د بابړې ‘قتل عام’ د چارسدې د تاریخ توره ورځ

عقیل عباس جعفري

802
  • عقیل عباس جعفري
  • کراچۍ مېشتی څېړونکی او تاریخ پوه
  • bbc/pashto
۱۹۳۸ کال پېښور کې له مهاتما ګاندي سره د باچا خان تصویر

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

۱۹۳۸ کال پېښور کې له مهاتما ګاندي سره د باچا خان تصویر

 

د عکس تشریح،

۱۹۳۸ کال پېښور کې له مهاتما ګاندي سره د باچا خان تصویر

 

دا لیکنه بي بي سي لومړی ځل د ۲۰۲۰ کال اګست پر ۱۲ خپره کړې وه، د اګست پر ۱۲ مه د بابړې پېښې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا خپرېږي.‌

د ۱۹۴۸ کال د اګست میاشت وه. پاکستان د خپلواکۍ لومړۍ کلیزې لمانځلو چمتوالی کاوه او رسماً پرېکړه شوې وه، چې د اګست پر ۱۴ مه به د خپلواکۍ جشن لمانځل کېږي.

خو له دې مراسمو دوې ورځې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې د اوسني خیبر پښتونخوا ایالت چې هاغه مهال صوبه سرحد نومېد، د چارسدې په بابړه سیمه کې د ادعا له مخې د اعلی وزیر خان عبدالقیوم خان عملیاتو پایله کې تر ۶۰۰ ډېر خدايي خدمتګاران وژل شوي دي.

دغه خدايي خدمتګاران د خان عبدالغفار خان نیول کېدو خلاف د احتجاج لپاره راوتلي وو. د دغې پېښې پر عواملو د پوهېدو لپاره باید ماضي ته سر ورښکاره کړو.

۱۹۳۷ کال د صوبايي اسمبلیو له ټاکنو وروسته د سرحد ګورنر یا والي صاحبزاده عبدالقیوم د اعلی وزارت لپاره وګومارل شو، خو د پارلمان غړو د باور رایې یې وبایللې، حکومت یې له منځه لاړ او په صوبه کې لومړی ځل د ډاکتر خان صاحب (خان عبدالجبار خان) په مشرۍ د خدايي خدمتګارو حکومت رامنځته شو.

۱۹۳۹ کال چې د انګریزانو جنګي پالیسۍ پر ضد د متحده هندوستان اتو صوبو حکومتونو استعفا وکړه، د ډاکتر خان صاحب حکومت هم پکې شامل و. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په صوبه سرحد کې یو ځل بیا د خدايي خدمتګارو حکومت رامنځته شو او ډاکتر خان صاحب یو ځل بیا اعلی وزیر وټاکل شو.

د پاکستان له رامنځته کېدو لږه موده مخکې په صوبه سرحد کې له پاکستان سره د یو ځای کېدو او یا نه یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه، خدايي خدمتګارو له دې سره پرېکون اعلان کړ، مسلم لیګ ګوند په اسانۍ سره دغه ټولپوښتنه وګټله او صوبه سرحد په پاکستان کې شامل شو.

د عکس سرچینه،PAKISTAN CHRONICLE

باچا خان

باچا خان

 

د پاکستان رامنځته کېدو پر مهال ډاکتر خان صاحب د سرحد اعلی وزیر و، خو ایله اته ورځې وروسته د پاکستان موسس او هغه مهال ګورنر جنرل محمد علي جناح د نوموړي دنده ختمه کړه. پر نوموړي تور ولګېد چې د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۵ مه یې د پاکستان بیرغ پورته کولو مراسمو کې ګډون نه دی کړی او ( له هېواد سره یې وفاداري) نه ده ثابته کړې.

د ډاکتر خان صاحب د حکومت له منځه تلو وروسته خان عبدالقیوم خان د صوبې اعلا وزیر وټاکل شو. د ډاکتر خان صاحب د کشر ورور باچا خان اصولاً دریځ دا و چې خدايي خدمتګار د هند کانګرس ګوند اییتلافي و او کانګرس د پاکستان وېش اصول منلي، نو له منطقي پلوه خدايي خدمتګار هم پاکستان مني. د همدې منطق له مخې باچا خان د هندوستان پر ځای د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د ګډون پرېکړه وکړه.

صوبه سرحد کې د دوی حکومت و او نویو واکمنو لومړی کار دا وکړ، چې د دوی حکومت یې په نښه کړ. خو خدايي خدمتګارو بیا هم له زغمه کار واخیست او په سر دریاب کې خپل مرکز کې له پاکستان سره د وفا او خدمت ژمنه پوره کړه. دوی د ډاکتر خان صاحب د حکومت ړنګولو غیر جمهوري انداز پر ضد احتجاج وکړ، خو د حکومت لپاره د ستونزو نه رامنځته کولو اعلان یې هم وکړ.

د عکس سرچینه،PAKISTAN CHRONICLE

باچا خان

پر دې سربېره باچا خان د ۱۹۴۸ کال په مارچ کې د پاکستاني پارلمان په غونډو کې ګډون وکړ او په دې غونډو کې یې خپله ژمنه تکرار کړه چې پروګرام یې تخریبي نه دی او خدايي خدمتګار په بنسټیز ډول ټولنیز او اصلاحي تحریک دی، چې انګریزانو سیاسي عمل او د کانګرس لور ته ټیل وهلی و.

له دې مخکې د پاکستان موسس محمد علي جناح، باچا خان ته مېلمستیا وکړه او هغه مهال باچا خان هغه ته ویلي وو چې پاکستان ته وفادار دی، خو د ده په تړاو به د ځینې کسانو شک او ګومان لېرې کېدو تر مهاله په سیاست کې عملاُ برخه نه خلي، بلکې خپل فعالیتونه به تر اصلاحي پروګرامونو پورې محدود کړي. له دې لیدنې وروسته په یوه مرکه کې باچا خان وویل:

“زما د سپینو خبرو له کبله چې په خورا رښتینولۍ مې وکړې، ښاغلی جناح ډاډه شو او په ډېره مېنه یې غېږ راکړه او رخصت یې کړم”.

خو په اپریل میاشت کې پېښور ته د پاکستان موسس له تلو وروسته ځینې سیاستوالو هغه ولمساوه چې ګواکې پر باچا خان او ملګرو یې باور نه شي کېدای. ان تر دې حده ویل شوي، چې دوی ښاغلي جناح ته ویلي وو، چې که د خدايي خدمتګارو کومو مراسمو ته لاړ شي، ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.

باچا خان وايي:

د بابړې پېښې یادګار

د عکس تشریح،

د بابړې پېښې یادګار

 

“کله چې زه حکومتي مېلمستون کې د ښاغلي جناح لیدو ته د خدايی خدمتګارو په مراسمو کې د ګډون له بلنلیک سره ورغلم، نو هغه زړه نا زړه و”.

له دې وروسته باچا خان چې د روغې جوړې په هڅو بوخت و، د حکومت هدف وګرځېد او قیوم خان د یوه مطلق دیکتاتور په څېر د غچ اخیستنې پر فعالیتونو بوخت شو.

د ۱۹۴۸ کال په مې کې د اپوزیسیون په توګه کراچۍ کې د خلکو ګوند یا (پیپلز پارټۍ) په نامه یو ګوند تاسیس شو، چې خان عبدالغفار خان یې مشر، جي ایم سید یې عمومي منشي وټاکل شول.

د صوبو کورواکي، د خلکو په خوښه مترقي ټولنیز بدلونونه او د هندوستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي د دغه ګوند هدفونه وبلل شول.

د عکس سرچینه،PAKISTAN CHRONICLE

ډاکتر خان صاحب (خان عبدالجبار خان)

د عکس تشریح،

ډاکتر خان صاحب (خان عبدالجبار خان)

 

په دغه غونډه کې عبدالصمد خان اڅګزی هم و. هلته پرېکړه وشوه چې خدايي خدمتګار به خپل ځانګړی حیثیت هم لري او د نوي سیاسي ګوند خپرولو لپاره به یې کارکوونکي رضاکارانه خدمت کوي.

باچا خان دې لړ کې سرحد ته ستون شو او بېلا بېلو سیمو ته یې سفرونه وکړل. خو میاشت لا نه وه وتلې چې د جون پر ۱۵ مه له خپل زوی عبدالولي خان او قاضي عطاالله سره یو ځای ونیول شو.

عبدالصمد خان اڅکزی هم ونیول شو او جي ایم سید له کراچۍ وشړل شو. دې سره یو نوی سیاسي تحریک چې د جمهوري تګلارې او سیاسي عمل له لارې یې په ټول هېواد کې د خلکو یو موټی والي لپاره کار پیلاوه، په لنډه موده کې له منځه لاړ.

له دې وروسته پېښې بیا داسې وې چې تصور یې هم نه کېده. صوبه سرحد حکومت د یوه نوي امر له مخې خدايي خدمتګار هم غیر قانوني وباله او حکومت ته واک ورکړل شو، چې بې قید او شرطه هرڅوک نیولای شي او تر نامعلومه وخته یې زنداني کولای شي.

د نیول شوي کس جایداد یې ضبط کاوه او هغه کس ته یې محکمې ته د رجوع حق هم نه ورکاوه. د دغه امر له مخې د باچا خان، ډاکتر خان صاحب، قاضي عطاالله او ارباب غفور په ګډون ګڼ شمېر کسان ونیول شول.

خدايي خدمتګارو سخت غبرګون وښود او ډاکتر خان صاحب له هغه وروسته ونیول شو چې د دې کوربندۍ پر ضد یې په بابړه سیمه کې د احتجاج رابللو اعلان وکړ.

د یوې قانوني مادې له مخې ځايی چارواکو د اګست پر پنځمه له څلورو کسانو د زیاتو پر یو ځای کېدو بندیز ولګاوه، خو د ډاکتر خان صاحب له غوښتنې سره سم د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲ مه د ټولې صوبې خدايي خدمتګار بابړې ته ورسېدل.

د عکس سرچینه،PAKISTAN CHRONICLE

خان عبدالقیوم خان

د عکس تشریح،

خان عبدالقیوم خان

 

ویل کېږي په دغه غونډه کې ۲۵ زره کسانو ګډون کړی و. چارواکو یې د مخنیوي لپاره پولیس او پوځیان سیمې ته ولېږل او ناڅاپه یې پر سوله ییزو خلکو ډزې پیل شوې.

د رسمي شمېرو له مخې د دې ډزو پایله کې ۲۵ کسان ووژل شول، خو غیر دولتي شمېرو کې ویل شوي چې دغه (ټولوژنه) کې تر ۶۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

ټپیانو ته په دولتي روغتونونو کې د درملنې اجازه نه ورکول کېده او مړي په سري توګه خاورو ته وسپارل شول.

له پېښې سملاسي وروسته قیوم خان د پېښور په چوک یادګار کې د وینا پر مهال وویل، چې ده په (بابړه کې خدايي خدمتګارو ته داسې درس ورکړی، چې ټول عمر به یې یاد ساتي.) نوموړي زیاته کړه:

“ما په بابړه کې ۱۴۴ ماده پلي کړې وه، خو کله چې خلکو له تلو انکار وکړ، ډزې پرې وشوې، دوی بختور وو چې د پولیسو ګولۍ ختمې شوې، که نه له هغه ځایه به یو هم ژوندی نه وای ستون شو. دا د انګریزانو پر ځای د مسلم لیګ حکومت دی او د دې حکومت نوم قیوم خان دی. خدايي خدمتګاران که له هېواد سره خیانت کوي، زه به یې نوم او نښان ورک کړم”.

د صوبه سرحد حالت خو داسې و، خو د هېواد په نورو برخو کې او په ځانګړې توګه په پنجاب کې د قیوم خان د دغه اقدام غندنه ډېرو کسانو نه وه کړې. بل لور ته داسې کسانو شمېر لږ نه و چې د صوبه سرحد د دغه (فولادي سړي) ستاینه یې کوله.

دوی فکر کاوه چې دې سره به د پښتونستان قضیه د تل لپاره له منځه لاړه شي. ځینو به د قیوم خان د نورو لپاره یو مثال باله او ویل به یې چې د پاکستان په نورو سیمو کې هم باید دغسې (قاطع) واکمن د چارو واګې په لاس کې واخلي او هغه کسان وځپي چې د پاکستان او اسلام مخالف دي.

(نوای وقت) نومې ورځپاڼې هغه مهال د بابړې پېښې په تړاو خپله سر مقاله کې لیکلي وو:

“د سرحد اعلی وزیر خان عبدالقیوم خان د مبارکۍ حقدار دی چې په صوبه کې خاینان په کلکه څاري. هغه کسان چې پر قیوم خان د تشدد او دکتاتورۍ تورونه پورې کوي، د سرحد صوبې له وضعیته بې خبره دي او که د حالاتو له درک سره سره په اعلی وزیر پسې بد رد وايي، پر نیت یا عقل یې باید ویر وشي”.

دغه مقاله زیاتوي:

” پر خان عبدالقیوم خان زرګونه اعتراضونه کېدای شي، خو د خاینانو پر ضد د فعالیت له کبله اړ یو مبارکي ورکړو او موږ بې له کوم شک او تردیده ویلای شو چې د پاکستان حکومت او قاید اعظم هم دې لړ کې موافق دي او د خان عبدالقیوم خان ملاتړ کوي. که د خپلو سیاسي مخالفینو ځپلو لپاره خان عبدالقیوم خان له واکه ناروا ګټه اخلي موږ یې سخت مخالفت کوو، خو که د ملت له خاینانو سره سخته رویه کوي، د مبارکۍ حقدار دی”.

د نوای وقت دغه سرمقاله د زاهد چودري د پاکستان سیاسي تاریخ له اتم ټوکه منقوله ده، خو د پېښې پر دویمه ورځ د لاهور انقلاب نومې ورځپاڼې هم دغه پېښې ته ډېر اهمیت نه دی ورکړی چې د هاغه مهال مدیر یې غلام رسول مهر زوی امجد سلیم علوي راکړه.

خدايي خدمتګارو د دغې پېښې په اړه د محاکمې غوښتنه وکړه، خو نه کله محکمې په دې اړه له چا پوښتنه وکړه او نه هم څوک مجازات شول.

د جلیانواله باغ او قصه خوانۍ پېښې د پاکستان په تاریخونو کې یادېږي، خو د بابړې پر پېښه تاریخونه هم پټه خوله دي. پښتانه دغه پېښه د سرحد جلیانواله باغ پېښه بولي او خان عبدالقیوم خان د سرحد جنرال ډایر په نامه یادوي.

د یادونې ده چې د بابړې پېښې پر مهال د پاکستان موسس محمد علي جناح ژوندی و او د (بلوچستان) په زیارت سیمه کې یې د ژوند وروستۍ شپې تېرولې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.