د یو عسکر هیله او درد

617
هرڅه ډېر دردونکي دي … وطن پرېښودل یو درد او نه پرېښودل یې بل درد، خو مجبوره یې چې د ځنګل له قانون څخه ووځې او چیرته لرې له دې سخت حالت څخه پناه واخلې.
ووتم وطن مې له یوه دنیا هیلو او ارمانونو سره تر شا پرېښود زما لپاره دا وروستی انتخاب و، ما بله هیڅ لار نه لرله، دا دی نږدې یوولس میاشتې مې په سختو قاچاقي لارو مزل وکړ او تردې ځایه راغلم.
مور، پلار، اولادونه هرڅه پاتې شول او اوس یوازي د خپل یوازیتوب په څنګل سر ږدم، زما د زړه هره درزا له درده ډکه ده، زړه مې غواړي چیغې ووهم خو چاته؟
موږ عسکر وو او عسکر تل له دې ټولو رنګینیو بې برخې وي، هیڅ اختر هیڅ یوه د خوشحالۍ موقع په لاس کې نه لري د یو عسکر لپاره تر ټولو ښه شپه او ورځ هغه وي چې د وطن څخه د دفاع په خاطر یې په سنګر کې تېره کړي.
دا د یو عسکر هیله وي چې وطن د سولې څخه برخمن اوسي او که چیرته رخصتي ولرې نو د خپلې کورنۍ سره یې په مینه ولمانځې، مګر ما په تېرو یوولس کالونو کې دا برخه ونه لیده، نن هم همدا ستړی داستان دوام لري.
کاش مشرانو د یو عسکر درد حس کولای شوای، کاش دوی پوهېدلی چې د یو عسکر زړه څومره پاک او سپېڅلی دی، د هغه هدف او موخه څومره عالي ده. مګر افسوس چې دوی دا نشي درک کولای.
وطنه!
در صدقه شم، نېکمرغۍ دې په برخه اوسه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.