسلامي او شرعي اړخه خو د دې پېښې څېړنه بېله خبره ده او په هغه کې هم زموږ د داستان مثبت آتل پړ او ګرم راخېږي.

بله پېښه داسې روایت شوې ده:« . . . سهیلي پاچا موسی جان او ولي جان ته اووه تنه سپایان د دې له‌پاره ورولېږل، چې د دار له سره د سرو زرو منګي د غشیو په واسطه راوغورځوي؛ نو موسی جان چې پوه شو، چې دا سپاره د سهیلي پاچا دي؛ نو خپل همدم نومی ټوپک یې په نښه برابر کړ او شپږ تنه یې ورڅخه ووژل، يو په منډه سهیلي پاچا ته وروتښتېد . . . »

پاسنۍ پېښه هم د پښتو له روح سره چندان سر نه خوري؛ ځکه چې پښتانه ته دښمن هم راشي، مېلمه پالنه یې کوي، نه داسې، چې آستازي او قاصدان په وینو ولړي؛ دا یوه نامناسبه او له پښتني اصولو لرې پېښه ده.

که څوک نیوکه کوي، چې سهیلي پاچا خو دغه سپاره د دوی د وژنې له‌پاره لېږلي وو؛ نو دا خبره ناسمه ده؛ ځکه چې پاچا په هېڅ شکل نه غوښتل، چې دا دوه پهلوانان مېړونه دې ووژل شي؛ ځکه چې د موسی جان معشوقې (ګل‌مکۍ) پاچا ته دا شرط ایښی و، چې داسې توریالي به پيدا کوې، چې د شپېته ګزه لوړ دار څخه د سرو زرو منګي د غشيو په واسطه راکوز کړي؛ نو پاچا هم له دوی دوو پرته نور نامي ځوانان نه لیدل، سپایان یې د دې له‌پاره ورواستول، چې هغوی له ځانه سره راولي، لکه د همدې حماسې په یوه برخه کې چې راځي: «سهيلي پوه شو، چې موسی جان او ولي جان هغه پهلوانان دي، چې له دوی پرته دا منګي څوک نه‌شي ویشتلی؛ نو یې خپلو سپایانو ته امر وکړ، چې دوی دواړه ما ته راولئ، که په رضا نه راتلل، په زور یې راولئ!»

. . . مګر موسی جان هغوی ووژل.

د حماسې یوه بله پېښه داسې روایت شوې ده:« . . . کله چې موسی جان او ولي جان د سپین ږیرو په واسطه د سهیلي پاچا په غوښتنه د سهیلي پاچا دربار ته ولاړل او هغلته یو لړ پېښې وشوې؛ موسی جان او ولي جان بېرته د خپل کور په لوري راروان دي(په دې وخت کې ولي جان د هغو زهرو په اثر مرګ ته نږدې دی، چې د ګل‌مکۍ له لوري په تیارو شویو خوړو کې یوې مکارې بوډۍ ګډ کړي وو.) کله چې موسی جان او ولي جان کور ته راورسېدل؛ نو په کور کې ډنګ ډونګ دی؛ دا ډنګ ډونګ زموږ د حماسې یوه بل مثبت کرکټر(میر ولي) جوړ کړی دی، ده په همدغه شپه، چې موسی جان او ولي جان له کوره تللي وو، د یوه چا لور راتښتولې وه . . . »

د تېرو پېښو په دود دا هم یوه نادوده او له شرمه ډکه پېښه ده، چې زموږ د حماسې یو مثبت آتل یې ترسره کوي او سربېره پر دې په دې کارنامه ویاړ هم کوي.

د دې حماسې بله پېښه داسې روایت شوې ده:« . . . کله چې د موسی جان د معشوقې(ګل‌مکۍ) او سهیلي پاچا  واده تیار شو؛ نو میرولي(د ولي جان زوی) او موسی جان دواړه د سهیلي پاچا ښار ته ورغلل؛ میر ولي، موسی جان ته وویل: زه به په ښار ورګډ شم، ته به د باندې هېڅ شی ژوندی نه پرېږدې، که انسان وي، که حیوان سر یې وهه . . . نو موسی جان هم توره وکښله، چې څوک په مخه ورځي، سر یې وهي . . . پاچا ته حال وروړل شو، چې موسی جان او میر ولي راغلي دي، مخلوق یې تباه کړ . . . میر ولي د پاچا د ښځو ځای ته ورننوت، یوې مېرمنې ورته وویل: میر ولي ته ولې نه پوهېږې، چې مېرمنې دې بې ستره کړې، ته له خدایه هم نه وېرېږې؟!

میرولي ته غوسه ورغله، هغه مېرمنه یې هم ووژله . . . »

په یوه ښار کې عامه وژنه او بیا د یو چا په شخصي حریم او مېرمنو باندې یرغل، په هېڅ پښتني ټولنه کې نه‌شته، نه یې څوک خوښوي او نه هم چا په شخصي ژوند کې داسې چارې ستایلې دي؛ خو زموږ د حماسو اتلان یې ترسره کوي او موږ ورباندې ویاړ کوو؛ دا پېښه په بل شکل هم کښل کېدلی شوه، په خورا ښکلي ډول سره، چې هم د پاچا پر وړاندې د خلکو کرکه راپارېدلې وی او هم زموږ د حماسې له آتلانو څخه داسې بې پښتو او ناوړه کارونو سر نه وی وهلی.

د دغې حماسې یوه بله پېښه بیا داسې روایت  شوې ده: « . . . کله چې موسی جان له سهیلي پاچا څخه خپله معشوقه راوتښتوله؛ نو د هدیرې په څنګ کې د تېرېدلو په بهیر کې یې د خپل ملګري، ولي جان قبر ته پام شو، وروګرځېد او هلته ورته لاس په دعا شو . . . میر ولي چې دا صحنه ولیدله؛ نو احساساتي شو، (میر ولي نه و، یو زمری و.) په لاره روان و، چې د چا رمې په مخه ورتلې، ورنه راګرځولې یې، حلالولې یې او د خپل پلار مزار ته یې قرباني کولې . . . »

د یو چا په مال او شتمنۍ باندې تېری په هېڅ پښتني قاموس کې نه‌شته او نه د پښتو اصول دا زغملی شي، چې داسې یو کار دې په ټولنه کې وستایل شي؛ مګر زموږ نر ځوان، میر ولي، چې زموږ د حماسې یو مثبت آتل دی، داسې یو کار د ځان له‌پاره روا بولي.

د حماسې په یوه بله برخه کې بیا میرولي خپله ترور وژني او د سهیلي په ښار کې یو ځل بیا وینې بهوي او قتل عام کوي.

په دې حماسې کې یو ځای موسی جان خپل آس حلالوي، بزګر راځي، چې د آس له پښو څخه د سرو زرو نالونه وکاږي؛ نو موسی جان راځي او هغه بزګر وژني، چې ولې دې زما د آس پښې ورخوږ کړې.(آس مړ دی.)

پښتني قبیلوي نرخونه هېڅ‌کله دا نه تاییدوي، چې د آس د نالونو د ویستلو په بدل کې دې یو څوک ووژل شي؛ خو زموږ آتل بیا دا کار کوي او موږ یې ستایو.

 

د پښتو په ډېریو حماسو کې داسې پېښې شته، چې موږ یې په شخصي ژوند کې نه خوښوو او بدې یې ګڼو؛ خو بیا هم موږ د خپلو حماسو او داستانونو په اتلانو پورې تړلې دي، ویاړ ورباندې کوو او ستایو یې.

د دې له‌پاره چې زموږ لیکنه اوږده نه‌شي او د لوستونکو تحمل ورته ختم نه‌شي؛ نو له ډېریو پېښو څخه یواځې یو څو ذکر کوو.

د مومن خان او شیرینو داستان د پښتنو ولسونو په خولو یو تر ټولو ډېر تللی راغلی داستان دی، هرې پېښې یې ولسي مشروعیت تر لاسه کړی دی، مګر په رښتوني ژوند کې یې هېڅ‌کله هم له پښتني روح سره سر نه خوړ او نه له پښتني قواعدو سره جوړې راځي، د دې له‌پاره چې زموږ خبرې اوږدې نه‌شي، د مومن خان شیرینو د داستان یو څو بېلګې راوړو: « . . . مومن خان چې کله له هنده راستون شو؛ نو په توره شپه د خپلې معشوقې پر کور وروخوت، شیرینو ـ چې د خپلو اوو وروڼو تر منځ ویده وه ـ مومن خان ورغی، په کټ کې ورباندې ورپرېوت، له شیرینو څخه یې بوسه واخیستله، شیرینو راویښه شوه، مخ یې په لاړو لوند دی، چغه یې کړه، چې زما وروڼه په خوب ویده دي او غمازان د شپې راغلي دي . . . وروڼه یې راویښ شول او مومن خان یې وواژه . . . »

په نیمه شپه د یو چا په کور وراوښتل او بیا په ځانګړې توګه په یوه داسې کور وراوښتل، چې په هغه کې پېغله ښځه وي؛ دا یوه ډېره له شرمه ډکه کړنه ده، په داسې حال کې، چې دا چاره زموږ د حماسې مثبت کرکټر تر سره کوي؛ که څه هم  شیرینو زموږ د حماسې د آتل (مومن خان) نامزاده مېرمنه وه او په وړکتوب کې یوه او بل ته سره کوژدن شوي وو؛ خو هېڅ‌کله دا خبره د دې اجازه نه ورکوي، چې یو څوک دې د شپې په غلا خپلې کوژدنې ته ورواړوي او بیا دې موږ هغه ته په کُلي توګه مشروعیت هم ورکړو؛ په داسې حال کې، چې د داستان مرکزي مثبت کرکټر(شیرینو) په‌خپله دا پېښه غندي او په یوه ناره کې وايي: د مومن خان عقل کوتاه و * په نیمو شپو څوک د چا سرای لره ورځينه؟

کله چې د داستان یو مثبت لوری، بل مثبت لوری ملامتوي؛ نو زموږ نیوکې او څېړنې ته هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي، لکه په دا تېر مثال کې.

 

د ملا صیب جلات(جلاد) او شمایلې په کیسه کې هم داسې پېښې شته، چې د داستان له مثبته کرکټره یې سر وهلی؛ خو ورسره مناسبې نه‌دي، لکه د شپې پر مهال د شمایلې کور ته د مصنوعي زمري په خېټه کې ننوتل او د شپې په پخېدلو سره د شمایلې په کټ ورختل؛ دا نامناسبې او بې پښتو پېښې دي، چې هېڅ پښتو نرخ یې زموږ له ادبیاتو سره نه مني.

. . . داسې نورې ډېرې پېښې په پښتو حماسي ادب کې شته او باید د څېړنې او راسپړنې له‌پاره یې نوي څېړونکي لاس په کار شي.

ومن الله التوفیق

 

محمد احسان علي

پکتیا مرکز ګردېز

۹:۱۰ ماخوستن

۰۱/۰۸/۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.