د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی  

933

زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.  

 

لومړی| د ځای تر اخيستلو وړاندې فکر وکړئ!

په ځینو سیمو کې خورا ډېرې زلزلې کېږي. يعنې په زلزلو مشهورې وي او اکثراً د زلزلو مرکز پاتې شوې وې؛ نو که تاسو د کور لپاره ځمکه پېرئ پدې ډول سیمو کې اخيستلو ته زړه مه ښه کوئ. همدا لومړنی تدبير دی چې بايد پام ورته وکړئ.

دويم| قوي کورونه جوړ کړئ!

د کور جوړولو پر مهال د ظاهري بڼې پر ځای د کور قوت او کیفیت ته ډېر پام وکړئ. د کور ظاهري ښکلا یوازې د نورو توجه جلبولای شي؛ مګر په کور کې د ښو او با کيفيته ودانيزو توکو کارول ستاسو په خونديتوب کې ګټور ثابتېږي. اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی.

درېيم| د وتلو هڅه مه کوئ!

کله چې زلزله وي له خپله ځايه د وتلو هڅه د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري. دا ځکه چې زياتره وخت د زلزلې لومړۍ جټکه خورا تېزه وي او هر څه يې غورځېدو ته چمتو کړې وي؛ نو که تاسو بهر د وتلو هڅه وکړئ شاید په روانه کې تر چت او يا نورو وسایلو لاندې شئ. نو کوشش وکړئ د خونې کونج ته ځان ورسوئ او یا هم تر مېز لاندې کښېنئ‌. د ناستې پر مهال کوښښ وکړئ په بشپړ مه کېنئ او د لاسونو په مرسته مو د خپل سر حفاظت هم کوئ. دا هغه چاره ده چې تاسو تر ډېره خوندي ساتلای شي.

له دې سره – سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • که په تخت/کټ کې وئ؛ نو ژر پړمخي پرېوځئ او بالښت مو پر خپل سر کېږدئ او پر لاسونو يې ټینګ کړئ.
  • له هغو ځايونو لرې اوسئ چې د ويجاړېدو امکان يې ډېر وي.
  • د زلزلې پر مهال هېڅکله په پخلنځي کې مه پاتې کېږئ.
  • که له ودانيو څخه لرې يئ هملته پاتې شئ.
  • له دېوال او د برق له پایو لرې اوسئ.
  • که په موټر کې وئ. په آرامۍ يې يوې غاړې ته ودروئ.
  • له موټر څخه د ښکته کېدو کوښښ مکوئ.
  • پر پول او يا هم په تونل کې له درېدو څخه ځان وژغورئ.
  • له زلزلې وروسته د خپل کور د برق او ګاز سیستم وپلټئ تر څو کومه ستونزه پکې نه وې رامنځته شوي. خدای مکړه هسې نه له زلزلې به بچ شوي يئ او په کومه بله مسئله کې زیان ووينئ.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.