ځمکه چا کشف کړه

1,339

په لومړي ځل مې چې له ځانه دا پوښتنه مطرح کړه، نو ټوکه راته مالومه شوه. که چېرې تاسې خپلو پښو لاندې وګورئ نو ځمکه به کشف کړئ! دا یو داسې کار دی چې سوونه کاله مخکې، لومړنیو انسانانو تر سره کړی وو. خو غوره به دا وي چې دا پوښتنه داسې وشي: چا کشف کړه چې ځمکه سیاره ده؟

پخوا وختونو کې وګړي په دې باوري وو چې ځمکه د هستۍ مرکز دی او لمر، سپوږمۍ، سیارې او ستوري یې شاوخواته څرخېږي. خو زیاتو یې بیا دا هم ویل چې ځمکه مسطح ده، خو د ځمکې کرویت تصور د لومړي ځل لپاره  د پخواني یونان په فلسفي فکرونو کې ځای درلود. د یونان ستر فیلسوف فیثاغورث لومړی کس وو چې د میلاد څخه 525 کاله تر مخه  یې دا باور درلوده چې ځمکه کرې ته ورته بڼه لري. وروسته بیا له میلاد څخه 350 کاله وړاندې ارسطو د ځمکې کروي والي لپاره پرېکنده دلیل وړاندې کړ.

بیا په له میلاد څخه ترمخه په دریمې میلادي پېړۍ کې، آریستار خوس سیموسي د مرکزي لمر په نوم یو موډل وړاندې کړ او وایي چې ځمکه او نورې ټولې سیارې د لمر په شاوخوا تاوېږي. نوموړي د  هندسې له مخې د کسوف او خسوف پر مهال د ځمکې، لمر او سپوږمۍ د سیورو نسبي اندازه وشمېرله . که څه هم دا لاسته راغلي ارقام یې غلط وو، خو دا چې ویې موندله لمر له ځمکې څخه لوی دی، نو دا یې څرګنده کړه چې لمر باید د هستۍ مرکز وي. برسېره پردې بیا هم په هماغه وخت کې د ځمکې مرکزي نظریې پلویان ډېر وو او هیچا هم پرې سر ونه خوږاوه.

  د زیات وخت په تېرېدو، بلاخره په 16 میلادي پېړۍ کې نیکلاس کوپرنیک مشهور ریاضي پوه او ستور پېژندونکي د مرکزي لمر نظریه ارایه کړه او په دې باور وو چې ځمکه او نورې سیارې د لمر په شاوخوا کې حرکت کوي، خو بیا هم یادې پوښتنې ته چا سم ځواب نه درلود. په پای کې د کوپرنیک په وسیله د لمریزې منظومې په تړاو ارایه شوی موډل د ایټالیوي ستورپېژندونکي ګالیلو ګالیله له لوري تائید وړ وګرځېد.

ګالیله وموندله چې مشتري هم یو شمېر سپوږمۍ لري او زهره سیاره هم د سپوږمۍ په څېر  هلالي دورې تر سره کوي، نوموړي خپلې دا موندنې او ریاضیکي شمېرنې  د (( هسک ریبار )) په نوم کتاب کې خپرې کړې. څو کاله وروسته بیا علمي ټولنې هم پر دې اعتراف وکړ چې: هو! ځمکه هم سیاره ده چې د لمر په شاوخوا تاوېږي او د هستۍ مرکز نه شي کېدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.