د پښتنو ملي مبارزه آغلې لایبه یوسفزۍ

ډاکټر لطیف یاد

1,188
 که د زلمونه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جینکۍ به دې ګټینه
———————————————————-

که پښتني ټولنې دتاریخ په اوږدو کې د انساني حقونو سترنارینه مبارزین او پلویان په خپلې غیږه کې روزلي دي نو په دې برخه کې د پښتنو ښځو رول هم تر نارینه وو کم او لږ نه دی. په پښتونخوا کې د پښتنو دحقونو، د ښځو د تعلیم ، ماشومانواو د بشري حقونود غوښتنو یوه مبارزه آغلې لائبه یو سفزۍ ده چې دا وخت د پښتونخوا په مرکز پيښور کې اوسیږي.

آغلې لایبه یوسفزۍ
لا یبه یو سفزۍ د پښتونخوا په رسالپور کینټ کې زیږیدلې او خپلې لومړنۍ زده کړې یې هماغلته ترسره کړي دي .نوموړې وروسته د پښتونخوا د مرکز د پيښور د پوهنتون نه د ژورنالیزم ( جرنالیزم) او انګریزي ادبیاتو په څانګو کې ماسټر ډیګري او په ښوونې او روزنې او بشري حقوقو کې یې هم ځانګړې زده کړې ترلاسه کړي دي . لایبه یوسفزي په الکترونیک میډیا کې دپراخې تجربې خاونده ده او په ډیرو تلویزیوني پروګرامونو کې یې دډایرکټرې ، پروډیو سرې او سکریپټ لیکونکې په توګه کارکړی دی. نوموړې دپښتونخوا دنورو پښتو او اردو چینلونولکه ای .وي .ټي خیبر برسیره دخوست د غرغښت دتلویزیون سره هم ژورنالیستیکه همکاري کړې ده همداراز نوموړې د راډیو مشال، فري یورپ او دبي بي سي او د امریکې غږ دډیوې راډیو د پښتو پروګرامونو سره همکاري لري او په پښتو، اردو او انګریزي ژبو کې ښه مهارت لري او په درې واړو ژبو یې ډیرې علمي او ژورنالیستیکې لیکنې کړي دي.
آغلي لایبه یو سفزۍ ۳۵۰ درې سوه پنځوس داسې ټلویزیوني يروګرامونه جوړکړي دی چې په بیلا بیلو مسایلو ، ټولنیزو مسایلواو سیاسي مسا یلوپورې اړه لري لکه : په پښتنو کې کورنۍ شخړې او لانجې Domestic violence، پروړوماشومانو کارChild labourاو ، په پښتني ټولنې ( معاشرې ) کې دښځو او ماشومانوزده کړې . همداراز نوموړې ۲۵ داسې پروګرامونه جوړکړي دي چې په هغو کې یې دپښتو داوچتې پایې شاعران لکه : خوشال بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا، ارواښاد کبیر ستوري او نور ډیر شاعران او د دوی د شعرونو بیلګې یې خلکو ته ورپيژندلي دي .
آغلې لایبه یو سفزي د ګندهارا پر لرغوني تهذیب او هم د کیلاش په خلکوچې ځانته بیل کلچر او تهذیب لري په پښتو ، اردو او انګریزي ژبوهم مستند فلمونه او ډاکومینټرۍ جوړ کړي دي .
آغلې لایبه یو سفزۍ دپښتنو داوسنۍ ټولنې ټولې ستونزې دپښتنو په بې علمۍ کې ویني او په دې اند ده چې دپښتنو درنځونو دلیرې کولو یوازینۍ نسخه تعلیم او پوهه ده . نوموړې په افغانستان او پښتونخوا کې دروانو حالاتو په اړوند وایی چې د کابل او پيښور دښمن یو دي او موږ ته په کار دي چې دوی ته د دوی رښتینی دښمن وروپيژنو .آغلې لایبه یوسفزۍ دډیږرنډ پر کرښې داغزنو تارونو غندنه کوي او ووایی اوس د کرښو د ورانولو وخت دی نه د کرښو د راښکلو که چرته پنجاب یا پاکستان د کرښو او د ازغن تار ډېر شوقین وي نو بیا دې په اټک کې هم دیوال جوړ کړي او هم ازغن تارولګوي چې په دې توګه به ورسره هیڅوک اختلاف ونه لري .
زه د آغلې لا یبه یو سفزۍ ټولې هلې ځلې ستایم اوپه پښتونخوا کې د پښتنو د حقوقواو د بشري حقونو دغې مبارزې ته دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.